د بدې يا خطرناکې خاتمې او پايلې اسباب

د بدې يا خطرناکې پايلې اسباب څلور دي
۱- د توبې ځنډول
۲- اږودې هيلې او آرزوګانې
۳- حب معصيت او د هغه تر سره کول
۴- ځان وژنه

۱- د توبې ځنډول:

هغه څه چې پر ټولو مسلمانانو واجب دي دا ده چې بايد د ژوند په هره شېبه کې الله تعالی ته رجوع وکړي او د هغه جل جلاله په در کې توبه او استعفار وکړي الله عزوجل فرمايي : وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَا الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ (النور ۳۱ ) .

«ای مؤمنانو د الله طرف ته رجوع وکړي تر څو کامياب شئ »
لکه څنګه چې پوهيږﺉ رسول الله صلی الله عليه وسلم د ګناهونو نه معصوم ؤ مګر هغه بيا هم د ورځې سل ځله د الله تعالی طرف ته توبه او استعفار کول.
جناب نبي كريم صلی الله عليه وسلم فرمايي :ياأيهاالناس ، توبوا ربکم ، فاني اتوب اليه فی اليوم مئة مرة
« ای خلکو د خدای طرف ته توبه او رجوع وکړﺉ ځکه زه د ورځې سل ځله د هغه طرف ته توبه او رجوع کوم »
« بل ځای فرمايي : < التائب من الذنب کمن لاذنب له » يعنې « د ګناه څخه توبه کونکي داسې دی لكه چې هيڅ ګناه نه وي کړې »
هر انسان چې د شيطان د ګمراه کونکو وسواسو له طوفان څخه ځان وساته نو هغه نجات وموند او کامياب شو ، ځکه شيطان د خپلو ګمراه کونکو وسواسو په لړ کې انسان ته وايي :
تر اوسه د الله تعالی طرف ته د توبې او رجوع  کولو د پاره زيات وخت لرې که اوس توبه وکړي بيا به د هغه ګناه مرتکب شې يا داسې ورته وايي : ای انسانه ! ته اوس ځوان يې د ځوانۍ د مست او غوړيدلی ژوند څخه دې استفاده وکړه او په دې دوران کې ځان د اطاعت او عبادت د پاره مه پابند کوه (حال دا چې د عبادت او نيکو اعمالو اصلي مرحله ځواني ده ) کله دې چې عمر پوخ سن ته ورسيده بيا نصوح توبه وکړه طاعاتو او عباداتو ته زور ورکړه او جومات ته تګ پر خپل ځان لازمې وګرځوه تر څو د الله تعالی په در کې نيک بنده وشميرل شي .
مګر ای انسانه ! خبردار اوسه چې دا د شيطان وسوسې دي د مرګ نيټه نه ده معلومه خدای خبر چې پوخ عمر ته به څوک رسيږي او څوک به نه رسيږي د توبې وخت او فرصت له لاسه مه ورکوه .
په غافل انسان چې کله ناڅاپه مرګ راشي نو بيا هغه وخت افسوس کوي چې ای کاش چې نيک او صالح عمل مې کړی وای خو هغه وخت بيا دا افسوس بې ځايه وي
قَالَ رَبِّ ارْجِعُونِ 99 لَعَلِّي أَعْمَلُ صَالِحًا (الؤمنين ۹۹-۱۰۰ )
« ای ربه زما ! وګرځوه ما بيرته دنيا ته تر څو ښه اعمال تر سره کړم  »

۲- اوږدې هيلې او آرزوګانې :

د ډيرو خلکو د بدبختې سبب همدا اوږدې هيلې او اميدونه شوی دي ، داسې چې شيطان هغه ته وسوسې ور اچوي فريب ورکوي هغه ته د اوږده عمر تصور ورکوي او هغه ته داسې وسوسې ورکوي تر څو له مرګ او آخرت څخه غافل شي (حال دا چې هره  ورځ پخپلو سترګو خلک ويني چې د مرګ په سفر روانيږي ) خو له هغه څخه عبرت نه اخلي او خپل مرګ په يقيني ډول په ذهن کې نه راولې بلکی دی دا فکر کوي چې زه ځوان يم په بدن جوړ يم زما عمر دومره لنډ نه دی بلکي اوږد دی ځکه دده په ذهن کې اوږده اميدونه دي د دنيا حب او محبت يې په زړه کې داسې ځای نيولی دی چې د سترګو بصيرت يې له لاسه ورکړی دی تر څو عملاً د دنيا روانو او تيزو انقلابونو ته نظر وکړي چې په يو ګړۍ يې بهار وي بيا په بله ګړۍ خزان شي .
ګرانه ! دا دنيا د باد په شان ژر تيردونکی ده هر وخت د خپل لوی سفر د پاره تيارسۍ اوسه .
رسول الله صلی الله عليه وسلم د خپل امت په اړه د دوو شيانو په باب کې خپله اندېښنه څرګنده کړی ده او فرمايي :« إِنَّ أَشَدَّ مَا أَتَخَوَّفُ عَلَيْكُمْ خَصْلَتَيْنِ: اتِّبَاعَ الْهَوَى وَطُولَ الْأَمَلِ، فَأَمَّا اتِّبَاعُ الْهَوَى فَإِنَّهُ يَعْدِلُ عَنِ الْحَقِّ، وَأَمَّا طُولُ الْأَمَلِ فَالْحُبُّ لِلدُّنْيَا»
زه د دوو شيانو په وجه پر تاسې ويريږم : د نفس او هوا د غوښتنو پيروي کول او اوږدې هيلې او اميدونه ، د نفس او هوا غوښتنې تاسې له حق څخه منحرف کوي ، او اوږدې هيلې او آرزوګانې ستاسې په زړونو کې د دنيا محبت زياتوي »
انسان بايد آخرت ته پر دنيا ترجيح ورکړي او اول په آخرت کې د خپل کور د آبادولو فکر وکړي او بيا په دنيا د څو ورځو تيرولو فکر وکړي ځکه آخرت اصل دی دنيا د کښت ځای دی او آخرت د حاصل ځای دی ، انسان بايد په دنيا کې داسې عمل وکړي چې الله تعالی يې د منعمينو په قطار کې حشر کړي ځکه هغوی د آخرت د کور جوړولو په فکر کې وو او دنيا ته يې کوم ارزښت نه ورکولو .

واقعي منعمان هغه دي چې د الله تعالی د جانبه پر دوی انعام شوی چې څلور ډلې دي :
الله سبحانه وتعالی فرمايي :
وَمَن يُطِعِ اللّهَ وَالرَّسُولَ فَأُوْلَـئِكَ مَعَ الَّذِينَ أَنْعَمَ اللّهُ عَلَيْهِم مِّنَ النَّبِيِّينَ وَالصِّدِّيقِينَ وَالشُّهَدَاء وَالصَّالِحِينَ وَحَسُنَ أُولَـئِكَ رَفِيقًا (النسآء ۶۹ ) .
۱- انبياء ۲- رښتيا ويونکي ۳- شهيدان ۴- صالحين .
مګر هغه چا چې دنيا ته پر آخرت ترجيح ورکړې ده د دنيا د محبت علايم او نښې يې په وجود کې ښکاره دي او هغه کس د دنيا د سيم زر په د جمع کولو څخه خوند او لذت اخلي او دې کس خپله د خپل ځان د هلاکت د پاره لاره هواره کړي ده او الله تعالی هغه د خپلو منعمانو د ډلې محروموي .
مګر د لنډو آرزوګانو او هيلو نښی په دوو څيزونو کې دي ۱- د خير اعمالو طرف ته بيړه او تيزې کول  ۲- ژر تيريدونکی ژوند غنيمت ګڼل ، ځکه د انسان عمر د الله تعالی د جانبه ټاکل شوی دی چې نه کميږي او نه زياتيږي او د هغه جل جلاله په اختيار کې دی او کوم وخت چې له لاسه ووت هغه بيا هيڅکله نه راګرځي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم مونږ ته په اوو شيانو کې د بيړی کولو حکم کړی دی :
«بادِرُوا بِالأَعْمَالِ سَبْعاً، هَلْ تَنْتَظِرُونَ إلاَّ فَقراً مُنسياً، أَوْ غِنىً مُطغِياً، أَوْ مَرَضاً مُفسِداً، أَوْ هَرَماً مُفْنداً، أَوْ مَوتاً مُجْهزاً، أَوْ الدَّجَّالَ فَشَرُّ غَائِبٍ يُنْتَظَرُ، أَوْ السَّاعَةَ فالسَّاعَةُ أدهَى وَأَمَرُّ»
« مخکې له اوو شيانو د صالحو اعمالو په انجام کې بيړه وکړﺉ : ايا تاسې انتظار کوي تر څو فقر تاسې په هيره کې واچوي ،يا مال او ثروت چې تاسې سرکښ کړي ، يا ناروغي او مرض چې ستا بدن خراب او فاسد کړي ، يا بوډاتوب چې تاسې ټبل کړي ، يا مرګ چې تاسې ته په بيړه حاضر شي يا دجال چې بدترين پټ او غايب دی چې انتظار يې کيږي ،يا قيامت حقاً قيامت ، چې لوي امتحان او ډير تريخ دی »
حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه روايت کوي چې يوه ورځ رسول الله صلی الله عليه وسلم زما اوږې ونيولې او ويې فرمايل : کن فی الدنيا کانک غريب ، او عابر سبيل – په په دنيا کې داسې ژوند کوه لکه يو بيګانه يا مسافر
ځکه مسافر چې کوم ځای ته سفر کوي خپل د حاجت شی اخلي او ځي. تاسې هم په دنيا کې د هغه په شان ژوند وکړﺉ . دغه دنيا ته راغلی يو تر څو نيک عمل وکړو او د آخرت د پاره څه برابر کړو او کوچ وکړو .
عبدالله بن عمر رضی الله عنه فرمايي : اذا أمسيت فلا تنظرو الصباح ،و اذا أصبحت فلا تنظر المساء ، وخذ من صحتک لمرضک ومن حياتک لموتک
« ای انسانانو ! کله مو چې شپه کړه د سبا انتظار مه کوﺉ او که سبا ته ورسدﺉ نو د بيګا انتظار مه کوﺉ د روغتيا وخت غنيمت وګڼې مخکې له ناروغۍ او مرض او ‍ژوند غنيمت وګڼې مخکې له مرګ څخه »

۳- په  ګناه کې اخته کيدل او د هغه څخه لذت او خوند اخيستل :

کله چې انسان په ګناه کې اخته شي او هغه په بار بار تر سره کړي او د الله تعالی دربار ته رجوع نه کوي . شيطان د هغه په فکر غلبه مومي او هغه د اصلي هدف څخه چې د الله تعالی رضا ده او جنت ته رسيدل دي منحرف کوي حتې د ژوند په آخرو لحظو کې يې هم يوازې نه پريږدي او په يوه شکل په هغه باندې تسلط پيدا کوي چې د ځانکندن په وخت کې د هغه خپل او خپلوان د کلمې شهادت تلقين ورکوي نو په دغه وخت کې په هغه باندې د ګناه او معصيت فکرونه غلبه مومي او ددې توان نه لري چې کلمه ووايي او بلاخره بغير له کلمی څخه خپل ساه ورکوي په دې باره کې د څو قيصو بيان بې ګټې نه بولم :
۱- يو کس په بازار کې دلال وو خريد او فروش به يې کولو کله چې د مرګ په بستره کې پرېوتلو ، زامنو يې د شهادتينو تلکين ورکولو خو هغه به په ځواب کې ويل ( ۵، ۴ روپۍ – ۵، ۴ روپۍ ) او اصلاً د کلمې په ويلو قادر نشو او بغير له کلمې وفات شو .
۲- د يو بل شخص ځانکندن وو هغه ته حاضرينو د کلمې تلقين ورکولو مګر هغه په ځواب کې ويل :
يا رب قائله يوما وقد تعبت / کيف الطريق الی حمام منجاب
په همدې ډول نورې ډيرې قصي تيرې شوی دي الله تعالی زمونږ خاتمه په ايمان کړي .
الله تعالی دې زمونږ او تاسې او د ټولو مسلمانانو کلمه شهادتين په نصيب کړي څه معلومه ده چې مرګ په داسې حال کې حاضر شي چې انسان په ګناه اخته وي او الله تعالی ور باندې په عضب شي او روح يې په همغه وخت کې په الهي غضب ککړ شي .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من مات علی شیءٍ بعثه الله عليه
الله تعالی خپل بندګان په همغه حال کې پورته کوي په کوم حال کې چې قبض روح شوی وي .

ځان وژنه :

کله چې په انسان باندې د الله تعالی د جانبه تکليف ،مرض او مصيبت راشي نو هغه بايد ورباندې صبر وکړي او اجر له الله تعالی څخه وغواړي ځکه چې په مصيبت باندې صبر کول زيات اجر لري .

الله تعالی ددې د پاره پخپل بنده باندې مصيبتونه او سختۍ نه نازلوي تر څو هغه نابود کړي او له يښو يې وغورځوي بلکي ددې د پاره مصيبتونه ورباندې نازلوي تر څو دهغه بندګي وآزمايي .
ځکه لکه څنګه چې الله تعالی ته عبادت کول دنعمت او آرامۍ په وخت کې لازم دي همداسې د سختۍ او ناخوښۍ په وخت کې هم لازم دی .

مګر که د هغه په مقابل کې بې صبرې وکړي او د ژوند کولو څخه په تنګ شي او نجات آخري لاره ځان وژل وګڼي ، بې شکه په ابدي غم او عذاب يې ځان اخته کړ او د الهی غضب د پاره پخپله زمينه برابره کړه او خپل ځان يې په ناحقه له مينځه يوړ .
حضرت ابې هريرة رضی الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم نه روايت کوي چې فرمايي :الذي يخنق نفسه يخنقها فی النار ، والذی يطعنها يطعنها فی النار.
هر انسان چې خپله ځان زندۍ کړي هغه خپل ځان په دوزخ کې زندۍ کړ ، او هر څوک چې خپل ځان په نيزه ووهي ، په دوزخ کې به هم په نيزه ووهل شي .

ليکنه : عبدالله بن عبدالمحسن الترکي
ژباړه : آن لاين اسلامې لارښود

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب