مسلمانې او افغانې ښځې په ټولنه کې وياړلي کارنامې لري

ګرانو لوستونکو:- که د نړۍ د بشريت تاريخ ته نظر واچو دا به جوته شي چې ښځه په ټولنه کې ارزښتمنده قشرده د دونيا,نوابغ اوقهرمانان د ښځې په غيږ کې لويئږي دمورغيږ ه دمينې او روزنې اولنې ښوونځی ده دا مورده چې ټولنۍ ته سالم کدرونه ورکوي که دنړۍ دبشريت تاريخ ته نظر واچو ټولنه ديو ې کوترې ښځې اونارينه يي داسې دي لکه دوه وزرونه کوتر بی له وزرو الوتلی نشي ټولنه هم دښځوپه نه موجوديت دتکامل پړاو ته نه شي رسيدلی که د پخوا زمانو تاريخ ته نظر واچو زمونږ داسلام په مقدس دين کې هم دښځوونده برجسته وه دمثال په توکه اولين چاچې داسلام په تګ لاره کې علاقه اودزړه هيله يې ښوديلې وه هغه ښځه وه هغه ښځه حضرت بی بی خديجه وه چې داسلام په مقدس دين يې ايمان راوړ هغه چاچې په اسلام کې د لمړې ځل دپاره يې دشهادت جام نوش کړه هغه هم دحضرت ياسر رضي الله عنه ښځه اود عماررضي الله عنه موروه او اولين چا چې دمجاهدينو دزخميانو اونورو ناروغانو تداوي کړيوه هغه هم يوه ښځه وه چې حضرت رفيده رضي الله عنها نوميده او دالله (ج)په کلام کې چې دچاپه حق کې مکمل صورت نازل شويده هغه هم يوه ښځه چې حضرت ام المومنئين عايشه صديقه رضي الله عنها نوميده اودچادپاکوالې په هکله چې الله(ج)خپله تصديق کوي هغه هم ښځه او همدا حضرت ام المومنئين عايشه صديقه رضي الله عنها نوميده اوهغه پيغله چې دالله په حکم سره په معجزه توګه حامله شوه هغه هم حضرت بی بی مريم وه چې ديوې رښتينې مومنې په توګه يې هر هغه څه وګالل چې دالله (ج)دخوښی دپوره کولو دپاره هطمي او ضروري و چې الله(ج)ورته دسيدت النسا فی الجنته لقب اورتبه ورکړ همدارنګه زمونږ په وياړلی تاريخ کې هم منورې ښځې خپل تاريخي رسالت يې په ښه توګه سرته رسولي دي دمثال په توګه نازو انا، زرغونه انا، غازي دې، د ميوند قهرمانه ملاله، او ډير نور …….
قدرمنو خويندو:- دتاريخ اودزمان امتحان سره مخ يو لازم ګنمه چې ووايمه بايد د ټولنۍ په رغونه کې او دجنګ غيمزو ته د پاې ټکۍ په ايښودلو او هيواد کې دسولې په راوستولو کې خپل مهم رول ولبوو دخپل کور نارينه مه پريږدئ چې جنګ وکړي د راتلونکي نسلونو په روزلو کې زيار اوباسئ دخپل مذهب په تدريس کې ماشوم ته دماشومتوب نه زيار اوباسئ که ماشوم مذهبي وروزل شي هيڅکله ګناه اوفساد ته لاس نه غزوي تاسئ باور وکړئ چې تاسئ دسولې په راوستلو کې مهم نقش لوبولې شئ دا ځکه چې دخپل کورد هر نارينه تر څنګ تاسې ياست ښځه يا خورده يا مور ده يا د ژوند ملګرې خپل نارينه ورونو سره داخلاق په چوکاټ کې دټولنۍ د پرمختګ دپاره ګټور ګامونه پورته کړئ دنړۍ ښځوسره په سالمو رقابتونو کې ونډه واخلئ دبيځايه او غير اخلاقي سياليو نه ډډه وکړئ دهر چا خبرو ته دتشويق په وخت کې فکر وکړئ هر هغه څه چې د يوې افغانې انجلې يا ښځې حيثيت ته صدمه رسوي هغه کار مه کوئ ځکه چې د يوې کوچنې اشتباه په کولو سره د ډيرو خويندو پر مخ دتعليم دروازې بنديږي په اخير کې دخداې (ج)نه دټولو شهيدو خويندو دڅانګۍ اماج خور په شمول دفردوس جنت غوښتنه کومه او په هيواد کې دسولې د راتګ دپاره الله(ج) ته لاسونه لپه کومه چې الله د په ټولو ورحميږي او زمونږ رنځيدلي ولس ته دايمي سوله په برخه کړي امين يارب العلمين

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب