د ابوبکر صدیق (رض) وروستي وصيتونه او دعا

د حضرت ابوبکر صدیق (رض) وصیت حضرت عمر رضی الله عنه ته

له هغه وروسته ابوبکر صدیق رضي الله عنه حضرت عمر رضي الله عنه خلوت ته ور وغوښت او ارزښتناک وصيتونه يې ورته وکړل، بيا يې د الله په دربار کې د دعا لپاره لاس پورته کړ او ويې ويل:

خدايه!  دا ټاکنه ما په دې موخه وکړه چې مسلمانانو ته يې ګټه ورسيږي، زه وېرېدلم چې هغوی د نفاق په فتنې او فساد کې مبتلا نشي، اې څښتنه! ماچې څه کړي دي ته په هغو ښه پوهيږې، زما فکر همدا رايه ټاکلې وه او ددې لپاره ما داسې کس وټاکه چې زما به اند ترهرچا ښه فکر لري او د مسلمانانو خواخوږی دی، اې الله! زه نن ستا په امر دا فاني دنيا پرېږدم، ستا بندګان مې تاته سپارلي دهغوی قيضه ستا په لاس کې ده، اې الله! مسلمانانو ته ښه واکمن ورکړې او عمر ته د خلفاوو په صف کې ځای ورکړې او ولس ترې له هرډول وړتیا څخه برخمن کړې!

دا د ابوبکر صديق رضي الله عنه د ولايت او قبوليت څرګنده نښه وه چې يوه داسې پېچلې او سخته معامله يې په دومره اسانۍ سره حل کړه، د پخوانيو او اوسنيو ټولو مسلمانانو دا فتوا ده چې ابوبکر صديق رضي الله عنه د حضرت عمر رضی الله عنه د ټاکنې له امله پر امت هغه احسان او لورينه وکړه چې ترقيامته يې ساری نشي راتلای، حضرت عمر رضي الله عنه چې د خپل خلافت په څو کلونو کې څه وکړل د هغې صحيح تعبير دا دی چې د اسلام ځواک د ځمکې پر مخ تيت و پرک و، نوموړي راجمع کړ او ترعرش عظيم پوري يې ورساوه.

د دنیا فاني حسابونه

حضرت عائشه رضي الله عنها وايي: ابوبکر صديق رضي الله عنه ماته د “غابه” شل پيمانې دکجورو ونې راکړي وې، کله يې چې ناروغي سخته شوه نو راته ويې ويل: لوري! زه غواړم چې ته هر وخت خوشحاله اوسې، ستا په بې وسۍ زه غمجن کيږم، او ستا په خوشحالۍ زه هوسا کيږم، د غابه کومې کجورې چې ما تاته درکړي دي که هغه تا قبولي کړي وي، ښه ده او که نه نو هغه کجورې زما له مرګ وروسته زما ميراث ګڼل کيږي، ته دوه نورې خوېندې او وروڼه لرې؛ نو دقرآن د لارښونو سره سم دا کجورې پر هغوی تقسيم کړه، حضرت عائشې رضي الله عنها ورته وويل: ګرانه پلاره! زه به ستاخبره منم او که دا مال تر دې ډېر زيات هم وای ما به ستا په امر همداسې پرېښود.

له وفات نه څو شيبې وړاندې ابوبکر صديق رضي الله عنه وويل: ما چې تر ننه د بيت المال کومه اعاشه اخيستې ده دهغې حساب وکړئ! حساب چې وکړل معلومه شوه چې ټول يې شپږ زره درهم اخيستي وو؛ نو ويې فرمايل: زما ځمکه خرڅه کړئ او دغه ټولې روپۍ بيرته بيت المال ته وسپارئ، هماغه وخت ځمکه خرڅه کړل شوه او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د يارغار  ديوه يوه وېښته بار له بيت المال څخه خلاص کړل شو، دا يې چې ادا کړل بيا يې وويل: پلټنه وکړئ چې د خلافت را سپارلو وروسته زما په شتمني کې څومره زياتوالی راغلی دی؟ نو معلومه شوه چې يو حبشي غلام چې ماشومانو ته خواړه ورکوي او دمسلمانانو توري تېرې کوي، يوه اوښه چې اوبه پرې راوړل کيږي او يو د سلو روپو څادر زيات شوی؛ نو ويې ويل: زما له وفات وروسته دغه درې واړه شيان د وخت خليفه ته وسپارئ.

your ads

له وفات وروسته يې چې هغه درې شيان حضرت عمر رضي الله عنه ته ور وړل شول هغه وژړل او ويې ويل: اې ابوبکره! تا خپل ځای ناستي ته کار ډېر ګران کړ!!

په وروستۍ سلګۍ کې هم خپل مسؤليت پوره کول

د ابوبکر صديق رضي الله عنه د مبارک ژوند وروستۍ ورځ وه چې د عراق د پوځ مرستيال قوماندان حضرت مثنی را ورسېد، دغه وخت ابوبکر صديق رضي الله عنه د ژوند له وروستيو پړاوونو څخه تېرېدی، د حضرت مثنی رضي الله عنه له راتګه چې خبر شو خطر يې محسوس کړ او هغه يې را وغوښت، هغه د جنګ د ميدان ټول حالات ورته بيان کړل او ويې ويل چې کسرا خپل تازه ځواکونه د عراق ميدان ته را ليږلي دي، دا خبرې يې چې واورېدلې حضرت عمررضي الله عنه يې راوغوښت او ورته ويې ويل: عمره! زه چې څه درته وايم هغه واوره او عمل پرې وکړه، زه باور لرم چې نن زما د ژوند وروستۍ ورځ ده؛ نو که د ورځې زما سا وخته نو تر ماښام دمخه او که ماښام زما سا وخته نو تر سهار دمخه له مثنی سره کومک واستوه، بيايې وويل: عمره! د هيڅ مصيبت له امله د اسلام خدمت او د الله د حکم پلي کول سبا ته مه پرېږده، د رسول الله صلی الله عليه وسلم له وفات نه ستر مصيبت زموږ لپاره بل نه و؛ خو تاسو وليدل په هغه ورځ چې ماته څه پکار وو هغه مې وکړل، په الله قسم! که په هغه ورځ ما د الله پاک د حکم له پوره کېدلو څخه بې پروا شوی وای، الله به راباندې تباهي مسلط کړې وه، او د مدينې په هر ګوټ کې به د فساد اور بل شوی و، که خدای پاک مسلمانان په شام کې بريالي کړل؛ نو د خالد پوځونه عراق ته واستوه؛ ځکه چې هغه ازمايل شوی او د عراق حالات ښه ورته معلوم دي.

د حضرت عائشې رضي الله عنها کړېدل:

د وفات په ورځ يې پوښته وکړه چې  رسول الله صلی الله عليه وسلم  په کومه ورځ وفات شوی و؟ خلکو ورته وويل: د دوشنبې په ورځ، ويې ويل: نو زما هم هيله ده  چې نن وفات شم؛ نو که خدای پاک مې دا هيله پوره کړه ما زما قبر د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبر ترڅنک جوړ کړئ، د وفات شيبې يې ډېرې را لنډې شوې له حضرت عائشې رضي الله عنها څخه يې پوښتنه وکړه چې حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته په څوټوټو کې کفن ورکړل شوی و؟ هغې ورته وويل: په درې ټوټو کې، ورته ويې ويل: نو زما کفن دې هم له درې ټوټو څخه جوړ شي، دوه څادرونه چې زما پر بدن دي پرېمينځئ او يوه ټوټه بله ورسره کړئ.

حضرت عائشې رضي الله عنها ورته په دردېدلي غږ وويل: ګرانه پلاره! موږ دومره نېستمن هم نه يو چې يو نوی کفن نشو اخېستلای.
ورته ويې ويل: لوري! ژوندي د مړو په نسبټ نويو جامو ته ډېره اړتيا لري، زما لپاره د شليدلي ټوټې بس دي.

د مرک شيبې يې وار په وار رانږدې کېدلې، حضرت عائشه رضي الله عنها د ډوبېدونکي سپوږمۍ سر ته ناسته وه اوښکي يې تويولې، غمجن ارمانونه يې د فکر له ټالونو څخه له اوښکو سره يوځای تويېدل او داشعر يې ولوست:

ژباړه:

ډېرې نوراني څيرې داسې دي چې اوريځې هم ورڅخه اوبه غواړي
هغه د يتيمانو آه اورېدونکی او د کونډو مرسته کوونکی و
ابوبکر صديق رضي الله عنه چې دا واورېدل سترګې يې وغړولې ويې ويل: لورې! دا درسول الله صلی الله عليه وسلم شان و.

حضرت عائشې دوهم شعر ولوست:

ژباړه: ستا په عمر مې دې قسم وي چې کله دمرګ سلګۍ راشي بيا هيڅ زر و مال ګټه نه کوي.

ابوبکر صديق رضي الله عنه ورته وويل: داسې نه ده، داسې ووايه: وجائت سکرة الموت بالحق ذالک ما کنتَ منه تحيد.

ژباړه: او د مرګ بې هوښي له مرګ سره راغله، دا هماغه څه دي چې تا به ترې څنګ کولو.

مبارک رحلت:

د پاک ژوند پای يې له تورو سره وشو: رب توفني مسلما والحقني بالصالحين. خدايه د مسلمانۍ حالت کې مې درواخلې او صالحانو سره مې يوځای کړې!!

دا د ديارلسم هجري کال د جمادي الثاني دوه ويشتمه د دوشنبې د ماښام او ماخوستن ترمنځ وخت و.

مبارک عمر يې ۶۳ کاله و، د خلافت وخت يې دوه کاله درې مياشتې او يوولس ورځې وې، مېرمنې يې حضرت اسماء رضي الله عنها غسل ورکاوه او عبدالرحمن بن ابي بکررضي الله عنه يې پر بدن اوبه وراچولې، حضرت عمرفاروق رضي الله عنه يې د جنازې لمونځ ورکړ او د رسول الله صلی الله عليه وسلم د قبر ترڅنګ يې په داسې ډول دفن کړ چې د نوموړي سر د رسول الله صلی الله عليه وسلم له مبارکو اوږو سره برابر و، حضرت عمر، حضرت طلحه، حضرت عثمان او حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنهم يې مبارک جسد لحد ته ښکته کړ او هغه چې تر رسول الله صلی الله عليه وسلم وروسته په دې امت کې ترټولو غوره او نېک شخصيت و، د تل لپاره يې له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.

انا لله وانا اليه راجعون

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب