د اسلامي دعوت سمه او صحيح طريقه کومه يوه ده؟

آيا د قرآن او حديث له مخې دغه دعوت ورکول د هر سړي خپل کار دي او که ددې دعوت لپاره يو منظم کوښښ ضروري او اړين دي؟ ددې ځواب شايد يو وي او هغه دا چې د اسلامي دعوت لپاره د نظم جوړول حتمي او ضروري دی ځکه چې مسلمانانو ته د نظم د جوړولو حکم شويدي دا ددې لپاره چې ددوى او د نورو خلکو ترمنځ جداوالي او بيلتون راشي او دا هم څرگنده شي چې ددې کسانو څه جلا او بيل حيثيت دي او دوى ولي د هر چا څخه جلا خپل انفراديت ساتي، که چېري ددوى د تنظيم قوت ددې عظيم کار لپاره نه وي نو د څه لپاره به وي؟ او دا هم ممکنه نه ده چې د کفر او شرک لپاره دې خلک منظم وي او جنګيږي دې. او داسلام داعيان دې تيت او پرک او د اتفاق او وحدت حکم او پيغام دې دوى ته نه وي. قرآنکريم صاف او څرگند فرمايلي دي:

څرنګه چې دکفر او شرک منونکي او بلونکي يو ځاى ستاسې مقابله کول غواړي نو تاسې هم د هغوی په مقابل کې يو موټی او منظم شئ، او ورسره وجنګيږئ.

إِنَّ عِدَّةَ الشُّهُورِ عِندَ اللَّهِ اثْنَا عَشَرَ شَهْرًا فِي كِتَابِ اللَّهِ يَوْمَ خَلَقَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضَ مِنْهَا أَرْبَعَةٌ حُرُمٌ ۚ ذَٰلِكَ الدِّينُ الْقَيِّمُ ۚ فَلَا تَظْلِمُوا فِيهِنَّ أَنفُسَكُمْ ۚ وَقَاتِلُوا الْمُشْرِكِينَ كَافَّةً كَمَا يُقَاتِلُونَكُمْ كَافَّةً ۚ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ [التوبة: ٣٦]

تاسې اي مومنانو! د مشرکانو سره په يوموټى وجنګيږئ لکه څنګه چې هغوی له تاسې سره په يوموټې ډول جنګيږي.
د قرآن او حديثو د څخه چې موږ ته کوم مطلب روښانه کېږي هغه دادی چې مسلمانان بايد د اسلامي دعوت لپاره يو موټی او منظم وي.

که چېرې مسلمانان د دعوت کار کوي خو منظم او متحد نه وي نو ددوى دا دعوت هېڅکله هم په هغه طريقه او اصولو چې قرآن او حديثو بيان کړيدي بنا نه دی خو که چېرې دوى منظم اويومټې وي او د اسلام لپاره دعوتي کار نه کوي نو بيا به دوى په نورو دعوتونو کې مصروف وي اودا به بيا هغه تنظيم نه بلل کېږي چې الله جل جلاله او رسول اللهﷺ يې تائيد کړيدي. دا خبره موږته د قرآنکريم په دې آيت کې واضح کېږي.

كُنتُمْ خَيْرَ أُمَّةٍ أُخْرِجَتْ لِلنَّاسِ تَأْمُرُونَ بِالْمَعْرُوفِ وَتَنْهَوْنَ عَنِ الْمُنكَرِ وَتُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ ۗ وَلَوْ آمَنَ أَهْلُ الْكِتَابِ لَكَانَ خَيْرًا لَّهُم ۚ مِّنْهُمُ الْمُؤْمِنُونَ وَأَكْثَرُهُمُ الْفَاسِقُونَ [ آل عمران: ١١٠ ]

تاسې غوره اوبهتر امت ياست چې د خلکو لپاره ويستلي شوي ياست ، خلک نيکو کارونو ته راوبولۍ او له بدو کارونو څخه يي منع کړئ او د الله جل جلاله په ذات ايمان ولرئ.

وَكَذَٰلِكَ جَعَلْنَاكُمْ أُمَّةً وَسَطًا لِّتَكُونُوا شُهَدَاءَ عَلَى النَّاسِ وَيَكُونَ الرَّسُولُ عَلَيْكُمْ شَهِيدًا ۗ وَمَا جَعَلْنَا الْقِبْلَةَ الَّتِي كُنتَ عَلَيْهَا إِلَّا لِنَعْلَمَ مَن يَتَّبِعُ الرَّسُولَ مِمَّن يَنقَلِبُ عَلَىٰ عَقِبَيْهِ ۚ وَإِن كَانَتْ لَكَبِيرَةً إِلَّا عَلَى الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۗ وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُضِيعَ إِيمَانَكُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوفٌ رَّحِيمٌ [البقرة: ١٤٣]

همدارنګه تاسې ما بهترين امت (وسط امت) ګرځولي ياست ددې لپاره چې په خلکو د الله جل جلاله د دين ګواهي ورکړئ او پيغمبرﷺ په تاسې ګواهي ورکړي.

ددې آياتونو څخه معلوميږي چې مسلمانان ټول يو امت دي او داسې امت چې مخکې آيت کې ورته خير امت ويل شوي او په دوهم آيت کې ورته وسط امت ويل شويدي.

د امت اصطلاح دا ښکاره کوي چې مسلمانان ټول په يوه کړۍ اودايره کې رابند دي او ددوى ژوند منظم ټولنيز ژوند دی ځکه چې امت تيت او پرک او ګډوډ وډو خلکو ته نه ويل کېږي بلکه د امت اصطلاح داسې ډلې ته ويل کېږي چې د يو معلوم مقصد په خاطر په يوه مرکزيت کې راټول وي.

د قرآنکريم په وينا چې دا غوره او معتدل امت د کوم مقصد لپاره الله جل جلاله پيدا کړيدی هغه مقصد دادی چې تل ددې امت افراد خلکو ته د معروفو ( نيکو) دعوت ورکوي او د ناروا(منکراتو) څخه به يې منع کوي، په دې خلکو به د الله جل جلاله د دين ګواهي ورکوي چې دا ګواهي مونږه په ساده ټکوکې د اسلام په دعوت تعبيرؤ:

د اسلامي دعوت لپاره د يوه امت پيدا کول ددې دليل دی چې دا کار تنظيم ته ضرورت اواړتيالري،يو تنظيم هغه وخت د يو مقصد لپاره جوړيږي کله چې ددغه مقصد د پوره کېدلو لپاره تنظيم ضروري او اړين وبلل شي، کله چې يو کار په انفرادي او يوازې توګه سرته رسيدلی شي د هغه لپاره د تنظيم هېخ ضرورت نشته، دې نه وروسته که يو سړي د اسلامي دعوت لپاره د تنظيم جوړيدلو مخالفت کوي دابايدثابته کړي چې ددې کار لپاره څرنگه دا امت جوړ او منتخب شويدی اوولى په انفرادي او يوازې توګه خلکو ته د دعوت حکم نه دی شوی.

اوس وګورئ چې حضرت محمدﷺ د اسلام د دعوت کار څرنګه سرته رسولی او ددې کار لپاره يې کومه لاره او پاليسي غوره کړې وه. ددې دعوت لپاره يواځې هغه طريقه صحيح اوسمه ده کومه چې محمدﷺ غوره کړې وه.

د تاريخ له لوستلو څخه چې مونږ او تاسې ته کومه لاره را معلوميږي هغه داده چې يولوري ته محمدﷺ خلکو ته د اسلام دعوت وړاندې کاوه بل لوري ته چې کومو کسانو دا دعوت قبلولو له هغوی څخه يې يو متحد، متفق او يو موټي امت جوړاوه، څومره چې به دا دعوت خپريده په هغه اندازه به د امت د پراخه کېدو دايره هم لويدله.

لومړې ددې دعوت پوسيله د ګوتو په شمار کسان په امت کې داخل شول خو چې کله پيغمبرﷺ وفات کېده نو په لکونو خلک ددې امت غړي جوړشوي وو.

دا امت په قومي،نسلي،علاقايي او ژبني بنسټونو باندې نه دي جوړ شوی بلکه دا امت په دې ډول جوړ شويدی چې کوم کسان د حق دعوت قبول کړي هغه بيا ددې امت افراداوغړي وګرځي. که هغه غلام وي او که آزاد،قريش وي او که غير قريش،عجمي وي او که عربي، ايراني وي او که حبشي.

نن سبا چې کومې ډلې يا سازمانونه په کومو اصولو او طريقو جوړ شويدي اسلامي امت په هغه طريقه باندې نه دي جوړ شوی، ځيني کسان داسې فکر کوي چې دې امت ته جماعت يا امت ويل صحيح خبره نه ده،خو ددوى له خبرې څخه دا څرګنديږي چې دا کسان اصلاً د تنظيم له حقيقت څخه خبر نه دي .

په دې کې هېخ شک نشته چې محمدﷺ کوم امت جوړ کړی په هغې کې د افرادو د شامليدو لپاره کوم فيس نه دي ټاکل شوی ،نه ددې امت د عضوي اوغړي په حيث کومه فورمه ډکول کېږي اونه کوم خاص لباس ددې امت د افرادو لپاره شته. پدې ډول په عادي خبرو باندې سړی نه شي ويلی چې دا امت يو غير منظم او تيت پرک تنظيم دی او ددې خبرو د تنظيم له حقيقت سره تړاو نشته بلکې ددې څخه پرته هم يو ښه تنظيم جوړيدلی شي.
افراد او کسان په دوه طريقو سره تنظميږي:
١-هدف (موخه) ٢-قيادت
خلک د هدف په چاپيريال راټوليږي او د قيادت په حکم د هدف په لوري کار کوي.

که چېرې هدف معلوم نه وي نو د مختلفو کسانو ترمنځ کومه ګډه او مشترکه وجه نشته چې تنظيم ورڅخه جوړ شي، او که قيادت نه وي نو بيا په تنظيم کې خوځښت او حرکت نه وي بلکه سکون به وي چې د هيڅ ډول انقلاب او بدلون راوستلوتوان اواستعداد به نه لري، د محمدﷺ امت د اسلامي دعوت لپاره جوړ شويدی، پخپله محمدﷺ ددې امت قيادت او رهنمائي کړی او هغه څوک به په دې امت کې شامليدل چې د زړه له اخلاصه به يې په دې اعتراف کاوه چې محمدﷺ د الله جل جلاله رسول دي او په ټولو کارونو کې د همده اتباع لازمه ده، په همدي خاطر داسې امت جوړاو تيارشو چې د امت ټول افراد د محمدﷺ په قيادت کې را ټول شول او د هغه په هره فيصله او خبره به يې عمل کاوه، ددې خلکو د اسلام سره زيات محبت اومينه وه، د اسلام د تبليغ سره يي ښـه شوق درلود او ددې دين د غالبولو،برلاسئ او خپريدلو ورسره ژور احساس ؤ.دسرښندنې،ايثاراو قرباني ورسره پوره جذبه وه، د نظم ،دسپلين، سمع او اطاعت ورسره قوي فکر ؤ، بلکه ټول هغه صفات او خصوصيات د امت په افرادو کې موجود ؤ کوم صفتونه او خصوصيات چې د امت يا تنظيم د افرادو لپاره پکار اواړين وى او ددغو صفتونو په خاطر اسلامي امت د يوه جسداوبدن په حيث وپيژندل شواوپه دوى کې يې هغه زيات يوالى او اتحاد ټينګ کړ چې د دنيا په تنظيمونو کې ليدل کېږي.

ددې امت هر فرد هغه کار سرته رسولو چې امت به غوښته او امت به هم هغه کار سرته رساوه چې فرد به غوښته،هېخ يو تاريخ پوه هم له دې حقيقت څخه انکار نشي کولاى چې محمدى امت د اسلامي دعوت د کاميابيدلولپاره خپل ټول توان او ځواک په کارواچولواوخپل غوره مال يي پدى لاره کې خرڅ کړ.او ددې امت هر فرد په پوره ډول د دعوت په کار کې مصروف ؤ،او په هر چاکې چې ددې دعوت د کومې غوښتنې د پوره کولو صلاحيت او استعداد ؤ نو سمدستي به يې هغه غوښتنه او مطالبه پوره کوله.

يو ځل مال ته اړتيا پېښه شوه، پيغمبرﷺ د مال غوښتنه وکړه يوصحابي سمدستي نيمايي مال راوړ او يو تن د خپل کور ټول مال او سامان د پيغمبرﷺ په وړاندى حاضرکړ.

يوځلې يوه يو تن د ټولو مجاهدينو د لښکرلپاره د جنګ سامان وړاندى کړ د امت دافرادو سره چې څه مال او دولت په اختيار کې ؤ هغه به يي د الله جل جلاله د رضا لپاره د خپل اسلامي قايد(محمد مصطفيﷺ) په حکم مصرفولو.

او څوک چې غريب او بى وزلي وه هغوې به ددې غم او فکر په خاطرژړل چې دوى د الله جل جلاله په لاره کې د مصرف لپاره مالي توان نلري. او ددې قايد او مشر په آواز او حکم باندې د امت مسلمانانو د فصلونو،خوږو اولادونو ، بيبيانو او کاروبارونو هېخ پروا نه کوله او د جنګ ميدان ته به داسې ورتلل لکه چې ددغو شيانو سره هېڅ اړيکې نلري.ددې امت هر فرد د دعوت سره دومره زيات محبت درلود چې هرچا به دا دعوت قبلولو او محبت يې ورسره کولو هغه به دده دوست ؤ او چې چا به دا دعوت نه منلو هغه به دده دښمن ؤ، که نږدې خپلوانو به ددې دعوت مخالفت کاوه نو د امت هر فرد به ددغو خپلوانوپه خلاف په صف کې ولاړ او جنګ به يې ورسره کاوه.

او که شخصي دښمن به يې دا دعوت قبول کړ نو هغه به يې خپل ملګري ګاڼه او خپلى سينى ته به يي رانږدې کاوه. مطلب دا چې ددې امت افرادو هغه څه وکړل چې ددې دعوت لپاره يي بله انساني ډله کولاى شي،لويې قرباني يې ورکړي،د شپې خوب يې پرځان حرام کړ، ورځنې کارونه او تجارتونه يې پريښودل،ان چې بدنونه او ځانونه ورڅخه وغوښتل شول نو ځانونه يې هم وړاندې کړل. د مال غوښتنه ورڅخه وشوه نو مال يې وړاندې کړ،ان چې د حالاتو او شرايطوسره سم چې کوم ضرورت او غوښتنه وه همغه غوښتنه به صحابه کرامو رضی الله عنم سمدستي پوره کوله، يعنې د پيغمبرﷺ د فرمان او حکم سره سم يې هر قسم مرسته او کومک ددې دعوت سره وکړ، ته به وايي چې مخکې مخکې ددې کومک او تعاون لپاره دوى تياراوروزل شوي وو.

د اطاعت او سمع په هکله يې دا حال ؤ چې د محمدﷺ له لوري چې د امت هر فرد ته کوم حکم کېده نو هغه به يې په پوره کولو کې بيړه کوله، حضرت محمدﷺ چې ورته د هجرت حکم وکړ نو هغوی ته د وطن پريښودل هېڅ ګران نه وو، که د خاندان ، کورنۍ اوقوم پريښودلو حکم ورته وشونو په ډيره خوشحالۍ سره به يې منلو. او چې د صبر حکم به ورته وشو نو صبر ورته ډير آسان ؤ او که د جهاد حکم به ورته وشو نود سر قلم کول او پرې کول ورته فخر ښکاريده.

د اطاعت او خبرو منلو داسې ولوله ورسره وه چې هېڅ تنظيم يې نه مخکې مثال ښودلي شي او نه وروسته،دې امت د محمدﷺ په قيادت کې شپه او ورځ پرله پسې کوښښ وکړ نو ځکه اسلامي امت غالب او کامياب شو.

اوس تاسې وواياست چې آيا دا ټول پرته له تنظيم څخه وشول؟ که چېرې دا ټول د تنظيم څخه پرته شوي وي نو بيا خو هېڅ تنظيم په دنيا کې نشته او نه به جوړ شي چې داسې کارونه خپله کېږي.

ددعوت د کاميابئ مفهوم يواځې دا نه دی چې مخالف نظريات او قوتونه ضعيف او خپله واکمن شي. بلکه د يو دعوت د کاميابي لپاره اړينه ده چې د کاميابي نه وروسته په خپلو اصولو باندې کلک ولاړاوسي. دا هغه وخت کېږي چې په تنظيم کې داسې کسان وي چې د واک او اختيار په نشه کې خپل نظريات او مسئوليت هير نه کړي ،په خفګان او خوشحالئ کې، په تکليف او راحت کې، په هر حال کې په خپل نظر او پاليسيو ثابت ولاړ وي.

او دا هم ورته معلومه وي چې په ټوله دنيا کې چې کوم د فکر او نظريي نظام واکمن دی هغه دده د فکر او عمل څخه غوره نه دی او په دې خبره دده پوره يقين وي چې دا په حقه دی او ددې حق نافذول او قايمول په ده باندې فرض او لازم دي.

که چېرې داډول افراد په کوم تنظيم کې موجود نه وي نو د سياسي بدلون او انقلاب نه وروسته په تهذيبي،فکري او فرهنګي بدلون کې ناکاميږي او د کومو نظرياتو او عقايدو د ترقي لپاره چې جنګيدل په خپلو لاسونو دغه نظريات او عقايد ختموي.د حضرت محمدﷺ په قيادت کې چې کوم تنظيم (اسلامي امت )جوړ شوی ددې کمال دادی چې د سياسي بدلون تر څنګ د فکري او فرهنګي بدلون استعدادهم په کې شته دی، ددې بدلون لپاره چې د کومې لوړې درجي افراد پکار وه هغه ټول په دې تنظيم کې موجود وو او د ژوند په هېڅ اړخ کې هم دا محسوس نه شوه چې دوى په خپل فکر او نظر کې ناکام دي.

کله چې ددوى دعوت کامياب او غالب شو نو دا څرگند شوه ددې تحريک چلونکې يو ښه روزل شوي معلم او ښوونکی، د فيصلو په وخت کې قاضي، د بيان په وخت کې خطيب او شاعر، حکم چلونکی، او د چاروڅارونکی اوسمبالونکی، د مجاهدينو قوماندان ،د فوځ سپه سالار سفير او ترجمان ،سياستدان او حکمران بلکه پوره ډله او جماعت دی چې د دعوت هره اړتيا پوره کولی شي. دا طريقه چې محمدﷺ د دعوت لپاره غوره کړې وه په دې طريقې سره داسې امت تيار شو چې د ژوند په هر اړخ کې منظم او متحد ؤ او کله چې نبيﷺ د دنيا څخه رحلت وکړنو تر ډير وخت پورې په امت کې يوالى اواتحاد موجود ؤ، نږدې او لرې هيوادونو ته د اسلام دعوت او بلنه ورسيده او عملي جهاد هم روان شو،او چې د پرمخ تللي دنيا ډيره برخه د اسلامي حکومت تر سيوري لاندي راغله، هر څومره چې وخت تيريده هغومره ددې امت او تنظيم کمزوري زياتيدله تردى چې داسې وخت هم راغي چې امت شتون درلودخو هغه اتفاق او وحدت پکې نه وو، په داسې حال کې نبيﷺ په کراتو تاکېد کړيدي چې خلک بايد د تنظيم او جماعت سره تړاؤلري او يواځيتوب سړي له اسلام څخه لرې کوي لکه چې فرمايي:
مَنْ خَرَجَ مِنْ الْجَمَاعَةِ قِيدَ شِبْرٍ فَقَدْ خَلَعَ رِبْقَةَ الْإِسْلَامِ مِنْ عُنُقِهِ.( رواه مسند احمد)

کوم سړی چې د يوې لويشتي په اندازه له جماعت څخه جدا شي په تحقيق دې سړي د اسلام رسۍ له خپلى غاړي څخه وغورځوله.

د حضرت محمدﷺ تل دالارښوونه وه چې د مسلمانانو وړه ډله هم بايد منظمه وي ان چې په ځنګل کې درې تنه هم وي بايد منظم وي يو يي امير او دوه نور يې غړي وي.

خواوس په ميليونونوخلک په امت کې موجود دي خوداسې بې اتفاقه ، متفرق او ګډوډ ته به وايې چې ددوى ترمنځ وحدت اويوالې هېخ امکان نلري، وګورئ څرنګه په صفا ټکو کې يې فرمايلي دي:

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ :َلَا يَحِلُّ لِثَلَاثَةِ نَفَرٍ يَكُونُونَ بِأَرْضِ فَلَاةٍ إِلَّا أَمَّرُوا عَلَيْهِمْ أَحَدَهُمْ وَلَا يَحِلُّ لِثَلَاثَةِ نَفَرٍ يَكُونُونَ بِأَرْضِ فَلَاةٍ يَتَنَاجَى اثْنَانِ دُونَ صَاحِبِهِمَا(مسند احمد:مسند عبدالله بن عمرو)

نه دي جائز د هغو دري تنو لپاره چې په بيديا کې وي (يعنى د نظم څخه پرته اوسيږي)پرهغوى لازم دي چې يو تن يي امير او نور دوه يي اطاعت وکړي، کله چې مسلمانان يوموټى او يوه ښه ډله وي هر څوک چې په دوى کې د بي اتفاقي اچولو کوښښ کوي نو د هغه سر پري کړي سره له دى که د قوم سردار او مشر وي.

عَنْ عَرْفَجَةَ قَالَ سَمِعْتُ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَقُولُ :تَكُونُ هَنَاتٌ وَهَنَاتٌ فَمَنْ أَرَادَ أَنْ يُفَرِّقَ أَمْرَ الْمُسْلِمِينَ وَهُمْ جَمِيعٌ فَاضْرِبُوهُ بِالسَّيْفِ كَائِنًا مَنْ كَانَ.(رواه مسند احمد في حديث عرفجة).

هر څوک چې ددې امت په يوالي او اتفاق کې ګډوډي او د بې اتفاقي اچوي نو د هغه سر په توره ووهئ هر څوک چې وي.
ښکاره خبره ده چې په پورته لارښوونو عمل ونه شو نو ځکه اسلامي ټولنه او اسلامي امت ګډوډ شو او د هغه ضرر څخه خوندى پاتې نه شو د کوم لامله چې په امت کې بې اتفاقي منځ ته راغله.

تاسې کله په دې خبره غورکړيدی چې د مسلمانانو په منځ کې اختلاف اچونکي کسان ولې د زغملو وړ نه دي چې د هغوی په توره باندې د وژلو حکم شويدی.

پدې خاطر چې اسلام د دنيا نظام په کومه طريقه او سيستم چلول غواړي دا هغه وخت امکان لري چې ددې منونکي متحد او منظم وي، که په دوى کې يوالی او اتفاق نه وي نو دا نظام هېڅکله نه شي چليدلی او نه يې پاتې کېدلو امکانات شته ،هر څوک چې د مسلمانانو د نظام او وحدت د ختمولو کوښښ کوي نو په حقيقت کې اسلامي نظام ټوټه ټوټه کوي.

تاسې وليدل چې کله په امت کې اختلاف راغی نو په هغو ځايونو کې چې اسلام غالب اوبرلاسى ؤبيرته مغلوب شو، دوهم زيان اوتاوان داشو چې اسلامي امت د دعوت کار پريښوده اوپه خپلولانجوکې اخته شول چې بيا وروسته ددعوت کار شروع شو خو ډېرو خلکو په انفرادي توګه د دعوت مسئوليت سرته ورساوه يا وړو وړو ټولگيو د دعوت کار کاوه خو هغه نتيجه يي ورنکړه چې بايدورکړی يې واى. که ټول امت په تمامه معني يعنې که د امت ټول غړى د د عوت کار شروع کړي نو واقعا چې هغه زوړ برم او حالت ته به ورسيږي چې مخکې ؤ او مونږه نن هم په هغه حالت فخراووياړ کوو.

کله چې د امت وحدت،يوالى اوتنظيم خراب اوگډوډشو نو د ښه کېدلو لپاره يي سمه طريقه وه چې امت بيرته خپل پخواني حالت ته زرترزره راگرځيدلى وای او د دعوت کار يي پيل کړي وای خو افسوس چې داسې ونه شول څه کوښښونه وشول خو هغه هم بريالى نشول.

ددې اسباب او علتونه چې هر څه وه خو د امت هغه حالت نه وو کوم چې له نبيﷺ څخه را پاتې وو او د هغى دساتلولپاره يي تاکېد کړى وو، د کومو کسانو سره چې د امت د ښه والې اوسموالى احساس شته، ددې کسانو ذمه واري او مسئوليت دادى چې اول خپل ځانونه منظم کړي او د هغه مقصد لپاره منظم شي چې صحابه کرام د محمدﷺ په قيادت کې منظم شوي وو او دا کار او فعاليت يي کاوه،ددې څخه وروسته د امت افرادو کار دادی چې د امت وړې وړې ډلې متحدي او منظمي کړي او د پورتني مقصد لپاره کوښښ وکړي .که په سمه معني د اسلام د غلبي او ترقي لپاره دا کار وشي نو دا لرې خبره نه ده چې په دنيا کې به هغه انقلاب او بدلون راشي د کوم بدلون او انقلاب مثال چې څوارلس سوه کاله مخکې ليدل شوې وه.

ما ذلک علي الله بعزيز
د امير المؤمنين حضرت عمر رضي الله عنه فرمان دي.
فَقَالَ عُمَرُ : يَا مَعْشَرَ الْعُرَيْبِ الأَرْضَ الأَرْضَ ، إِنَّهُ لاَ إِسْلاَمَ إِلاَّ بِجَمَاعَةٍ ، وَلاَ جَمَاعَةَ إِلاَّ بِإِمَارَةٍ ، وَلاَ إِمَارَةَ إِلاَّ بِطَاعَةٍ(دارمي: في باب ذهاب العلم)

له جماعت څخه پرته اسلام نشته او جماعت پرته له امارت څخه نشته او امارت پرته له اطاعت څخه نشته.

 

واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ