دموقتې نکاح (صيغې) شرعي حکم؟

سريزه:
اوس مهال ډېره ګرمه موضوع صيغه او ياموقته نكاح ده، ټولې خبري رسنۍ دغه اعلانونه خپروي، او پۀ دې هكله   پۀ ډېرو سختو تبليغاتو لاس پورې كوي .
له صيغې او موقتې نكاح څخه ډېره بده استفاده شوې، لۀ دغې لارې د ښځينه مقام پۀ سخت توهين لاس پورې كړى شوى، ډېر نا كاره او مفسد خلك  د موقتې نكاح تر پردې لاندې د زنا او فحشاؤ لپاره لاره پرانيزي.
حقيقت دادى. چې د اسلام  سپيڅلى شريعت پۀ تدريجي توګه نازل شوى ،د عربو پۀ جزيره كې د اسلام نه مخكې د بې شميره ښځو نكاح رواج درلود، د ښځينه وو لپاره هيڅ رنګه حقوقي حيثيت پۀ برخه نۀ وو، پۀ همدې توګه زنا او موقته نكاح د جاهلي دورسوغات ده . د اسلام د ځلانده لمر پۀ راختلو سره يو څۀ موده پۀ خپل حال پرېښودل شوه بيا د خيبر پۀ غزا كې يې د تل لپاره د تحريم حكم اعلان كړى شو ، پۀ سنن ابن ماجه كې يو روايت راغلى دى پيغمبر صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي :
((ايهاالناس انى كنت آذنت فى الا ستمتاع الا  و ان الله حرمها الٰي يوم القيامة))
ژباړه: اى خلكو! پۀ يقيني توګه مې د متعې او يا د موقتې نكاح پۀ هكله اجازه دركړې وه- خبر اوسۍ چې بيشكه الله پاك د قيامت تر ورځې پورې لۀ دې وروسته حرامه ګرځولې ده.

پۀ همدې ډول مؤقته نكاح د زنا او فحشاؤ لپاره لاره خلاصوي د اسلام پۀ سپيڅلي دين كې زنا ډېر لوى جرم او ډېره بده چاره ده قران عظيم الشان دغه مطلب ته د اشارې پۀ ترڅ كې فرمايې        (( ولا تقربوالزنا انه كان فاحشة وساء سبيلاَ))
ژباړه : او زنا ته مۀ نژدې كېږئ بيشكه زنا بې حيا كار اوبده لاره چاره ده .
پۀ همدې توګه محمد صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي ((لا يزنى الزانى حين يزنى وهو مؤمن))
ژباړه : زنا كار پۀ زنا لاس نۀ پورې كوي كله چې دى زنا كوي پۀ داسې حال كې چې هغه  مؤمن وي.

دا ځكه چې زنا د پت او عزت د توئيدلو او د نسبونو د اختلاط وسيله ده. اسلام لۀ دغو ټولو       اخلاقي  رزايلو سره د مبارزې اعلان كړى او ټول اخلاقي مفاسد يې پۀ بشپړه توګه لۀ منځه  وېوړل هيڅكله هم مؤقته نكاح د اسلامي شريعت د قانوني اساساتو څخه نۀ شميرل كيږي، مؤقته نكاح باطله ده او هيڅ قانوني حيثيت نۀ لري . د اهل سنت د ټولو امامانو حنفي، شافعي، حنبلي، مالكي او اهل حديث حضراتو پۀ نزد مؤقته نكاح تر قيامته حرامه ده .
قران عظيم الشان پۀ ډاګه دا خبره اعلانوي چې يو څوك د نكاح كولو وسه ونۀ لري د هغۀ ددې ستونزې د حل لاره داده چې صبر وكړي او خپل ځان لۀ نورو ناروا لاروچارو څخه وساتي ترڅو پورې ورته الله جل جلاله  د نكاح كولو شرايط برابر كړي .

قران عظيم الشان دغه مطلب داسې بيانوي (( و ليستعفف الذين لا يجدون نكاحاَ حتٰى  يغنيهم الله من فضلهِ )) د نور سورة ۲۳ ايات
ژباړه : او ارومرو دې هغه خلك د عفت او سپېڅلتيا هلې ځلې وكړي چې د نكاح كولو وسه نۀ لري تر دې پورې چې الله عزوجل يې لۀ خپل فضل اومال څخه شتمن وګرځوي.

پس كۀ چېرې مؤقته نكاح جايز واى لازمه نۀ وه چې الله عزوجل د صبر او انتظار امر كړى واى  پۀ ډاګه به يې د مؤقتى نكاح فرمان صادرولو.
پۀ همدې توګه پۀ بل ځاي كې داسې ارشاد دى (( ومن لم  يستطع منكم طولاَ ان ينكح المحصنات المؤمنات  فمن ما ملكت ايمانكم من فتياتكم المؤمنات  و الله اعلم بآيمانكم بعضكم من بعض فانكحوهن باذن اهلهن واتوهن اجورهن باالمعروف محصناتِ غير مسافحاتِ ولا متخذات اخدانِ فاءذا احصن فان اتين بفاحشةِ فعليهن نصف ما على المحصنات من العذاب ذالك لمن خشى العنت منكم و ان تصبرو خيرٌ لكم والله غفور رحيم ))
ژباړه : او څوك چې لۀ تا سو څخه د شتمنۍ څښتن نه وي ترڅو اصيلې ښځې پۀ نكاح واخلئ نو لۀ هغو وينځو سره دې نكاح وكړي چې ستاسې لاسونه يې څښتنان ګرځيدلې دي، ستاسې لۀ مؤمنو وينځو څخه الله پاك ستاسې پۀ ايمان پوه دى ځينې ستاسې له ْ  ځينو نورو څخه دي.

تاسې دوئ پۀ نكاح واخلئ ددوئ د څښتنانو پۀ اجازه او دوئ ته ددوئ مهرونه وركړئ پۀ نيكه لاره چاره پۀ داسى حال كې دوئ به نكاح كوونكى وى نه زناكارى اونه د پټو يارانو نيوونكې، پس هر كله چې دوئ پۀ نكاح كړى شي كۀ چېرته يې پۀ زنا لاس پورې كړ نو پۀ دوئ باندې به د حد نيمه برخه جاري كيږي كوم چې بشپړ په اصيلو جاري كېدۀ دا نكاح د وينځو دهغه چا لپاره ده چې زنا څخه پۀ پريوتلو كې ويريږي او كهء تاسې- صبر وكړئ غوره دى تاسو ته الله جل جلاله  بښونكى او مهربان دى .
پۀ دغه ايات كريمه كې هم الله عزوجل هغه چاته چې د مادي امكاناتو څخه برخمن نۀ دي لۀ وينځو سره يې د نكاح حكم كړى او كۀ چېرې لۀ وينځو سره هم  د نكاح كولو د وسې خاوند نۀ وي لۀ صبر او تحمل څخه دې كار واخلي، پس كۀ چېرې متعه جايزه واى نو دلته به يې د اسانې لارې پۀ عنوانولو سره مطرح كړى واى .

صيغه د شيعه ګانو لۀ نظره :
شيعه ګانو د صيغې او يا د مؤقتې نكاح پۀ تشويق كې   موضوعي(له ځانه جوړشوي) روايات رانقل كړې دي تر دې پورې چې يو څوك پرې عمل ونۀ كړي د سخت عذاب مستحق يې بولي او پۀ همدې توګه يې لۀ اسلام څخه بيرون ګڼي موږددوۍ يو څو روايات رانقلوو :
صدوق لۀ امام جعفر څخه دغه روايت نقل كړى دى : ان المتعة ديني و دين ابائي فمن عمل عمل بديننا و من انكرها انكر ديننا واعتقد بغير ديننا. يعنې : پۀ يقينې توګه متعه زموږ ددين او زموږ د پلرونو ددين برخه ده چا چې پرې عمل وكړنو زموږ پر دين يې عمل وكړ، او چا چې ورڅخه انكار وكړ زموږ ددين څخه يې انكار وكړ، لۀ دين پرته عقيده يې خپله كړه پۀ همدې توګه شيعه ګان پۀ يو بل روايت كې استناد كوي وايې  چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم  فرمايلې دي ) من تمتع باءمراةِ مؤمنة كاءنما زار كعبة سبعين مرةَ ( يعنې: چا چې لۀ يوې ښځې سره صيغه وكړه داسې ده لكه چې  اويا ځله يې د كعبې شريفې زيارت كړى وي .پۀ همدې توګه يو بل روايت دى )  من تمتع امراةَ امن من سخط الجبار(
ژباړه : څوك چې لۀ يوې ښځې سره د صيغې نكاح وكړي د الله جل جلاله لۀ غضب څخه به پۀ امن كړى شي .
ايت الله كاشاني پخپل تفسير منهج الصادقين كې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم يو روايت نقل كړى دى : چې يو څوك يو ځل صيغه وكړي د امام حسين مرتبې ته رسيږي او څوك چې دوه ځله صيغه وكړي د امام حسن مرتبې ته او چې څوك يې درې ځله وكړي د على رضي الله عنه  مرتبې ته او څوك چې څلور ځله صيغه وكړي ځما يعنې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم مرتبې ته رسيږي ، ښۀ فكر وكړئ كۀ چېرې يو پليت انسان پۀ يو ځل صيغه كولو سره دومره لوړې مرتبې حاصلوي او د پيغمبر تر مقام پورې رسيږي ، ايا د پيغمبر او امامانو مقام ته رسيدل پۀ دومره پست او ذليل عمل ترلاسه كيدى شي .

پۀ داسې حال كې چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم لۀ اهل بيتو سره هم دوئ صيغه جايز بولي (تهذيب طوسي ج۲/۱۹۳)
شيعه مشر ښاغلى كليني مؤقته نكاح د يو ځل مجامعت ( كوروالي) لپاره هم جا ئز بولي ، پۀ همدې توګه دوۍ باور لري چې د صيغي كړى شوې ښځې لپاره شرط نۀ ده چې بلوغ تر عمره رسيدلې وي بلكې لس كلنه جينۍ هم د صيغي نكاح كولى شي .
د خميني فتوٰى ده چې د شيدې رودونكې ماشومې جينۍ صيغه هم جواز لري (تحرير الوسيله ج۲ ۱۲ مسئاله )

حقيقت دادى چې د مؤقتې نكاح د ثبوت پۀ هكله روايات ثابت نۀ دي بلكې د اسلام سر سختو دښمنانو لۀ ځانه جوړ كړي دي ، هيڅ يوه خبره لۀ امامانو څخه ثابته نۀ ده.  ددې روايت توجيه به څنګه كوې چې يو څوك يو ځل هم متعه ونۀ كړي كافر ګڼلى شي  پۀ داسې حال كې چې يوۀ امام هم صيغې نكاح نۀ ده كړې لنډه داچې .

صيغه اوياموقته نكاح لۀ شرعي نصوصوسره مخالفت لري، دا ځكه چې دغه كار داسې حيثيت لري لكه چې يو كار الله جل جلاله او رسول صلى الله عليه وسلم حرام ګرځولى وي او يو څوك يي روا وبولي.
د صيغي پۀ هكله ددروغو روايات جوړشوي پيغمبر عليه السلام او سپيڅلو امامانوته يي نسبت شوى ، پۀ داسې حال كې چې پۀ دغو رواياتو كې د ائمه ؤ سخت توهين  شوى كۀ پۀ چا كې يوه ذره ايمان هم وي دغسې سپك نسبتونه به هغوۍ ته روا ونۀ بولي .
۳- پۀ دغو رواياتو كې لۀ ميړوښې ښځې سره هم چې ميړۀ يې لا ژوندى دى صيغه روا بلل شوې – چې دغه كار پۀ بشپړه توګه لۀ قران كريم سره ټكر او همدغه كار د كورني نظام ړنګولو لپاره كفايت كوي پۀ داسې حال كې چې كورنى نظام د ټولنې اساس او ريښه تشكيلوي ،
د صيغې صورت كې هيڅ نارينه نۀ شي كولاى چې پۀ خپلې ميرمن ډاډه واوسي دا ځكه چې هر وخت كيداى شي لۀ بل سړي سره يې صيغه كړي وي ، دا دومره لوى جنايت او ستره بې ديني ده چې د نسب لړۍ پاى ته رسوي پۀ داسې حال كې چې اسلامي شريعت پۀ كلكه توگه د نسلونو تحفظ غواړي.

پلرونه او د كورنۍ نور غړي هم نۀ شي كولاى چې پر خپلو لوڼو ډاډه واوسيږي كيداى شي هغوۍ  د خپلي كورنۍ د خوښې څخه پرته لۀ يو چا سره صيغه وكړي ، ډېر ځله به پلار متوجه كيږي چې لور يې بې لۀ وادۀ څخه حامله شوې وي ، نۀ پوهيږي چې لۀ چا څخه يې حمل اخيستى ؟ دومره پوهيږي چې لۀ يو سړي څخه حامله شوې او هغه پۀ خپله مخه تللى دا ځكه چې پۀ داسې حالت سره مسؤليت نۀا حساسوي .
د صيغې نكاح نه ګواه لري او نه اعلان او نه د سرپرست خوښه پۀ همدې توګه صيغه كړى شوې ښځه لۀ خپل ميړۀ څخه ميراث هم نۀ شي وړلاى .

پوهندوى مولوي محمد شريف رحماني
په ننګرهار پوهنتون کې د شرعياتو پوهنځي استاد

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب