د يوه عيسايی راهب سره زما مناظره(۱)

دا ډېروخت غواړی چی په مکمله توګه سره، له دې راهب سره زمااړیکې وڅېړم، البته بنسټ ئې زما دا لیکنې وې:
Is Jesus God?
ایاعیسی علیه سلام خدای دی؟
The Trinity
تثلث(ددرې ګوندخدایانونظریه)
The Root of Christianity
دعیسایت ریښه اوبنسټ
Is the Bible God*s Word?
ایابایبل دخدای کتاب دی؟
دې راهب دلومړی ځل لپاره خپل ځان راته دالعربی په نامه سره معارفی کړی وو، خووروسته ئې خپل ځان راته متی العربی عیسایی معارفی کړ، اوراته ئې وویل چی زه دBible College بایبل کالج څخه فارغه شوی راهب یم،خپله کلیسا لرم،اوبله دنده می داده چی دعیسایت مبلغ(Evangelist) هم یم، اوموږپه مصرکی 16 میلیونه کاپټک کریسچن(Coptic Christians) یعنی داسلام څخه مخکی عیسایان یو د ټبره اوپلارنیکه څخه، اوغواړم چی یوه مناظره درسره وکړم، ماورته وویل چی زه په هرځای کی هروخت درته حاضریم،خودمناظری بڼه به څنګه وی؟ ده راته وویل چی دلومړی ځل لپاره زه پوښتنی درڅخه کوم اوبیابه ته خپلې پوښتنې راڅخه وکړې؛ همداسی وشول ،لیکنه نه اوږدوم اوپه اصلی مطلب پیل کوم۔

 دلومړی ځل لپاره ئې خپل تعارف وماته داسی وکړ:

متی العربی، دمصردپلازمینې قاهرې اوسېدونکی، او39 کلن یم، اواوس می دنده داده چی په نړۍ کی عیسایت خپورکړم۔ اوپه عربی اوانګلیسې ژبوباندی خبرې کولای شم۔ ماورڅخه مننه وکړه اوخپل تعارف می هم ورته وکړ۔ اوس دپښتونولړۍ پیل شوه۔
1:متی العربی:دیوه سړي څخه لاره ورکه ده، اوروان دی چی ګوری یو سړي پروت دی اوبل سړی ئې وسرته ناست دی داورک سړي به دکوم سړي څخه پوښتنه کوی چی خپله لاره ومومی یعنی دناست سړي څخه اوکه دبیده سړي څخه؟
ځواب: بسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله رب العلمین والصلاة والسلام علی سیدنا وامامنا واسوتنا وحبیبنا ومعلمنا رسوالله وعلی آله وصحبه ومن اتبع هداه … وبعد:
تاسی دتل په شان بېهوده پوښتنې کوی ، اوکه چیری سړی عام معلومات ونلری ، دمشکلاته سره مخامخ کیږی، خوچی یوڅوک یو کار د الله جل جلاله درضا‌ء لپاره کوی نو ضرور الله جل جلاله ورسره پوره مرسته کوی، په تاریخ کی ستاسوسره زموږ اکابرو علماءو کرامو ډېرې مناظرې کړیدی او لله الحمد په هره مقابله کی ئې ماته درکړېده، لکه د(اظهارالحق) لیکوال مرحوم مولانارحمت الله کیرانوی دیوبندی رحمة الله علیه، مرحوم شیخ احمددیدات اومرحوم مولاناصفدراوکاړوی دیوبندی رحمة الله علیه اوشهیدعلامه سید جمال الدین افغان اوداسی نور۔۔۔ستاسو داسی سوالونه په زرهاووزماترنظرتېرشوې دي، اومالوستی دي، اوزه دې په مطلب پوه شوم چی دبیده څخه دي نبی کریم صلی الله علیه وسلم مراددی، اودناست سړی څخه دی حضرت عیسی علیه سلام مُراددی، نوزه درته وایم چی زه وبیده ته انتظارکوم اودهغه څخه پوښتنه کوم.

2: متی العربی: ولی دناست اوویښ سړی څخه پوښتنه نه کوی؟ اوعقل هم داوايی چې بایددناست سړي څخه هدایت واخیستل شی اوبیده هم هغسی بیده دی که څنګه؟
ځواب: دناست سړی څخه خپله لاره ورکه ده، دبیده په انتظارناست دی، نودی به وماته څنګه لارراوښووې.؟ نوځکه وبیده ته انتظارکوم ترڅومااوهغه بل ته چې له وخته ئې انتظارکړیدی ودواړوته لارښوونه وکړی ترڅولاره ومومو.

 3: متی العربی:ایاتاسی په قرانکریم ایمان لری؟که ئې لری په قرانکریم کی خوهم انجیل ، تورات اوزبورراغلی دی نوتاسی ولی پردی کتابوایمان نلری؟
ځواب:په قرانکریم چی دانجیل نوم راغلی دی هغه انجیل دعیسی علیه سلام وو، پرهغه زموږدټول امت مسلمه ایمان دی، دزبورنوم راغلی دی، هغه زبوردداودعلیه سلام ووچی زموږپرې ایمان دی، اوچی دتورات نوم راغلی دی هغه تورات دحضرت موسی علیه سلام وو، چی پردې ټولوزموږایمان دی، چی داالهی کتابونه وه، خواوس چی تاسی کوم انجیلونه لری داخودمتی، دلوقا، دیوحنا اودمراقس انجیلونه دی هغه انجیل عیسی چیری دی؟ موږیواځی پرهغه انجیل عیسی ایمان لرو۔
اوبل لورته داکتابونه پخپله په دې باندی ګواه دی چې دوی نه دالله کلام دی ، نه دپېغمبرانولیکنه اوویناده اونه هم دهغوحواریینوکتابونه دی چې تاسوورته منسوب کړیدي دبیلګې په ډول سره:
موسی علیه السلام دخدای مطابق هلته دمواب په ملک کی وفات شو، اوهغه ئې هلته دمواب په یوه دره کی یعنی بیت فغورته مخامخ ښخ کړی، چې تراوسه ئې وهیچاته دقبرمعلومات نشته اوموسی دوفات پرمهال د(۱۲۰) کالوووچې نه ئې سترګې کمزورې شوې اونه ئې طبعي قوت له مینځه تللی ؤ. (استثناء ۲۴: ۵-۸)
چې دائې یوه بیلګه ده چې زه ئې درته ذکرکوم، اوس نوکه ودې بیلګې ته څه دعقل په سترګووکتل شي، نودادریم سړی دی چې دموسی علیه السلام په هکله خبرې کوي؛ چې په واقعیت کی نه دادالله کلام دی اونه هم دموسی علیه السلام خبرې دې بلکې دیوه نوم ورکي سړي خبرې دې چې په موسی علیه السلام پوری تړل شوی دي
دغه کوم اوسنی تورات چې دبایبل لومړني پنځه کتابونه دی(پیدایښت، خروج،احبار،عدد، استثناء) چې تاسی ورته اسفارخمسه یاتورات وایاست اوتاسی ئې وحضرت موسی علیه السلام ته منسوبوی ، په دې پنځوکتابوکي (۷۰۰) ځلی دموسی علیه السلام نوم په غایبه صیغه راغلی دی اووايی چې موسی وخدای ته وویل اوخدای وموسی ته وویل، او۷۰۰ ځلی دااوسنی تورات پخپله په دې ګواهې ورکوي چې دادخدای کلام نه دی اونه هم دموسی علیه سلام ویناده. که چیری دادموسی علیه سلام کلام وای نوموسی علیه سلام به خپل ځانته دمتکلم صیغه کارولې وای؛
اوس راځم وڅلوروانجیلوته چې انجیل متی ئې لومړی اوترټولومعتبردی، ددې یوه بیلګه وړاندی کوم چې داهم دمتی کتاب نه دی لکه په بایبل کی چې راغلی دي :
څنګه چې عیسی له دې ځای څخه وړاندی تیرشونومتی نومی یوسړی دمحصول په چوکۍ ناست ولیدی اوهغه ته ئې وویل چې ماپسې راځه، متی پاڅیده اوپه هغه پسې روان شو. (متی ۹:۹)
دلته بیامتی په غایبه صیغه باندی راغلی دی، چې داترلمرښکاره ده چې دادمتی خبرې نه دی، دادعیسی علیه السلام ویناه نه ده اونه هم دخدای کلام دی؛ که چیری دادمتی کلام وای نوباید داسی لیکلی وای:
څنګه چې عیسی له دې ځای څخه وړاندی تېرشو نو زه ئې په چوکۍ ناست ولیدم او راته ئې وویل چې په ماپسې راځه زه پاڅېدم اوورپسې روان شوم …
نوزه په یوه ټکی کی درته وایم چې دابایبل نه دخدای کلام دی، نه داتورات دموسی کلام دی ، نه انجیل دعیسی کلام دی، نه انجیل متی دمتی کلام دی، نه انجیل لوقادلوقالیکنه ده، نه انجیل یوحنادیوحنادی اونه هم انجیل مرقس دمرقس کتاب اولیکنه ده بلکې دادنوم ورکوخلکولیکنې دی چې وموسی علیه السلام اوعیسی علیه السلام اونوروته مومنسوبې کړیدې ترڅوماهیان ونیسی اوبس.
 په بایبل که ټکرونه، غلطیانې، خرافات، تحریفونه، فحاشات، ساینسي غلطیانې اونیمګړتیاوې دومرې ډېرې دي چې دبایبل دمطالعې څخه وروسته به هرعاقل داووایی چې دادخدای کتاب نه دی، تر(۱۰۰) زیات ټکرونه پکښې دي اوکه درته معلوم نه وي نودحوالوسره به ئې درولېږم، ددې څخه علاوه ستاسوپه یوه اخبار کی چې اوېک(Awake) نومیږي چې د۱۹۵۷میلادی کال دسیپټمبرد۸ نېټې په ګڼه کی داسی لیکی:
عیسایی نړۍ منی چې په اوسني بایبل کی (۵۰۰۰۰) پنځوس زره غلطیاني دي؛ پاته دی نه وی چې دااخبارماپرون دبرېښنالیک له لارې درولیږی، ښه ئې درسره وګوره. دبایبل هره پاڼه چې یوعاقل انسان ګوری دابه ضرورووايي چې دادخدای کتاب نه دی.
 ددې څخه علاوه ډاکټرمل چې کله دبایبل پرنوې عهدنامې باندی څېړنه وکړل نووئې ویل چې په دې کتاب کی(۳۰۰۰۰)دېرش زره اختلافات شته اوهمدارنګه ډاکټرګریس بیک دبایبل د۳۵۵ نسخومطالعه وکړل اووروسته ئې وویل چې په دې نسخوکې (۵۰۰۰۰۰۰) پنځوس لکه اختلافات شته. اوکه چیری دبایبل ۲۴۰۰۰ نسخې سره یوځای شي نوڅومره اختلافات اوغلطیانې به پکښې وي؟ چې ترشماروځی اوکېدای سی چې ریاضي دان انسټاین که ژوندی وای نوددې خرافاتو،تحریفاتو،ټکرونواوغلطیانو شمېرلوبه ستړی اوستومانه کړی وای؛ اوداهیڅوک نشی منلای چې دادي دخدای کتاب شی.

په خورااسلامي پاکه مینه ستاسوورور

عبدالغفارجُبیر

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب