دماغي ( عصبي) سکته نښانې، عوامل او پایلې (مرګ ،فلج)
دماغي ( عصبي) سکته نښانې، عوامل او پایلې
مغزي سکته هغه وخت مینځ ته راځي چي په ناڅاپي ډول د دماغ کوم رګ بند او یا هم وشلېږي. د دماغي سکتې پایله مرګ او یا هم دبدن د کومي عضوي فلج دی .
د دماغي سکتې د علاج په وخت کي هره ثانیه حیاتي ارزښت لري ،کله چې اکسیجن بدن ته ونه رسیږي د څو دقیقو په تېریدا د دماغ دحجراتو له مینځه تلل شروع کیږي .
هغه درمل چي دوینې غلظت کموي کولای شي چي د دماغ د حجراتو د له مینځه تلو مخه ونیسي البته که دوا د مرض د نښانو په لومړیو دریو ساعتونو کي مریض ته شروع شي .
هغه وخت چي د دماغ د کومې برخې دحجراتو له مینځه تلل پیل شي دبدن ځیني برخې چي د دماغ د همدي له مینځه تلونکې برخې په واسطه کنټرولیږي خپل کار پریږدي . په همدې خاطر دماغي سکته یو اوږد مهاله فلج یا معیوب والی مینځ ته راوړي .
د دماغي سکتې نښې:
– د بدن ناڅاپي بې حسي په خاص ډول دبدن د یوه طرف.
– په یوه یادواړو سترګو کې د لیدلو ناڅاپي تغیرات.
– په ناڅاپي ډول او بي له کومه علته د سر دسخت در د شروع.
– د سر ګرزیدل. په سختي سره په لار تلل او د تګ په وخت کي دتعادل له مینځه تلل.
– پرېښاني، په سختي سره خبري کول او په سختي سره پوهیدل .
د دماغي سکتي ډولونه :
دوه ډوله دماغي سکته وجود لري او د هر یوه ډول یې ځانګړې درملنه ده.
1- ایسکیمیکي دماغي سکته : د دې ډول سکتې سبب په دماغي رګونو کې د وینې دغلظت یا ټینګ توب مینځ ته راتلل دي چي له امله يې د دماغ کومې برخې ته دوینې د رسېدو مخنیوی کېږي او دا ډول سکتې ډېري پېښېږي .
2- د وینې دماغي سکته: د دې ډول سکتې سبب په د ماغوکې د وینې د کوم رګ شلېدل او په مغزو یا دماغو کې خونریزي ده، چې په ډیره سختي سره بندیږي . دا ډول مغزي سکتې ډیري کمې پېښېږي او په ډېرو پیښو کي مریض مري .
یو بل ډول مغزي سکته دکوچنۍ مغزي سکتې (mini-stroke) په نامه وجود لري چي په حقیقت کې عارضي ایسکیمیکي سکته ده چې په موقت ډول د دماغو په رګونو کي د وینې جریان له اختلال سره مخ شي او داسي نښی نښاني ښکاره کړي لکه د دماغي سکتې، خو کله چې د وینې جریان بیرته جریان پیدا کړي او وینه دماغ ته ورسیږي هغه علایم خپله کرار کرار ورک شي .
دا ډول مغزي سکته په حقیقت کې یو اشاره ده ترڅو ناروغ په دې پوه شي چې دماغي سکته پیښیدونکي ده او ژر تر ژره باید ناروغ معالجه شي .
د دماغي سکتي علتونه:
د مغزي سکتي یو مهم سبب اتیروسکلیروسیز (د شریانونوسختیدل) دي. شریانونه یا دویني لېږدونکي رګونه د غوړ و، کولسترولو، کلسیم او نورو موادو په زیاتیدو سره تنګیږي او کیداي شی د ویني کومه ټوټه په همدي باریک رګ یا لار کي پاته شي او دماغ ته دویني درسیدو سره د دماغي سکتي سبب شي.
هغه دماغي سکته چي په دماغ کي دخونریزي له امله مینځ ته راځي ډیر سبب یي د ویني لوړ فشار دي .
د دماغي سکتي د تشخیص لار (FAST):
1- F یا Face (مخ) : په دي ډول تشخیص کي ډاکتر له تاسو غواړي چي وخاندي او ډاکتر ګوري چې ستاسو دخولي لاړي (اوبه ) له یو لوري راځي که له دواړو .
2- A یا مټ ) (Arms :ډاکتر له تاسو غواړي چې ولاړ شئ او ګوري چي دبدن یو طرف خو مو لاندي ځوړند نه ښکار ي .
3- S یا خبرې( Speech) : ډاکتر یوه ساده جمله په تاسو څو کرته تکرارو ي او ګوري چي خبري سمي کولاي شيئ .
4- T (Time) وخت : وخت ډیر مهم دي که هر یو له دي نښو څه ولیدل شي باید ژر تر ژره خپل ځان په جدي ډول تداوي کړئ.
د دماغي سکتي دسبب د تشخیص لاري چار ي:
کله چې ناروغ دپورته علایمو په لیدلو متخصص ډاکتر ته مراجعه کوي تر ټولو لومړی دا ډېره اړینه ده چې د دماغي سکتي ډول معلوم شي.
د سي ټي سکین د عکس یا معایناتو په کولو دا معلومیدای شي چې دماغي(عصبي ) سکته د ویني د رګ د بندیدا له امله مینځ ته راغلې او که د وینې در ګ د شلېدا له امله .
نور معاینات هم شته چي د دماغي سکتې د پېښېدو دقیق ځای او ډول په ګوته کړ ي.
د دماغي سکتي د خطر اسباب:
– د ویني د فشار لوړیدل
– د کولیسټرولو ډیریدل.
– شکره
– چاغ توب
– سګریټ څکول
– کم حرکت درلودل (ورزش نه کول)
– دالکولو یا شرابو ډیر استعمال
غذايي سببونه:
– یو نامناسب غذايي رژیم د دماغي سکتي د زیاتېدو سبب ګرځي . دغوړو او کولیسترولو زیات استعمال د ویني د رګونو د تنګیدا سبب ګرځي .
– د مالګي زیات استعمال دویني فشار لوړوي.
– د زیاتي کالوري درلودنکو (مقوي ) خوراکي موادو مصرف د چاغوالي سبب ګرځي.
– یو مناسب خوراکي رژیم چي په هغه کې د سبزیجاتو ،سبوس لرونکې غلې ،ماهي او مېوو استعمال کولای شي د دماغي سکتو په کمېدو کې زیات تاثیر ولري.
د دماغي سکتي هغه عوامل چي نه کنټرولیږي :
– د عمر زیاتیدل او یا د دماغي سکتي کورنۍتاریخچه.
– جنیست هم په دماغي سکتو کي ډیر رول لر ي.