روژه څه ته وايي؟

د روژې پېژند یا تعریف:

روژه چې په عربي ژبه ورته صوم وايي په لغت كې، د ځان ساتلو په مانا ده او د شرعې په اصطلاح كې، د سهار له رادبره كېدو څخه بيا د لمر تر لوېدو پورې د روژې په نيت سره، د روژې له ټولو ماتوونكو شيانو څخه ډډه كول دي.

د اسلام له مهمو ركنونو څخه يو هم روژه ده، چې په كال كې يوه مياشت په هر هغه مسلمان باندې فرض ده چې د نيولو شرايط يې پوره كړي. لوى خداى ( ج ) په قرآن كريم كې فرمايي، ژباړه: ((اې هغو كسانو چې تاسې ايمان راوړى دى ( اې مومنانو!) فرض كړل شوې ده په تاسې باندې روژه لكه، چې فرض كړى شوې وه، په هغو كسانو چې پخوا له تاسې څخه وو( لكه پخواني امتونه او پيغمبران تر آدمه پورې.)). د بقرې سورت ۱۸۳ آيت.

او همدارنګه يې د سپيڅلي كتاب قرآن عظيم الشان په بل ځاى كې ويلي، ژباړه: (( د روژې مياشت هغه مياشت ده، چې نازل كړل شوى دى، په دې كې قرآن، چې هدايت دى، لپاره د خلكو او دليلونه دي ښكاره ( له جنسه د هغو شيانو ) چې هغه لاره ښيي او بېلوونكي د حق او باطل دى. نو هر څوك چې ومومي له تاسې (اې مكلفينو) دا مياشت نو ضرور ده، چې روژه ونيسي د هغې ( مياشتې ) )). – د بقرې سورۀ ۱۸۵ آيت

د خداى رسول ( ص) د روژې په باره كې فرمايي: «بني الاسلام علي خمس، شهاده ان لا اله الا الله و ان محمدا رسول الله، و اقام الصلوه، و ايتاء الزكاه و حج البيت، و صوم رمضان– د اسلام بنسټونه پنځه څيزونه دي؛ شاهدي وركول پر دې چې له الله پرته، بل خداى نشته، او دا چې محمد د خداى رسول دى، د لمانځه ادا كول، د زكات وركول، د بيت الله شريفې حج او د رمضان روژه»(له بخاري او مسلم څخه روايت شوى)

اسلامي امت پر دې اجماع لري، چې روژه په هر مكلف مسلمان فرض عين ده او په فرضيت يې د مسلمانانو هېڅ يو مذهب او ډله شك او ترديد نه لري او ټول يې په يو آواز فرض بولي.

 

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب