د خپلې عقیدې پر لوړتیا ډاډ او ویاړ

د ستر څښتن تعالی پاکې او لوړې لورینې دي چې د بشري طبیعت پر شرف او ښکلا یې نازولي یو، له هغې لا زیاته لوریینه دا ده چې مسلمانان او د دعوت د سترې قافلې لارویان یې ګرځولي یو. د هغې قافلې چې د بشریت بهترینې بیلګې(پېغمبران علیهم السلام) یې سر لاري، اصحاب کرام (رضی الله عنهم) او تابعین یې پیروان او ټول ریښتینې مؤمنان او نیکان یې لاروان او ملګري وو.

د همدغه عقيدې او د (لا اله الا الله محمدالرسول الله) کلمې تر سیوري لاندې ژوند تېرول د بشري طبعیت غوښتنه او اصلي چارې دي، الله تعالی ج پخپله د دغه سپېڅلې عقیدې لوړتیا په الهي کلماتو سره داسې بیان کړې ده. أَلَمْ تَرَ كَيْفَ ضَرَبَ اللَّهُ مَثَلًا كَلِمَةً طَيِّبَةً كَشَجَرَةٍ طَيِّبَةٍ أَصْلُهَا ثَابِتٌ وَفَرْعُهَا فِى السَّمَآء*ِ [سُوۡرَةُ إبراهیم : 24-] ژباړه: أيا ته نه ګورې چې الله تعالی جل جلاله د توحيد د سپېڅلې كلمې مثال څه ډول ښودلى دى؟- د هغې مثال داسې دى لكه يوه ښه پاک ذات لرونكې ونه، چې د هغې جرړي په ځمکه کې ښخې(محکمې کلکې) شويدي او څانګې یې تر اسمانه رسېدلې دي. یعنې له ځمکې څخه تر اسمانه پورې د کائیناتو د ټول نظام بنسټ په هغې حقیقت باندې دی، د کوم اقرار چې یو مؤمن پخپله کلمه طیېبه کې کوي.

بیا یې په څومره حکیمانه انداز سره د توحید د سپېڅلې کلمې ځانګړنې بیان کړي دي، مؤمن او مؤمنه یې په دې پوهه کړي دي چې د دوئ عقیده یعنې لکه څرنګه چې څښتن تعالی یې بیانوي: تُؤْتِىٓ أُكُلَهَا كُلَّ حِينٍۭ بِإِذْنِ رَبِّهَا ۗ وَيَضْرِبُ اللَّهُ الْأَمْثَالَ لِلنَّاسِ ل لَعَلَّهُمْ يَتَذَكَّرُونَ [سُوۡرَةُ إبراهیم : 25] ژباړه: هغه(د توحید پاکه عقیده او کلمه) په هر وخت کې د خپل رب په حكم سره خپلې مېوې راوړي. دا مثالونه الله ددې لپاره خلكو ته بيانوي چې هغوئ ورڅخه درس/نصیحت واخلي. یعنې داسې له معنوي ثمر ډکه کلمه ده چې هر وخت میوه ورکوي: په فکر کې ژوروالی، په طبیعت کې سلامتیا، په کړنو او سلوکو کې بهتري او پیاوړتیا، په بدن، اخلاقو او روح کې سپېڅلتیا، په خبرو او کارونو کې صداقت، په عهد او مسئولیت کې وفا، په معاملاتو او ټولنه کې لوړ تمدن، انصاف او همدردي، په سیاست کې دیانت او په جنګ کې شرافت پیدا کوي. ورسره یې د د توحید خلاف عقیدې حالت او حقیقت هم په داسې بیلګې سره ښکاره کړی دی، ترڅو د مؤمن او مؤمنې شرف او عزت لا زیات څرګند او پخپله نېکمرغۍ یې ډاډ لا زیات ژوند یې خوښ او ویاړ یې په برخه شي. الله جل جلاله پدې هکله فرمایی: وَمَثَلُ كَلِمَةٍ خَبِيثَةٍ كَشَجَرَةٍ خَبِيثَةٍ اجْتُثَّتْ مِن فَوْقِ الْأَرْضِ مَا لَهَا مِن قَرَارٍ [سُوۡرَةُ إبراهیم : 26]

ژباړه: او د كفر د خبیثې كلمې مثال د يوې بد ذاتې ونې په څېر دى چې د ځمکې له مخ څخه رايستل شوې، غورځول کیږي، د هغې لپاره هیڅ محكموالى نشته. یعنې: د (کفر، شرک، دهریت، بت پرستۍ) باطلې عقیدې ونه د فطرت د قانون سره په یو ځای کې هم سمون نه لري او که قایمه هم وي ترخې مېوې نیسي(بشر ته بدي، بدمرغي، زیان، مصیبتونه، انحراف، … راوړي)، د حالاتو د بدلیدو سره د مصیبتونو یوه جټکه دا ونه له جرړې راباسي او بهر ته یې غورزوي.

لیکنه: فضیله مروت

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب