د ښځو  احرام او د هغو ځانگړې مسئلې

د ښځو احرام او د هغو ځانگړې مسئلې:

دښځو احرام دسړيو په څير دى خو دومره فرق لري چې ښځې په گنډلى جامې اغوندي سربه يي هم پټ وي يواځې مخ به يي ښكاره وي ښځې موزې بوټان لاس ماغوگان اوهررنگ پايزار كارولى شي .

(۱) ښځې بايد تلبيه په زوره ونه وايي

(۲) په طواف كې دې رمل او اضطباع نه كوي

(۳) دسعې په وخت كې دې دشنو ستنو كې چې كوم شنه راډونه لگيدلي دي منډې دې نه وهي .

(۴) كله چې په حجر الاسود گڼه گونه وي حجر اسود دې نه ښكلوي اوكه خلك نه وو گڼه گوڼه نه وي بيا يي كولى شي

(۵) ښځو ته دحيض يا دنفاس پروخت طواف كول روا نه دى له همدې امله ده

چې كه يي تر دولسمه دذوالحجى پورې هم دهمدې مرض له امله طواف زيارت ونه كړى شو بيا هم دم پرې واجب نه دى .

(۶) دطواف  وداع پروخت كه ښځه په حيض كې وه يا دنفاس په حالت كې وه نو  طواف وداع دې پريږدي اوپريښودو باندې دم پرې نه واجبيږي ([1])  .

(۷) په ښځو باندې په حرم شريف كې پرده كول فرض دي  خو ځينې ښځې آن په حرمينو كې هم  پرده نه كوي بلكې ډير ځله نيمائي لوڅې وي اوپه همدې حال كې طوافونه او دحج نور افعال تر سره كوي او په همد حالت كې دخلكو په كڼه گونه كې ورننوتل لويه گناه ده او حرام كار دى  هم دارنگه دښځې خپل مشران هم پرې گناه گاران دي ځكه چې هغوئ يي ددې كارنه ولې نه منع كوي لكه څنگه چې داحرام په حالت كې دښځو مخ لوڅوي بايد په دشان سره دې پټ كړي چې  جامه يي دمخ سره ونه لگيږي .

( مسئله)  كه چيرته ښځې دجمعې لمونځ په حرمينو كې كوي اويا هم چيرته سړى او ميرمنې دواړه لمونځونه كوي ښځې بايد جدا ودريږي كه څه هم لمونځ كونكې يي پلار ، خاوند ، او ځوئ وي ([2]).

څرنگه چې په حرمينو كې ميرمنې پنځه وخته لمونځونه په جماعت سره اداء كوي كه څه هم هلته دميرمنو له پاره جلا دروازه او ځانگړي دښځو دلما نځه دپاره ځاى شته بايد هم دلته يي اداء كړي خپل خاوندى هلته يو ځاى ورته تعين كړي يا نورې ملگري شنا خته اويا دخپل اوطاق ملگرى زنانو سره دكينوى دابه ډيره بهتر وي خو دحج پروخت دحاجيانو دزياتوالي له امله خاص كر چې دحج دفرائضو ورځې رانزدې شي ډير زيات از دحام وي خو ډيرې ميرمنې دلما نځه  ځاى ته ځانونه نشي رسولى اوله سړيو سره يوځاى په صفونو كې دريږي دغه كار روانه دى اوهلته يي دسعودي عربستان دحكومت له خوه كوم زنانه عسكري هم ډير كوشش كوي خو دا زنا نه يي خبره نه مني نوله هم دې كبله خپل محرم يي يا خپل خاوندې نصيحت ورته وكړي چې داسې مكوه په داسې حالتو كې دا ښځې بايد لمونځ دخپل هستو گن ځاى كې چيرته يي چې عماره وي هلته ادا كړي دا به ورته ډير ښه وي دې ښځو ته به هلته داسې ثواب وركول كيږي لكه سړو ته چې په حرم شريف كې وركول كيږي (پاملرنه ) كچيرته  خداى مكړه كومه ښځه عين دجمعې دلمانځه پروخت دهغو په منځ كې راگيره شي او هر يوى خواته وتل ورته گران وي ښائي چې چيرته په يو كونج كې غلې كيني او دلمانځه نيت ونه كړي ځكه چې ديته كوم نارينه نزدې ولاړ دي ښي اړخ او چپ اړخ ته اوشاته ديو يو كس لمونځ فاسده وي بيا چې كله امام فارغ شي دا زنانه دې كوشش وكړي يو ا خوا ته دې ځان وباسي بيا دې خپل لمونځ ادا كړي  كچيرته دطواف پروخت اذان وشي زر زر دې خپل طواف پوره كړي او كه چيرته يي نشوپوره كولې په مينځ دطواف كې دې ووځي بيا چې كله لمونځ وشو چې كوم ځاى كې طواف پرايښوي له همغه ځاى نه بايد شروع وكړي .

( ضروري مسـئله) كچيرته يوه ښځه مخكې له طواف زيارت څخه حائيضه شي نفاسه شي او  ددې ښځې وخت پوره شي دخپل وطن دمستند لو دپاره او حكومت نو ر وخت نه وركولو طياره هم ورنه تلله بله هيڅه وجه نه وه  نو ددښځې دپاره اوس يو طريقه شته چې كه دا طريقه ونه كړي حج يي بيا نه كيږي ځكه له دينه  فرضي طواف فوت كيږي نو له دې امله به دا ښځه خپل فرج كې شاه وخواځان ډئر ښه مضبوط سنبال كړي كرسوف دمحكم وتړي نه باده چې حرم كې دحيض وينه توي نه شي طواف به وكړي  مكمل سعې به هم وكړي دطواف لمونځ به نه كوي نو په دې ښځې اوس دم لازم شو خو په دم كې به بدنه حلاله وي هغه كه اُوښ وي او كه غوا وي نو ددې ښځې حج وشو.

[1] – ذبدة اوعنيه

[2] – علمگيري .

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب