د ابراهیم -ع- مباحثه خپل قوم سره، محاکمه او اور ته یې اچول
د ابراهيم علیه السلام دخپل قوم سره مباحثه
ابراهيم علیه السلام ددعوت په ډګر کي زيار ايستونکى کس وو ، تل يې خپل قوم ديوه الله جل جلاله دعبادت لوري ته رابلى . لومړى ابراهيم علیه السلام خپل پلار ته دعوت ورکړ، هغه انکار وکړ، بيا ده خپل قوم ته دعوت ورکړ، هغو هم دده دعوت ونه مانه بلکي دجهالت پر لاري باندي ولاړل ،پر ده باندي به يې مسخرې کولې او پسخندونه به يې په وهل . ابراهيم علیه السلام مهربانه ، سپېڅلى او تقواداره انسان وو ، له همدې وجه څخه دده دقوم ګمراهي او سرګرداني دده لپاره دزغمولو وړه نه وه بلکي ده ټينګ عزم وکړ، چي خپل قوم ته ددې خرابو عقيدو څخه نجات ورکړي او خپل قوم دحق لوري ته راولي که څه هم ده ته په دې لاره کي ډېري ستړياوي او ستونزي پيښي سي او يا دده ژوند بيخي په خطر کي ولويږي.
ابراهيم علیه السلام ډېر زېرک او دښه فکر لرونکى و نو ځکه ده وغوښته چي خپل قوم ته داسي دلائل ووايي چي ددوى فکرونه اوذهنونه په کار ولويږي او دوى ته داسي خبري وړاندي کړي چي دوى خپله پر قانع سي او وې مني . ابراهيم علیه السلام دا کار په دې هيله کاوه چي ګوندي دوى دهغه ډبرينو بتانو څخه چي دوى په خپل لاس جوړ کړي دي او بيا يې په خدايي نيولي دي ــ ځني تير سي او خپل اصلي او حقيقي خداى وپېژني او عبادت يې پيل کړي.
دابراهيم علیه السلام قوم يوه ورځ درلوده چي په دغه ورځ به ټول خلګ دښارڅخه وتل هغه به يې داختر جشن جوړاوه ، ميلې به يې کولې او څو ورځي به هلته اوسېده . کله چي دغه ورځ راورسېده دده قوم دوتلو اراده وکړه نو ده ته يې هم وويل چي ته راسره ولاړسه او هلته زموږ سره په دې اختر کي ګډون وکړه .ابراهيم علیه السلام چي دوخته يې لا اراده درلوده چي ددوى دغه بتان چي دوى په خپلو لاسو جوړ کړي دي مات يې کړي نو ځکه يې دوى ته بهانه وکړه او ورته وې ويل چي زه ناجوړه يم . که څه هم ابراهيم علیه السلام کومه جسمي ناجوړي نه درلوده خو فکراً او روحاً ناجوړه وو . کله چي دوى په ميله پسي ولاړل ابراهيم علیه السلام دبتان په وهلو او کټلو پيل وکړ ، ټول يې سره چپه کړه آخر يې تبر راواخيستى ټول يې مات کړه يوازي يې هغه لوى بت پرېښودئ ددې لپاره چي قوم بيا پرده باندي دليل پيدا نه کړي اوتبر يې راوخيستى دهغه بت په غاړه يې وروځړوئ کله چي يې دقوم خلګ راغلل ، په چټکۍ سره خپلي عبادت خانې ته ورغلل که يې وکتل ټول بتان يې تکه ، تکه ، پارچه ، پارچه پراته دي يوازي لوى بت پاته دئ او تبر يې په غاړه ځړيږي حيران پاته سوه ، بيا يې په لوړ اواز وويل : (من فعل بالهتنا انه لمن الظالمين) يعني چا دا کار زموږ دخدايانو سره کړى دئ ، بېشکه دغه کس دظالمانو څخه دئ.
دابراهيم علیه السلام قوم تر يو وخت پوري په خپل معبد کي ګرځېده پر ټولو چوپتيا خوره وه ناببره يواواز راپورته سو او وې ويل :
قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ (60) (سورة الانبیاء ۶۰)
دوى وويل : موږ اورېدلي دي چي يوځوان دئ دبتان عيبونه يادوي ابراهيم ورته ويل کيږي.
ښايي دغه بتان هم دغه ځوان مات کړي وي آخر داچي ددوى ټولو يقين سو چي دا کار هم ده کړى دئ بيا يې په ټولو داپرېکړه وکړه چي ابراهيم علیه السلام ته به سخت عذاب ورکو يعني په داسي ډول به يې وژنو چي ټول خلګ ورته ګوري او ټول خلګ عبرت ځني واخلي څو خلګ بيا دداسي بدکار په کولو لاس پوري نه کړي نو ځکه يې په لوړ اواز ابراهيم علیه السلام راوبولئ څو دعامو خلګو په محضر کي حاضر سي او ددې عامو خلګو په مخ کي په قتل ورسيږي .
ټول خلګ په دې لټه کي وه چي ابراهيم علیه السلام ديوې عامي ټولى په وړاندي حاضر کړي او بيا يې په قتل ورسوي ، دوى هڅه کول چي زيات خلګ سره راجمع سي او بيا دى راولي او په سزا يې ورسوي . حال داچي دابراهيم علیه السلام همدغه ارزو چي ډېر خلګ سره راجمع سي او بيا دبتانو پربطلان باندى دلائل ورته ووايي . دبله پلوه زيات شمېر خلګ راغلل ، هرسړي کوشش کاوه چي دغه ځاى ته ځان ورسوي او هغه سخت عذاب وويني چي خلګ يې ابراهيم علیه السلام ته ورکوي او دده قصاص وويني همدا وجه وه چي زيات شمېر خلګ راجمعه سوه ابراهيم علیه السلام يې منځته راويستل سو او په محکمه يې پيل وسو، عجيبه داده چي ددوى دغه ټولېدنه ابراهيم علیه السلام غوښته . دابراهيم علیه السلام محکمه په لاندي ډول وه :
محاکمه
ابراهيم علیه السلام محکمې ته راوستل سو خلګو ټولو خپلي سترګي دې خواته وې چي دابراهيم علیه السلام جواب او مناقشه واوري نوځکه دوى لومړى پوښتنه ځني وکړه :
قَالُوا ءَأَنْتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ (62) (سورة الانبياء)
ژباړه :دوى ورته وويل : اې ابراهيمه!دغه زموږخدايان تا مات کړي دي ؟ ده ورته وويل : بلکي هغه لوى ستاسو هغه لوى خداى مات کړي دي نو تاسو پوښتنه ځني وکړئ که خبري کولاى سي.
ابراهيم علیه السلام ته الله جل جلاله بې سارې زياته پوهه ورکړې وه نو ځکه يې وغوښتل چي همدلته به دخپل رسالت ابلاغ کوي ، هغوى غوښته چي دى ووژني ده بيا غوښتل چي الهي احکام دوى ته دعوت کړي او الهي رسالت دوى ته ورسوي . داچي حالت ډېر نازک وو نو ځکه ده دخپلي پوهي په مټ ددوى دپوښتني جواب داسي ووايه چي بيخي يې موضوع بل لوري ته بوتل ،داسي الفاظ يې ورته وويل چي دوى هم حيران سي او الهي رسالت هم ابلاغ کړي ، داوو چي ده په جواب کي ورته وويل :
قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ (63) (سورة الانبياء)
ژباړه : ده ورته وويل : بلکي هغه لوى ستاسو هغه لوى خداى مات کړي دي نو تاسو پوښتنه ځني وکړئ که خبري کولاى سي.
دابراهيم علیه السلام دغه دليل داسي غاښ ماتونکى دليل وو چي دوى هيڅ فکر نه کاوه ، داسي دليل وو چي دوى يې دخوب څخه رابيدار کړه په نتيجه کي دوى حيران پاته سوه ، دويلو هيڅ توان يې نه درلودئ ، يودبله يې سره وکتل او يو پر بل يې ملامتيا سره وويل لکه چي الله جل جلاله يې بيان کوي :
فَرَجَعُوا إِلَى أَنْفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنْتُمُ الظَّالِمُونَ (64) (سورة الانبياء)
ژباړه : نو دوى وګرځېدل بيا يې وويل : بېشکه تاسو خو خامخا ظالمان ياست ( دوى په خپلو منځو کي سره وويل چي تاسو خو ظالمان ياست چي دداسي چا بندګي کوئ چي هغه خبري لا هم نسي کولاى )
يا ددوى مطلب داوو چي يو دبله يې سره وويل چي تاسو دغه بتان په ښار کي پرې ايښي وه کوم ساتونکى مو نه وو ورته پرې ايښي ، کله چي هغه چا مات کړه چي ايمان يې نه پر درلودئ اوس مونو ژبي وتړل سوې ددليل لپاره هيڅ نه لرئ . تردې وروسته يې ده ته وويل :
لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاءِ يَنْطِقُونَ (65) (سورة الانبياء)
ژباړه : (اوابراهيم علیه السلام ته يې وويل:) بېشکه ته پوهېږې چي دغه بتان خبري نه سي کولاى
يعني اې ابراهيمه! ته پوهېږې چي دا داسي بتان دي چي خبري نه سي کولاى ، نه سوال ته جواب ويلاى سي او نه خبري کولاى سي نوموږ څنګه دداسي بتان څخه پوښتنه وکړو چي دابتان چا مات کړل؟ ته موږ ته وايې چي ددغه بتانو څخه پوښتنه وکړه ، حال داچي دا بتان يوازي جامدي ډبري دي هيڅ اورېدل نسي کولاى . ددوى دغه خبري اصلاً په دې اعتراف وو چي زموږ خدايان ناتوانه دي ، هيڅ درک او پوهه نه لري او نه کومه تونايي لري آن تردې چي څوک خپله پرده باندي يرغل کوي دځان دفاع لانسي کولاى نو بل چاته به څه تاوان او څه ګټه ورسوي؟ داهغه شېبې وې چي ابراهيم علیه السلام ددغه سرکښانو جلو راټينګ کړ اوخپل دليل يې پياوړى او برلاسى کړئ په همدې وخت کي ابراهيم علیه السلام ته زمينه مساعده سوه او ددې فرصت په لاس ورغلى چي پردوى باندي الزام ولګوي ، دوى ته ددوى ناپوهي ورپه ګوته کړي ، دهغه باطل څرګندونه ورته وکړي چي دوى په اخته دي نو ځکه يې په دليل ويلو پيل وکړئ او وې فرمايل :
قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ (66) أُفٍّ لَكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (67) (الانبياء الايتان ٦٦ ، ٦٧)
ژباړه : ابراهيم علیه السلام وويل: ايا تاسو ديوه داسي چا عبادت کوئ دالله جل جلاله ماسوا چي تاسو ته نه ګټه رسولاى سي او نه تاوان درسولاى سي ، تاسو ته ناخوښه ده او هغه څه چي تاسو يې عبادت کوئ دالله جل جلاله ماسوا ايا تاسو نه پوهيږئ.
کله چي دابراهيم علیه السلام قوم په خپل کار کي ناکامه سو دخپلي رسوايۍ څخه وبېرېده ، هيڅ دليل يې نه درلودئ چي په هغه دليل سره ابراهيم علیه السلام ملزم کړي نو په زور يې ګوتي پوري کړې څو په دې لاره سره خپله ماته پټه کړي او پر خپله باطله عقيده باندي پرده واچوي هغه وو چي دوى وويل :
قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (68) (سورة انبياء الاية ٦٨)
ژباړه : دوى وويل : ابراهيم علیه السلام وسوځئ او دخپلو خدايانو ننګه وکړئ که تاسو کونکي ياست.
ابراهيم علیه السلام په اور کې سوځي
دابراهيم علیه السلام قوم دده دسوځولو لپاره اقدام وکړ، داچي ولي يې ابراهيم علیه السلام په اورسوځى؟ ددوى په آند دا دابراهيم علیه السلام جرم وو چي ددوى دخدايانو سپکاوى يې کړى وو او ددى خدايان يې په بې پروايۍ سره مات کړي وه بالاخره په بټو ټولولو يې پيل وکړئ دا کار دوى دخدايانو قرباني بلل آن تردې چي يوه ښځه به ناروغه سوه نو نذر به يې ومانه چي که زه جوړه سوم زه به دابراهيم علیه السلام دسوځولو لپاره بوټي ټولوم . لنډه داچي دوى دبټو ټولولو لپاره پوره هڅي کولې دابراهيم علیه السلام سزا يې له دې وجهي څخه ځنډولې وه چي ښه ډېر بوټي ټول کړي . بوټي يې خورا ډېر سره جمعه کړه چي بيخي ددوى داور بلولو ځاى تنګ سو وروسته يې دغه اور ولګاوه ، لمبې پورته سوې ، ابراهيم علیه السلام يې لاس تړلى ورته راوستى او اور ته يې وروغورځاوه . ابراهيم علیه السلام دخپل لوى خداى جل جلاله ترنظارت لاندي وو ، کله به حقيقي خداى جل جلاله خپل رښتينى استازى دظالمانو او ګمراهانو په لاس په اورسوځي ؟ کله چي ابراهيم علیه السلام اور ته وغورځول سو الله جل جلاله امر وکړ،
قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (69) وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ (70) (سورة الانبياء الايتان ٦٩ ، ٧٠)
ژباړه :موږ وويل : اې اوره! يخ اوسلامت سه پر ابراهيم علیه السلام باندي ، دوى وابراهيم علیه السلام ته دچل اراده وکړي نو موږ دوى دسختو تاوانيانو څخه وګرځول.
وَلَقَدْ آتَيْنَا إِبْرَاهِيمَ رُشْدَهُ مِنْ قَبْلُ وَكُنَّا بِهِ عَالِمِينَ (51) إِذْ قَالَ لِأَبِيهِ وَقَوْمِهِ مَا هَذِهِ التَّمَاثِيلُ الَّتِي أَنْتُمْ لَهَا عَاكِفُونَ (52) قَالُوا وَجَدْنَا آبَاءَنَا لَهَا عَابِدِينَ (53) قَالَ لَقَدْ كُنْتُمْ أَنْتُمْ وَآبَاؤُكُمْ فِي ضَلَالٍ مُبِينٍ (54) قَالُوا أَجِئْتَنَا بِالْحَقِّ أَمْ أَنْتَ مِنَ اللَّاعِبِينَ (55) قَالَ بَلْ رَبُّكُمْ رَبُّ السَّمَوَاتِ وَالْأَرْضِ الَّذِي فَطَرَهُنَّ وَأَنَا عَلَى ذَلِكُمْ مِنَ الشَّاهِدِينَ (56) وَتَاللَّهِ لَأَكِيدَنَّ أَصْنَامَكُمْ بَعْدَ أَنْ تُوَلُّوا مُدْبِرِينَ (57) فَجَعَلَهُمْ جُذَاذًا إِلَّا كَبِيرًا لَهُمْ لَعَلَّهُمْ إِلَيْهِ يَرْجِعُونَ (58) قَالُوا مَنْ فَعَلَ هَذَا بِآلِهَتِنَا إِنَّهُ لَمِنَ الظَّالِمِينَ (59) قَالُوا سَمِعْنَا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ (60) قَالُوا فَأْتُوا بِهِ عَلَى أَعْيُنِ النَّاسِ لَعَلَّهُمْ يَشْهَدُونَ (61) قَالُوا أَأَنْتَ فَعَلْتَ هَذَا بِآلِهَتِنَا يَا إِبْرَاهِيمُ (62) قَالَ بَلْ فَعَلَهُ كَبِيرُهُمْ هَذَا فَاسْأَلُوهُمْ إِنْ كَانُوا يَنْطِقُونَ (63) فَرَجَعُوا إِلَى أَنْفُسِهِمْ فَقَالُوا إِنَّكُمْ أَنْتُمُ الظَّالِمُونَ (64) ثُمَّ نُكِسُوا عَلَى رُءُوسِهِمْ لَقَدْ عَلِمْتَ مَا هَؤُلَاءِ يَنْطِقُونَ (65) قَالَ أَفَتَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ مَا لَا يَنْفَعُكُمْ شَيْئًا وَلَا يَضُرُّكُمْ (66) أُفٍّ لَكُمْ وَلِمَا تَعْبُدُونَ مِنْ دُونِ اللَّهِ أَفَلَا تَعْقِلُونَ (67) قَالُوا حَرِّقُوهُ وَانْصُرُوا آلِهَتَكُمْ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (68) قُلْنَا يَا نَارُ كُونِي بَرْدًا وَسَلَامًا عَلَى إِبْرَاهِيمَ (69) وَأَرَادُوا بِهِ كَيْدًا فَجَعَلْنَاهُمُ الْأَخْسَرِينَ (70) (سورة الانبياء الايات ٥١ الي ٧٠)
ژباړه :بېشکه موږ ابراهيم علیه السلام ته لار موندنه ورکړې وه او موږ تردې وړاندي پر ده باندي علم لرونکي و، ياده کړه هغه وخت چي ابراهيم علیه السلام خپل پلار او قوم ته وويل : دا څنګه بتان دي چي تاسو يې عبادت کوئ؟ دوى په جواب کي ورته وويل :داهغه بتان دي چي زموږ پلرونو يې عبادت کاوه . ابراهيم علیه السلام ورته وويل :تاسو او ستاسو پلرونه په څرګنده ګمراهي کي واست . قوم يې ورته وويل :ته موږ ته حق بيانوې او که بازۍ کوې ؟ ابراهيم علیه السلام ورته وويل :بلکي ستاسو رب هغه ذات دئ چي داسمانو او مځکي رب دئ ، هغه رب دئ چي مځکه او اسمانونه يې پيدا کړي او زه پردغه باندي شاهد يم ، په الله جل جلاله قسم کوم چي زه به ستاسو دبتانو علاج کوم وروسته تردې چي تاسو شاوګرځوئ يعني چي تاسو په مېله ولاړ سئ.ابراهيم علیه السلام بتان رېزه ، رېزه کړه مګر هغه غټ بت يې مات نه کړ، ددې لپاره چي دوى ورته رجوع وکړي . (کله چي دوى راغلل ) وې ويل : دا بتان چا مات کړي دي؟ بېشکه دغه کس دظالمانو څخه دئ ، دوى وويل : موږ اورېدلي دي چي يوځوان دئ دبتان عيبونه يادوي ابراهيم ورته ويل کيږي ، دوى وويل : تاسو يې راولى دخلګو په مخ کي چي شاهدي باندي ادا کړي . دوى ورته وويل : اې ابراهيمه!دغه زموږخدايان تا مات کړي دي ؟ ده ورته وويل : بلکي هغه لوى ستاسو هغه لوى خداى مات کړي دي نو تاسو پوښتنه ځني وکړئ که خبري کولاى سي ، نو دوى وګرځېدل بيايې وويل : بېشکه تاسو خو خامخا ظالمان ياست ( دوى په خپلو منځو کي سره وويل چي تاسو خو ظالمان ياست چي دداسي چا بندګي کوئ چي هغه خبري لا هم نسي کولاى ) بيا يې لاسونه پر سر ونيول (اوابراهيم علیه السلام ته يې وويل:) بېشکه ته پوهېږې چي دغه بتان خبري نه سي کولاى ،ابراهيم علیه السلام وويل: ايا تاسو ديوه داسي چا عبادت کوئ دالله جل جلاله ماسوا چي تاسو نه ګټه رسولاى سي او نه تاوان درسولاى سي ، تاسو ته ناخوښه ده او هغه څه چي تاسو يې عبادت کوئ دالله جل جلاله ماسوا ايا تاسو نه پوهېږئ؟ دوى وويل : ابراهيم علیه السلام وسوځئ او دخپلو خدايانو ننګه وکړئ که تاسو کونکي ياست.موږ وويل : اې اوره! يخ اوسلامت سه پر ابراهيم علیه السلام باندي ، دوى وابراهيم علیه السلام ته دچل اراده وکړه نو موږ دوى دسختو تاوانيانو څخه وګرځول.