د اسلامي نظام اخلاقي ځانګړنې
اسلامي نظام د ژوند په هره برخه ګېره اچولي ده، د كائناتو تصور د خير او شر اندازه، قوت نافذه او قوت محركه كه دا ټول سره يوځاى كړ نو، فلسفه او اخلاق به د يوه عملي نظام شكل غوره كړي او اسلام موږ ته دا سبق راكوي، چې د انساني ژوند او مرګ ټول مقصد د اعمالو او اخلاقو ازموينه ده ( الذي خلق الموت و الحياة ليبلوكم ايكم احسن عملا) ژباړه: الله مرګ او ژوند ددې لپاره پيدا كړل، چې معلومه كړي چې د اعمالو او اخلاقو په اعتبار څوك بهتر دى؟.
عرض دا چې ښه اخلاق د ژوند هدف دى، كه چيري دا حاصل نه شي نو تمام ژوند بې ګتې دى په اسلامي نظام كې د اخلاقو بل خصوصيت دا دى، چې يواځې عقل د خير او شر معيار نه ګڼي، كه چيري هر انساني ټولګى د خپل ځان لپاره اخلاقي ظابطې وضع كړي نو ټولنه به د انتشار سره مخامخ شي له دې كبله اسلام هر انفرادي او اجتماعي ميدان ته جامع او مفصل حيات وړاندې كړى دى، چې د هغې اساس او بنياد د قرانكريم د نبي پاك اسوة حسنة
( د غوره اخلاقو نمونه) دي، چې د هر امير او غريب لپاره يو شان اجرا كيږي.
– دريمه ځانګړنه يې داده چې د حكومت او پوليسو له زور پرته د اخلاقي ظابطو د عملي كولو، هر انسان نګران او ذمه وار جوړ كړي.
له هر انسان نه به د ژوند د هرې شيبې په باره كې پوښتنه كيږي، كه نيكې يې كړي هم به يې وويني او كه بدي يې كړي وي هم به يې وويني (فمن يعمل مثقال ذرة خيرا يره و من يعمل مثقال ذرة شرا يره).
– څلورمه ځانګړنه: په اسلامي نظام كې له الله (ج) څخه وېره، په اخرت عقيده، په سوال او ځواب ايمان، ډير قوي ذرايع او قوي وسيلې دي، د قوت نافذه او محركه حيثيت يې غوره كړى دى. له خداى ويره داسي زبردست قوت دى، چې ډير ګناهونه د عملي شكل اختيارولو نه وړاندې ختم كيږي په اوسني عصر كې د اخلاقي جرمونو د بندولو لپاره په ميلياردونو روپى لګيږي، ددې په عوض چې جرايم كم شي مجرم افراد ورځ تر بلې زياتيږي، خو ددې په مقابل كې اسلام بې غير د زور او تشدد انسانى ضمير بيداروي او په خپله د جرمونو ګراف راټيټيږي، په اصطلاح په متمدنه نړۍ كې څومره ادارې د ښه نظم سره سره په خپل كار كې پاتې راځي، نتيجه يې ستاسې په وړاندې ده، خو د دې ترڅنګ اسلام د ايماني قوت په ذريعه په شرابو كې ډوبه عربي ټولنه بلې خوا ته بوتله، پيالې او خمونه يې مات كړل او بيا چا شرابو ته په شا هم ونه كتل، د يادونې وړ ده چې د چارچ كنګرس په يوه لويه غونډه كې مشر پادري اسحاق اعتراف وكړ، چې د شراب خوړنې په بندولو كې يواځنى ټولنه اسلامي ټولنه ده، د اسلامي اخلاقو په تعليماتو كې حقوق، فرايض، فضايل او د ژوند اداب شامل دي، اسلام هر وګړي او طبقې ته حقوق او فرايض څرګند كړي دي، د مور پلار حقوق، داولاد حقوق ، د ميړه او ښځې حقوق، د حاكم او محكوم حقوق، دګاونډي حقوق دغه حقوق داسي برابر شوي چې په ترسره كولو سره يې هر چاته خپل حق رسيږي، همدا راز اسلام د داسي غوره اخلاقي فضائلو حكم كړى دى، چې د انسان لپاره د عزت، منزلت، اجر او ثواب ذريعه وي، مثلاً اخلاص، رښتينوالي، د ويلو او كولو برابروالى ، حيا، سخاوت او داسي نور او له داسي كارو چې انسانيت مسخ كوي لكه دروغ، خيانت وعده خلافي، غلا، رشوت، تكبر په كلكه منع كوي. د ادابو په سلسله كې ناسته پاسته، خبرې كول، خوراك څښاك هم راځي او اسلام داسي مفصل بيان كړي دي، چې ژوند مهربانه، ښايسته او اسانوي. دا اخلاق او اداب به موږ په قران مجيد او سيرت طيبه كې مطالعه كوو.