د روژې ټولینزې ګټې

د روژې ګټې

لوي څښتن لره دي حمد او ټولی ستايني وي ، هغه چي پر موږ باندي يي د رمضان مياشتي روژې فرض كړي او بيايي توفيق راكړی چی د هغه دغه فرض ترسره کړو،  او د هغه پرګران پيغمبر دي د روداو رحمت وي چي د رمضان مياشتي په شپه كي يي تراويح لمونځ سنت كړي همدا راز د هغه پر مباركو اصحابانو او تابعينو چي د هغه پر پاكه لاره تللي او موږ ته يي د هغه سنت رارسولي دي .

درنو لوستونکو! الله پاک خورا ستر او عظیم ذات دی، د ټولو کايناتو پنځونکی او هستونکی دی ، هغه هیڅ شی ته هم اړتیا نلری ، بلکی ټول هغه ته اړدی ، هغه د ټولو خالق دی او ټول د هغه د مخلوق ، هغه د ټولو هستونکی او نابودونکی دی خو د هغه ستر ذات همیشنی او تلپاتی دی.

الله پاک پرمسلمانانو روژه ددی لپاره نه ده فرض کړی چی په هغوی یوازی  لوږی او تنده وزغمی ، ددی لپاره یی نه ده فرض کړی چی هغوی ته عذاب ورکړی اویایی وځوروی بلکی د روژی په فرضولو کی د لوی او حکیم خدای بیشمیره نوری موخی دی چی ډیری یی موږ ته روښانه نه دی خو ځینی یی کولای سو و پوهوو.
روژه ډیری ګټی لری چی ځینی یی مانیزی دی ، ځینی یی ټولنیزی او ځینی نوری یی بیاجسمانی دی چی د روژه نیونکی په ښه ورځی

د روژی څوګټی په لاندی ډول دی :

د تقوی ترلاسه کول :

لوی خدای (جل جلاله ) فرمایی‏:‏ ‏{‏كتب عليكم الصيام كما كتب على الذين من قبلكم لعلكم تتقون‏}‏
ياني روِ‏ژه موددی لپاره فرض کړی چی  تاسو پکښی تقوی ومومئ .
(‏البقرة‏:‏183‏)‏،  لوي خداي تقوي د روژی شالوری ګرځولی اوروژه یی د تقوی د موندلو سبب بللی ده .‏
اوس پوښتنه داده چی تقوی روژاتی ته کله او څنګه په لاس ورځی ؟
تقوي : د الله پاک له عذابه څخه د ځان ژغورلو، د هغه له قهر او غوصی څخه د ځان ساتلو په ماناده او دا چی بنده د خپل ځان او د الله پاک د نافرمانیوترمنځ یو پوخ دیوال ، بنداویاکلکه پرده جوړه کړی .

او په دی کی شک نسته چی روژه د تقوی د ترلاسه کولوله لاملونو څخه یولوی لامل دی ، داځکه یوانسان چی کله د روژی نیولو پرمهال له حلالوشیانو لکه  خوراک ، څښاک اوكوروالي څخه ډډه کوی نوهغه کارونه خو بیخی نه ترسره کوی چی نارو اوی ، ځکه د روژاتی وجدان دااجازه نه ورکوی چی هغه دی له حلالوشیانو څخه ځان وساتی خو حرام دی وکړی .
له همدی امله نوعلماؤویلی چی روژه د مباحوشیانو په پریښوولو سره نه بشپړیږی بلکی روژه هغه مهال روژه ګرځی چی د مباحوشیانوترڅنګ له محرماتو څخه هم ډډه وسی .
محرمات لكه ‏:‏سود، غلا، غصب ، په راکړه ورکړه کی غطایستل ، دبل حق خوړل ، غیبت ، بهتان ، ښکنځل ، بدردویل او د خلګوزړونه ازازول ، چی ددغوشیانوله کولو سره سره روژه هیڅ ماناهم نلری او داسی بلل کیږی لکه چی دحیوان خوله وتړل سی اوترماښامه واښه وروانه چول سی>

امام احمدبن حمبل رحمه الله په خپل مسند کی‏[‏5/431‏] د عبید رضی الله عنه څخه روایت کړی فرمایی : أن امرأتين صامتا فكاد تا أن تموتا من العطش، فذكرتا للنبي صلى الله عليه وسلم، فأعرض عنهما، ثم ذكرتا له، فأعرض عنهما، ثم دعاهما فأمرهما أن يتقيئا فتقيئتا ملء قدح قيحاً ود ماً وصديداً ولحماً عبيطاً‏!‏
فقال‏:‏ ‏(‏إن هاتين صامتا عما أحل الله، وأفطرتا على ما حرم الله عز وجل عليهما، جلست إحداهما إلى الأخرى فجعلتا يأكلان لحوم الناس‏)‏‏.‏
ژباړه : دووښځوروژی نیولی وی اونیږدی وه چی له تندی دی مړی سی ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم ته د هغوی په اړه وویل سول ، هغه صلی الله  علیله وسلم ورڅخه مخ واړاوه ، بیایی ورته یادونه وسوه پیغمبرصلی الله علیه وسلم بیاورباندی باک ونه کړ، دریم ځل بیاد اسلام پیغمبرته د هغوی په اړه وویل سول ، پیغمبرصلی الله علیه وسلم هغوی راو غوښتلی او په قی وهلویی وګمارلی ، هغوی یوه ډکه پیاله وینی ، ژړی او به او غوښی قي کړی !

د اسلام پیغمبرصلی الله علیه وسلم وفرمایل : دغودووښځوله هغوشیانو څخه روژه نیولی وه چی الله پاک حلال کړی خوهغه شیان یی بیانه دی پریئښی چی خدای ورباندی حرام کړی ، دوی دواړی له یوی بلی سره کښینستلی او د خلګوغوښی یی خوړلی دی (یانی : غیبتونه یی کړی ).
له همدی امله په حدیث شریف کی راځی چی پیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی :‏ ‏(‏ليس الصيام من الطعام والشراب، إنما الصيام من اللغووالرفث‏)‏ ‏[‏أخرجه البيهقي في السنن الكبرى‏:‏ 4/270‏]‏‏.‏
ياني : روِژه د نه خوراک او څښاک په مانا نه ده بلکی روژه هغه ده چی څوک له ښکنځولو او بد ویلو څخه ځان وساتی .
همدا راز پیغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايي‏:‏ ‏(‏رب صائم حظه من صيامه الجوع والعطش، ورب قائم حظه من قيامه السهر‏)‏‏‏ .
مطلب داچی : ډیر روژه نیونکی داسی وی چی له روژی څخه یی یوازی لوږی او تنده په لاس راوړی وی ، او ډیرو لمونځو کونکو ته یوازی بیخابی په ګټه کی ورپاته وی ، یانی د روژی او لمانځه ثواب یی نه وی .

د جابر رضي الله عنه څخه روایت دی فرمایی ‏:‏ إذا صمت فليصم سمعك وبصرك ولسانك عن الغيبة والنميمة، ودع أذى الجار، وليكن عليك سكينة ووقار،ولا تجعل يوم صومك ويوم فطرك سواء ‏[‏ذكره ابن رجب في لطائف المعارف وغيره‏]‏‏.‏
ژباړه : کله چی روژه نیسی نو په خپلوغوږونو، سترګو او ژبه باندی هم روژه ونیسه له غیبت او بدویلو څخه ، د همسایه ازار پریږده ، سنګینه او د روندو اوسه ، او د روژی او بی روژی ورځی دی یوشان مه ګرځوه (ځکه په روژه کی باید ډیر هغه څه وکړی چی نورمهال یی نه کوی او ډیر هغه شیان پریږدی چی نور مهال درڅخه کول کیږی )

روژه باید د نفس په کابو کولو او د نفسی غوښتنو په راکملو سره پرصبردانسان داعتیادلامل ورګرځی ، په روژه کی بایدانسان خپل نفس په خپل کنټرول کی وساتی، او د محرماتو په نه کولویی عاد ت کړی ، چی داپه خپله د روژی یوه موخه هم ده ، یانی روژاتی بایدپه خپل نفس تمرین وکړی چی څنګه له هغوی شیانو څخه ډډه کوی چی زړه یی غواړی ، هغه روژاتی چی له حلالویی روژه نیولی وی خوحرام یی نه وی پریئښی ، یقیناچی روژه یی بیګټی ده ، او د تقوی خاوند نه بلل کیږی ، په حدیث شریف کی راځی د اسلام سترپیغمبرصلی الله علیه وسلم فرمایی :‏ من لم يدع قول الزور والعمل به والجهل فليس لله حاجة في أن يدع طعامه وشرابه‏.‏
ياني : كوم څوک چی د رواغ ویل ، ناوړه عمل اوناپوهی پرینږدی نوالله پاک د هغه د خوراک او څښاک پريښوولوته څه اړتیانلری .

له ګناهونو څخه د اندامونو ساتنه :

د روژی له ګټو څخه یوه ګټه داده چی انسان خپل وجدان اوخپل اندامونه له ګناهونو څخه ساتی ، روژاتی ګناهونوته ورنیژدی کیږی هم نه ترهغو پوری چی د نفس علاقه یی ورسره وشکیږی او بیایی ترروژی وروسته هم ورته زړه نه کیږی .
روژتی خپل ځان دلوی خدای په یوه درانه عباد ت کی بولی اوکله چی یی نفس ورته دد رواغوویلو، چم ، ناوړه کارونو، ښکنځلو، دبل دحق خوړلو او داسی نوروناروابلنه ورکړی نودی وایی : زه به څنګه دا ګناهونه وکړم په داسی حال کی چی زه روژاتی یم ،څنګه کولای سی ددغه ستر عباد ت سره ګناه یوځای کړم ؟
د اله له انصافه لیری ده چی څوک په یو مهال هم عباد ت کوی اوهم ګناه ، هم یی د روژی د عبادت په دود خوله تړلی وی اوهم له هغی سره منافی کارونه ترسره کوی .
روژه باید د یوه تدریب او تمرین په توګه وکارول سی او انسان له دی څخه په الهام اخیستلو همیشه پر خپل نفس کابوو لګوی.‏

 بدنی تصفیه:

په روژه کی د الله پاک له حکمتونو څخه یوهم په دی میاشت کی د روژاتیانودبد ن تصفیه اوساتنه ده .بد نی تصفیه د ناروغیود مخنیوی ترټولو مهمه وقایه ده ، په روژه کی بد ن تصفیه کیږی ، معده ارامیږی اوانسان دلوږی اوتندی پرزغملواموخته کیږی .

د بیوزلو او بیچاره ګانو یاد:

روژې
بیچاره ګان

د روژې له اهدافو اوګټو څخه یوهم انسان ته دلوږی اوتندی په احساس سره د ټولنیز شعورپیداکیدل دی .
روژاتی چی کله په ورځ کی وږی اوتږی سی ښه درک کولای سی چی لوږی اوتنده څه مانالری او څوک چی وږی وی نو څنګه وی .
دد نیاقانون داسی جوړدی چی له اقتصادی پلوه ټول انسانان سره یوشی نه دی ، ځینی شتمن دی اوځینی بی شتو، ځینی په یخو اوګرموماڼیوکی اوسی اوځینی نوربیاسره لمراوشین یخ ته کارکوی ، ځینی د ماښام ګوله نلری اوځینی نوربیاحیران وی څه شی وخوری ،
د روژی یوحکم چی روژه یی لپاره مشروع سوی دادی چی روژاتی د خپلی لوږی څخه د نورودلوږی الهام واخلی، اوهمیشه دبیوزلو اومسکینانو په اړه فکروکړی ، د هغوی لاسنیوی وکړی ، ورباندی رحم وکړی اوخیرخیرات ورکړی .
روژه د همدی لپاره مشروع سوی چی انسان دلوږی له امله الله پاک ته عجزوکړی اوخپل بادارته رجوع وکړی ، لکه څنګه چی په حدیث شریف کی راځی :‏ ‏(‏إن النبي صلى الله عليه وسلم عرضت عليه جبال مكة ذهباً، فقال‏:‏ لا يا رب بل أرضى بأن أجوع يوماً، وأشبع يوماً، فإذا جُعْتُ تضرعتُ إليك وذكرتك، وإذا شبعت حمد تك وشكرتك‏)‏ ‏[‏أخرجه الترمذي برقم 2347 وقال حديث حسن‏]‏‏.‏

ژباړه : پيغمبرصلي الله عليه وسلم ته د مكي غرونه دسروزرو په توګه وړاندي سول ، پيغمبرصلي الله عليه وسلم وفرمائل : اي خدايه ! زمانه دي په كار، بلكي زه غواړم يوه ورځ وږي و اوسم او بله هغه موړ، كله چي وږي يم تاته به عجزكوم اويادوم به دي او په كومه ورځ چي موړيم نو بيابه ستاشكراوحمدوايم .
د روژي له حكمونو څخه يوحكم دادي چي په روژه څوك ډيري خوراك ونه كړي ، ترڅودلوږي احساس وكړي او بياخداي ته خضوع عاجزي او دوعاوكړي ، ځيني كسان په روژه كي ډول ډول خوراكونه كوي ، د روژمات څخه نيولي بياترپيشلمي پوري خوراك كوي او بياپه پيشلمي هم ځان ترپزي موړكړي چي بيانوهيڅ د روژي اثرورباندي نه مالوميږي ، نه دشپي له پلوه  د الله پاك عباد ت ، تراويح ، نفل اوتلاوت كولاي سي اونه هم ‏دورځي كاربار، بلكي ټوله ورځ بيده وي ، چي داكاردپيغمبرصلي الله عليه وسلم ، صحابه كرامو اوسلفوعاد ت نه و ، بلكي هغوي به په وږي نس روژه نيوله اوډيرمهال به يي د خپل خداي عباد ت كاوه .

د شهوت كمښت:

د اسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم روژه د ځوانانو لپاره وجاء بللي ياني د شهوت كابو كونكي ، فرمايي :‏ ‏(‏يا معشر الشباب، من استطاع منكم الباءة فليتزوج؛ فإنه أغض للبصر وأحصن للفرج، ومن لم يستطع فعليه بالصوم فإنه له وجاء‏)‏‏.‏ ‏[‏متفق عليه‏]‏‏.‏
اي ځوانانو! كه مالي توانايي لري نو واده دي وكړي ځكه هغه د عورت ساتونكي او د سترګو كابوكونكي دى ، او كه څوك واده نسي كولاي نو بيا ښايي روژه ونيسي ځكه روژه د شهوت كمونكي ده .
د اسلام پيغمبرصلي الله عليه وسلم فرمايي چي روژه دشهوت كمونكي او كابوكونكي ده خو ډيري كسان ليدل كيږي چي د روژي سره سره يي بيا هم شهوت لمبي وهي او دا ځكه چي هغوي لوږي نه ده احساس كړي ، هغوي د روژي اثرات نه دي موندلي او لكه څنګه چي ښايي هماغسي يي عباد ت نه دي كړي ، بلكي هغوي ټوله شپه له خوراكونو سره مل په مجسلونو، ټوكوتكالو، ورقو او فلمونو كتلو تيروي او په پيشلمي هم دوهه خوري چي روژه مات يي لابيا سم خواته نه كيږي .
په دي هيله چي الله پاك راته د خپل عبادت توفيق راكړي ، او په دي مباركه مياشت كي مو د خپل رحمت او بركت څخه برخمند وګرځوي

احمد فرزان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب