موجيکا، يو زړه‌ سواند ولسمشر

د یوروګوای هیواد ولسمشر د نیا تر ټولو خاکساره او غریب ولسمشر دی.
د دنیا تر ټولو غریب ولسمشر قیصه مو په یاد ده چې په یوه ۱۹۸۷ ماډل VW فوکسواګون کې ګرځیده؟ دا عجیب انسان جوز موجیکا نومیږي او په جنوبي امریکا کې د یوروګوای هیواد ولسمشر دی.

کله چې ښاغلی جوز موجیکا په ۲۰۱۰ کې د یوروګوای د ولسمشر په توګه وټاکل شو نو اعلان یې وکړ چې دده ټوله سرمایه همدا یو فوکسواګون موټر ده. تیر کال د عربو یوه شیخ له ښاغلي موجیکا نه وغوښتل چې خپل دا زوړ موټر په هغه باندې د یو میلیون ډالرو په بدل کې خرڅ کړي ځکه عرب شیخ ته دا ډیره عجیبه ښکاره شوه چې یو ولسمشر په دومره زاړه موټر کې ګرځي.

موجیکا خپل کور هم نه لري او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې هم نه اوسیږي. په هغه زاړه کور کې چې ښاغلی موجیکا اوسیږي د هغه خپل کور نده بلکې د هغه د میرمني اغلې لوشیا ټوپلانسکې په نامه ده. په ۲۰۱۰ کال کې چي ښاغلی موجیکا ولسمشر شو نو دا اعلان يې هم وکړل چې د خپل معاش ۹۰ فیصده به د خیریه بنسټونو له لاري غریبو خلکو ته ورکوي او په لس فیصده به خپل ژوند کوي.

د اینډیپینډینټ (Independent) ورځپاڼي د نن ورځي د یوه راپور له مخي ښاغلي موجیکا او د هغه میرمني لوشیا د څړک د غاړي یو کس ته ودریدل، او په خپل همدغه شخصي فوکسواګون کې یې له ځان سره سپور کړل. دغه کس هره ورځ له خپله کوره او د کاره تر ځایه پوري ۱۰۰ مایله واټن د کرايې په بس کې ځې.
دغه غریب کاره کس اکوسټا نومیږي او وایې چې په لسګونو نور موټرونو ته يې لاس اوچت کړل او تري ویې غوښتل چې هغه له ځان سره په موټر کې سپور کړي او د کار تر ځایه يې ورسوي خو یو هم ورته ونه دریدل. هغه وایې بلأخره ګورم چې یو فوکسواګون موټر راته ودریدل او لوشیا او هغوئ یو سپی د شا په سیټ کې او ولسمشر موجیکا د مخي په سیټ کې ناست وو. اکوسټا وایې چې زه د ولسمشر او د هغه د میرمني، چې سربیره پر دې چې د یوروګوای هیواد لومړۍ میرمن د هغه هیواد د سنا مجلس غړي هم ده، حیران شوم.

موجیکا د خپلو خلکو په منځ کې د خپلي خاکساري او خدمت له خاطره زیات محبوبیت لري او د نړئ په نورو هیوادونو کې هم د یوه خاکساره، غریب او له فساده پاک ولسمشر په توګه پیژندل کیږي.

your ads

هغه له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۵ پورې د هغه هېواد ولسمشر پاتې شوی.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب