ايا اوسني انجيلونه صحيح دي؟

دا يوه څرګنده مسئله ده چي هغه انجيل چي الله جل جلاله  پرعيسى علیه السلام  باندي نازل کړى دئ داوس انجيلونوسره زيات توپير لري لکه چي قرآنکريم کي په څرګند ډول بيانوي چي نصاراوو په انجيل کي تحريف يعني لاس وهنه کړې ده . همدا ډول ددغه انجيلونو په منځ کي په څرګند ډول اختلافونه ليدل کيږي.
شيخ نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي ليکي:
کوم انجيل چي قرآنکريم يې يادونه کړې ده کېداى سي چي اوس پيدا سي خو هغه انجيل چي پر عيسى علیه السلام  باندي نازل سوى کټ مټ په هغه بڼه يې پيدا کېدل ممکن نه دي يوازي هغه واقعاتي چي دده شاګردانو او اصحابو ياد کړي دي تاليف سوي او ليکل سوي دي خو دتحريف او تغير څخه سالمي او پاکي نه دي.
عيسى علیه السلام  خپل قوم ته يوکتاب دانجيل په نوم باندي راوړى دوخت په تېرېدو سره دده قوم انجيل پرېښودئ دانجيل دضائع کېدو او له منځه تلو يو لامل دغه هم وو.ځيني لاملونه يې نور هم وه دساري په ډول دعيسى علیه السلام  شاګردانو او ياتردوى وروسته نورو خلګو نور کتابونه تاليف کړه خلګو په هغه سره عمل کاوه په دغه زمانه کي زيات شمېر انجيلونه منځته راغلل آن تردې چي دانجيلو شمېر تر سلو زيات سو کنيسة هغه انجيلونه چي ددوى دعقيدې سره مخالف وه رد يې کړه يوازي څلور انجيلونه يې وټاکل او وې ويل چي دغه انجيلونه دتاييد وړ دي. البته دغه څلور انجيلونه چي دوى تائيد کړي دي سند يې درست نه دئ بلکي منقطع دئ ، کوم کسانو چي ددغه انجيلونو تاليف کړى دئ دهغوى امانتداري معلومه نه ده او نه يې ريشتينولي معلومه ده بلکي نامعلوم او ناڅرګند کسان دي همدا وجه ده چي ددغو څلورو انجيلونو ترمنځ په لوړه کچه اختلاف موجود دئ.
کوم انجيلونه چي اوس موجود دي دا تاريخي کتابونه دي چي مريم رضی الله عنها او ددې دزوى عيسى علیه السلام  په اړه ليکل سوي دي بلکي ددوى ژوند يې دپيل څخه تر پاى پوري ليکلى دئ هغه عقيدې چي دوى دژوند په اوږدو کي لرلي دهغوى په اړه تصنيف سوي دي همدا ډول په دغه انجيلو کي ديوحنا المعدان يعني يحيى علیه السلام  ځيني قصې هم او نور پيښليکونه هم ذکر سوي دي.
ددغه انجيلو څخه يو هم دعيسى علیه السلام  په ژوند کي نه دى ليکل سوى بلکي دعيسى علیه السلام  واسمان ته ترپورته کېدو وروسته ليکل سوي دي.
1. متي انجيل : دغه انجيل دقدامت له پلوه تر ټولو انجيلونو وړاندي دئ کله چي عيسى علیه السلام  اسمان ته پورته سو څلور کاله وروسته دغه انجيل په عبري ژبه تاليف سوى دئ . کوم انجيل چي اوس دمتي په نوم ياديږي دا هم دهغه انجيل څخه ژباړل سوى دئ کوم چي دعيسى علیه السلام  تر پورته کېدو څلور کاله وروسته تاليف سوى دئ البته دا نه ده معلومه چي دغه ژباړونکى څوک دئ ؟ ايا دا دغه ژباړه دخپل اصل سره برابره ده که يا؟ په اصل کي يې لاس وهل سوى دئ که يا؟ که لاس په کښي وهل سوى وي په کومه کچه به وي ؟ دا هغه پوښتني دي چي دجوابو څخه يې انسان عاجزه پاته کيږي خو يوشى ډېر څرګند دئ هغه داچي هيڅ انجيل پر خپله اصلي بڼه پاته نه دئ بلکي په غټه کچه لاسوهني پکښي سوي دي.
2. مرقس انجيل : دغه انجيل دعيسى علیه السلام  تر پورته کېدو ٣٣ کاله وروسته په يوناني ژبه تاليف سوى دئ ، او ددې انجيل دتاليف په تاريخ کي دنصاراوو اختلاف دئ ځيني په دې آند دي چي ددې انجيل مؤلف بطرس دئ چي دحوارينو رئيس وو . ځيني بيا په دې آند دي چي دا انجيل مرقس هغه وخت وليکئ چي بطرس او بولس مړه سوه. ارشادالطالبين ليکي : مرقس انجيل دبطرس په تدبير په ٦١ کال کي وليکل سو ددې لپاره چي هغه کسان ګټه ځني واخلي چي نصرانيان سوي دي . په دې انجيل کي دعيسى علیه السلام  دخدايۍ څخه انکار راغلى دئ يعني ددغه انجيل په آند عيسى علیه السلام  خداى نه دئ.
3. لوقا انجيل : دټولو مؤرخينو پردې خبره باندي اتفاق دئ چي دغه انجيل دعيسى علیه السلام  تر پورته کېدو شل کاله وروسته ليکل سوى دئ . همدا ډول ټول مؤرخين په يوه خوله وايي چي دغه انجيل نه دعيسى علیه السلام  ملګري او نه شاګرد ليکلى دئ بلکي دا يوداسي کس ليکلى دئ چي يهودي وو چي دبولس شاګرد وو او دنصاراوو سره يې سخت تعصب درلودئ ، نصاراوو ته يې ډول ، ډول تکليفونه او ضررونه رسولي وه ، دوخت په تېرېدو سره ورته معلومه سوه چي نصاراوو ته په دغه ډول تکليفونه رسول کومه ګټه نه لري نو ځکه يې اراده وکړه چي دوى ته دفرېب او چل دلاري تاوانونه ورورسوي ، په دې لاره کي لومړى ځان په داسي بڼه څرګند کړ، چي زه دعيسى علیه السلام  په دين يم بهانه يې دا وکړه چي زه دفس په ناروغۍ اخته وم عيسى علیه السلام  زه مسه کړم ناروغي مي جوړه سوه او زه يې ددې څخه منعه کړم چي نصاراوو ته به تاوان نه رسوې اوعيسى علیه السلام  ماته زېرى راکړئ چي زه به يو انجيل ليکم او تاسو ته به يې راوړم . دده دغه خبري په کنيسة کي خورا اغېزمني تمامي سوې . دغه کس دشراب څيښل او مرداري خوړل جائز وګڼل ، لوقا په خپل انجيل کي خورا زياتي مسائلي درج کړې چي په متي او مرقس انجيل کي نسته او ويونکي يې ددغه مسائلو په وړاندي په زيات شک او ترديد کي واچول.
 لوقا په خپل انجيل کي زيات علمي بحثونه تر شک او ترديد لاندي راوستلي دي او خپل استاذ بولس يې دنصرايت دعقيدې په تحريف سره تورن کړى دئ . دده ددغو کړنو څخه په ښکاره څرګنديږي چي دغه انجيل نه املاءً او نه کتابتاً دعيسى علیه السلام  سره اړه لري.
4. يوحنا انجيل : دغه انجيل دعيسى علیه السلام  واسمان ته تر پورته کېدو ٣٢ کاله وروسته ليکل سوى دئ . کنيسة فکر کوي چي دغه انجيل يوحنا بن زيد ليکلى دئ چي دعيسى علیه السلام  دشاګردانو څخه وو، مګر جمهور نصارا په دې آند دي چي دغه انجيل وعيسى علیه السلام  ته منسوب نه دئ بلکي په دوهمه ميلادي پېړۍ کي په اسکندريه مدرسه کي ليکل سوى دئ. دبرطانيې په دائرة المعارف کي چي په ليکلو کي يې پنځوسوو نصاراني علماوو کار کړى دئ داسي ليکل سوي دي: يوحنا انجيل هيڅکله اصلي کتاب نه دئ بلکي دغه کتاب جعلي جوړ سوى دئ چي ليکوال يې دمتي او يوحنا سره رقابت لرلى دئ او بيايې په خپل دغه جعلي کتاب کي ليکلي دي چي ما دعيسى علیه السلام  سره صحبت کړى دئ او زه دحواريونو څخه يم خو په حقيقت داسي نه ده.
په دغه کتاب کي فقط څو داسي جملې سته چي دعيسى علیه السلام  پر الوهيت باندي دلالت کوي.عجيبه خبره داده چي نصارا سره ددې چي پر دې باور دي چي دغه کتاب جعلي دئ او دهغه شريعت سره په ټکر کي دئ کوم چي الله جل جلاله  پر عيسى علیه السلام  باندي نازل کړى دئ بيا هم په دغه انجيل عمل کوي او باور پر لري.
شيخ نجار په خپل کتاب قصص الانبياء کي ليکي: کوم تناقضات ، اختلافات او اضطرابات چي په نني انجيلونو کي سته که يې څوک مطالعه کړي دې نتيجې ته يې رسوي چي بايد پر هغه شيانو بيخي باور نه ولري کوم چي په دغه انجيلونو کي ذکر سوي دي. که څوک په دې اړه تفصيل واره معلومات غواړي نو دنورو زياتو اودقيقو معلوماتو لپاره دي هم دغه کتاب ته مراجعه وکړي.
په پاي کي موږ دې نتيجې ته رسيږو چي کوم انجيلونه چي اوس سته ټول تحريف سوي دي لاسوهنه پکښي سوې ده او دهغه انجيل سره مخالف دي کوم چي الله جل جلاله  پر عيسى علیه السلام  باندي نازل کړى دئ. بله خبره داموږ ته څرګنديږي چي دغه انجيلونه صحيح سند نه لري بلکي دټولو سند پرې دئ ، په متن کي يې شک او اضطراب سته ، کوم مسائل چي پکښي دي داطمينان او باور وړ نه دي کوم احکام او اخبار چي پکښي دي پر هغوى باندي اعتماد کفايت نه کوي.

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب