د أبو الدحداح رضي الله عنه عجیبه تجارت

 

په مدینه منوره کی یو یتیم هلک اوسېده ، هغه غوښتل چی خپل باغ نه دیوال را تاوکړی نو دا دېوال د بل سړي د باغ د یوې ونې له امله کوږ راته،  نو یتیم هغه سړی ته وویل چی دغه ونه په ما خرڅه کړه خو هغه ورسره ونه منله.

دغه یتیم رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ته ورغی او خپله ټوله کیسه یی ورته بیان کړه چی زما د ګاونډي سره داسې مسئله راغلې ده او ورته یې وویل که تاسو هغه ته ووایئ چی دغه ونه په ما خرڅه کړي.

نو نبي علیه السلام ورته وویل چی صحیح ده، نو هغه سړی یې راوغوښت او ورته یې وویل ای د الله جل جلاله بنده دغه ونه په ده خرڅه کړه، ستا به ونه خرڅه شي او د هغه به دېوال سیده شي، هغه  ورسره ونه منله، بیا یې ورته وویل خو هغه ورسره بیا هم ونه منله.

په دې مجلس کې ابو الدحداح رضی الله عنه هم ناست وه، په زړه کې یې راغله چې د جنت د ګټلو موقع ده، نو ویې ویل: ای د الله رسوله! که دغه ونه ورته زه واخلم نو بیا؟  نبي علیه السلام ورته وفرمایل: صحیح ده،  له ده څخه مونږ ونه اخستل غواړو خو دا یې نه مني ، نو چې زما یې ونه منله، ستا به څنګه ومنی؟،  ابو الدحداح رضی الله عنه ورته بیا وویل: که زه یی واخلم نو بیا؟ نبی علیه السلام ورته وفرمایل: الله جل جلاله به تاته په جنت کې ونه درکړي.

your ads

ابو الدحداح رضی الله عنه هغه سړي ته وویل: ما پیژنې؟ هغه ورته وویل چې تا څنګه نه پېژنم، بیا یې ورته وویل: زما  باغ دې لیدلی دی؟ هغه سړي ورته وویل: ولی نه، چې څوک نه پېژني هغه به په مدینه کې نه اوسېږي. لوی لوی تاجران ورپسې راځي خو تا چا ته نه دی ورکړی، هغه باغ چې شپږسوه ونې په کې دي او ښایسته دېوال یې دی او ښکلې بنګله پکې اباده ده او ویالې پکې بهېږي.

ابو الدحداح رضی الله عنه ورته وویل: که هغه باغ درکړم دغه ونه به په ما خرڅه کړې؟  نو هغه سړی غلی شو، ګومان یی وکړ چې ټوکه به راسره کوي، ورته یی وویل: ابو الدحداح دا ته څه وایی؟ هغه ورته بیا وویل:  د باغ په بدل کې ونه راکړه، نو ورسره یي ومنله. باغ يې ورکړ ونه يې واخیستله اوټول پرې شاهدان شول.

یتیم ته یې وویل: لاړشه ونه ووهه، دېوال جوړ کړه او ونه دې هم ستا وي، بیا یې نبی علیه السلام ته یې وروکتل هغه ورته وفرمایل: هو الله جل جلاله به په جنت کې ونه درکړي.

ابو الدحداح رضي الله عنه له مجلس څخه د کور په لور روان شو، په لاره کې يې له ځان سره یې خندل او ویل یې د ابو الدحداح لپاره په جنت کې څومره ښکلې ونې دي، کور ته چې ورسېد، له دروازې سره ودرېد او خپلې مېرمنې ته یې وویل بهر راووځه، هغې ورته وویل: ولې څه خبره ده؟ ورته يې وویل: کور مې خرڅ کړ ام الدحداح ورته وویل: په چا دې خرڅ کړ تا خو مشوره هم ونه کړه؟ ابو الدحداح ورته وویل: په الله جل جلاله مې خرڅ کړ، ام الدحداح ورته وویل ایله اوس دې سم تجارت وکړ.

نو سامان یې راټول کړ او خپل دوه ماشومان چی باغ کې یې لوبې کولې په غېږ کې یې راواخستل او په جیبو کې یې چې خرماوې وې هغه يې ترې راواخستلې او باغ کې دننه یې واچولي، او په داسې حال کې له کوره ووتل چی بل کور یې هم نه درلود، نو بیا ابو الدحداح رضی الله عنه په مدینه کې يوه جونګړه جوړه کړه، په هغه کې اوسیدل او ګزاره يې پکې کوله او کله به چې پرې سخته راغله نو ځان سره به یې ویل: د ابو الدحداح لپاره څومره ښکلې ونې دي په جنت کې!

ليکنه: ذو الکفل عزيز

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب