شراب ولې حرام دی؟ -په نبوي سنتو کې علمي اعجاز ۲

شراب ولې حرام دی؟

رسول الله صلی الله علیه وسلم په قطعي توګه شراب حرام کړي دي، په یوه روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: الله په شرابو لعنت ویلی ده، د شرابو په څښونکي او ساقي، په پلورونکي او پیرونکي، په نښتیځونکي او ورته نښتیځونکي، په وړونکي او هغه چا چې وروړل کیږي؛ دا ټول لعنتیان او د الله له رحمت نه لیري دي. لَعَنَ اللَّهُ الْخَمْرَ وَشَارِبَهَا وَسَاقِيَهَا وَبَائِعَهَا وَمُبْتَاعَهَا وَعَاصِرَهَا وَمُعْتَصِرَهَا وَحَامِلَهَا وَالْمَحْمُولَةَ إِلَيْه.ج [سنن أبي داود].

په ټولیزه توګه د عامو شرعي محرماتو او حرام شویو شیانو د تحریم په باره کې دومره سختي نه ده شوې لکه د شرابو په باره کې چې شوې ده، دا ځکه چې د شرابو ضرر او تاوان زښت زیات ده، ساینسپوهان وایي شراب د بدن ټول سيسټمونه له کاره اچوي. لکه له مختلفو تحقیقاتو وروسته د برتانیې د زړه د ټولنې یو وتلی ډاکټر په واز کومي دا خبره کوي چې : alcohol should not be used as a medicine. شراب هیڅکله د دوا په توګه نه شي کاریدلی. سبحن الله دا خبره رسول الله صلی الله علیه وسلم څه د پاسه 1400 کاله پخوا لا کړې ده، هغه فرمایي: بې شکه شراب دوا نه ده بلکي مرض ده. إنه ليس بدواء ولكنه داء. [رواه مسلم]. د رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې کره او پخه خبره کول چې سلهاوو کلونه وروسته یې نوی ساینس ټکي په ټکي ثابته او تایید کړي؛ دا له عبقريت او ذکاوت نه لوړه خبره ده، او ښکاره خبره ده چې د هغه خبره الهي وحي ده.

ساینسپوهان وایي: شراب یواځي په ینه، معده، خوله، دماغو او عصبي ریښو بد اغیز نه کوي بلکي شراب نورې زیاتي روحي ستونزي رامنځته کوي چې په دې صورت کې شرابیان د شرابو څښل زياتوي او دا حالت هر کال په نړیواله سطحه په ملینونو د مرګونو پېښو لامل ګرځي، خو سره له دې بیا هم ساينسي ټولنې نه شي کولی داسي درمل رامنځته کړي چې هغه د شرابو په پرېښودلو کې مرسته وکړي او دا ستونزه په کفري ټولنو کې ده په مسلمانو ټولنو کې نه شته ځکه مسلمانانو ته رسول الله صلی الله علیه وسلم دا مبارک وصیتونه پرې ایښي دي لکه هغه فرمایي: د شرابو عادي کس جنت ته نه شي ننوتلي. لا يدخل الجنة مُدمن خمر. [ابن ماجه]. په بل حدیث کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: له شرابو پرهيز وکړئ ځکه دا د پلیتیو او ناروغیو مور ده. اجْتَنِبُوا الْخَمْرَ فَإِنَّهَا أُمُّ الْخَبَائِثِ. [النسائي].

د شرابو تاوان او ضرر بیخي زیات ده له بده مرغه د شرابي ضرر یواځي د ده په بدن او روحیاتو پوروي نه ده تړلی بلکي دا ضرر د شرابي اولاد، میرمنې، کوروالو، ملګرو او ګاونډیانو ټولو ته رسیږي، څیړنو ثابته کړې ده چې 40% کې کورنی تاوتریخوالی د شرابیانو له لاسه رامنځته کیږي، داراز د 40% کې وژنو او قتلونو لامل هم شرابیان دي، په اروپا کې هر کال لس زره کسان د شراب څښونکو ډریورانو له لاسه وژل کیږي، په برتانیه کې یو ملیون ماشومان د شرابیانو له لاسه متضرر کیږي، او یواځي په برتانیه کې هر کال د شرابو له لاسه 200 زره خلک مري.

د فرانسي د روغتیا وزارت یوه سروې ښیي چې هره ورځ یو ګيلاس شراب څښل 168% کې په سرطان د اخته کیدلو احتمال زیاتوي، د سرطان د مخنیوي د ادارې مدیر ډومینیک مارنچي وایي: ایله څو غوړپه او ډېر کم شراب له تصور پورته ضرر او تاوان لري، د بریسټل پوهنتون د اجتماعي طب یو ډاکټر Sarah Lewis وایي: څیړنې ښیي چې موږ څومره فکر کوو شراب له هغه نه زښت زیات د ویني فیشار لوړوي که څه هم یو انسان ډېر کم شراب وڅښي.

your ads

سبحن الله! د رسول الله صلی الله علیه وسلم دا حدیث عیناً دې خبرې ته نغوته نه ده چې فرمایي: کوم شی چې ډېر یې نشه راولي د هغه کم شی هم حرام ده. ما أسكر كثيره فقليله حرام. [رواه الترمذي].

لیکوال: حامد افغان

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب