بې وسه غلام او د الله رسول (صلوات الله علیه)

ابوالزین ”حکیم الله صابر“ الحنفي.

یو ځل زموږ محبوب حضرت محمد المصطفیٰ صلی الله علیه وآله وسلم یو غلام ولید چې غنمو اوړه کولو لپاره یې مېچنه ګرځوله او ژړل یې، د دې کار په لیدلو سره پیغمبر اسلام صلی الله علیه وآله وسلم ډیر ناکراره شو او له غلام نه یې پوښتنه وکړه چې ولې ژاړې؟!

غلام ویل : “زه ناروغه یم او دانې نه شم  اوړه کولای، ځما څښتن ډیر ظالم دی او که زه خپل کار سرته ونه رسوم هغه به مې ووهي” د الله تعالیٰ رسول محمد صلی الله علیه وآله وسلم چې دا واورېدل، ور وړاندې شو پاتي دانې یې پخپله اوړه کړلې او غلام ته یې وویل : «کله هم چې دانې اوړه کوې، ما ته غږ کوه، زه به یې ستا لپاره اوړه کوم».

دا زموږ د محبوب محمد المجتبیٰ صلی الله علیه وآله وسلم أخلاق او د غمخوري بیلګه وه.

#بأبيوأميیارسولَالله صلی الله علیه وآله وسلم.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب