آیا په فلمونو کې کار روا دی؟

پوښتنه: آیا یو مسلمان سړي ته د فلم په نړۍ کې کار کوول روا دي؟

جزاکم الله خیراً

د مفتی نوم: مزمل صدیقی

ځواب

وعلیکم السلام ورحمة الله وبرکاته

ګرانه وروره! له دی چی ته له خپل دین (اسلام) سره مینه لری موږ په تا باندی ډیر ویاړو. الله تعالی دی تاسو ته خیر درکړي او له تاسو سره دی مرسته وکړي چی تاسو تل له خپل اسلام سره مینه ولرﺉ.

لومړی غواړم ووایم چی اسلام هیڅ کله هم د ښکلو هنرونو سره مخالف نه دی. بلکې برعکس اسلام موږ هنر ته رابولی چی اصلاً هنر د بشر ده. که له هنر نه صحیح ګټه واخستل شی نو یوه ډیره موثره او ښه لاره ده، په دی اساس باید مسلمانان د هنر د لاس د راوړلو په لار کی ستړی نشی، او د انسانیت او مذهب دښمنانو ته یی پری نږدی.

فلم، ننداری او هنری کارونه هغه وخت جایز دی چی د اسلام پر ضد ونه کارول شې، کله څنګه چی نن کارول کیږی. او کوم فلمونه چی بی لارﺉ او شهوت رانی ته لمن وهې هغه په اسلام کی ناروا کڼل شوي دي.

اوس خبری کوو پر دی چی آیا په فلمی نړی کی کار کول جواز لری کنه حلال دی کارول او که حرام؟

ستاسو په ځواب کی ډاکټر مزمل صدیقی د شمالی آمریکا د مسلمانانو د جمعیت پخوانی مشر داسی وایی:

نن ورځ فلمی نړې دداسی کسانو په لاس کی ده چی هغوی نه د اسلام په اړه معلومات لري او نه د اسلام پروا لر ی. نو له دی کبله یو ټینګ او هوښیار مسلمان ته به دا ډیړه ستونزمنه خبره وی چی په فلمی صنعت کی کار وکړي. که څه هم، دا خبره باید موږ ته مانع نشی چی موږ خپل دینی او علمی تاسیساتو ته د فلم له لاری  وده ورکړو. فلم یوه ډیره ارزښتمنه او پیاوړی لاره ده. فلم د یوی ښې تفریح، اخلاقی تعلیم او اسلامی دعوت لاره ده.  مسلمانان هغه وخت له فلمی صنعت نه کار اخیستلی شی چی هغوی خپل ترټولو غوره زخمت وباسي. هغوی (مسلمانان) صادقانه او رښتنی خدمت ګارانو ته اړ دی تر څو هڅه وکړی چی فلمی صنعت اسلامی کړي.


سرچينه: اسلام انلاين
ژباړه: نثار احمد اسلام مل

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب