د لا اله الا الله شرطونه

په يوه اثرکي راغلي دي: مفتاح الجنة لااله الاالله {دجنت کيلي لااله الاالله ده} اوس سوال دادی چي څوک کلمه ووايې نوهغه دجنت جوګه شو،جنت ته  به ننوزي،داسوال له وهب ابن منبه څخه شوی دی :

اليس لااله الاالله مفتاح الجنة؟ايالااله الاالله دجنت کيلي نه ده؟وهب بن منبه ورته وفرمايل:هودادجنت کيلي ده ليکن هيڅ کيلي داسي نوي چي هغه غاښونه نلري،که دي داسي کيلي راوړله چي هغې غاښونه لرل نودرته خلاص به شي که داسي نوي نوبيانه درته خلاصيږي(بخاري)

ددې کيلي(کليمې) غاښونه ددې شرطونه دي، که په چاکي داشرطونه موجودوو،نو داسي کيلي ئې ترلاسه کړي چي غاښونه لري نوانشاءالله تعالی دجنت لاره به ورته هواره شي.

دکلمې  اته شرطونه دي،هرمسلمان ئې بايد وپېژني  اوپه ځان کي دې ددغوشرائطو دشتون اونه شتون په هکله فکروکړي هغه دادي

{اول}ددې کلمي په معنی باندي علم لرل چي له الله تعالی پرته بل څوک دهيڅ ډول عبادت لائقت نلري  اودعبادت يوازينئ حقدارالله جل جلاله دی،که څوک ددې کلمي په معنی نه پوهيږي نويوازي په ويلوسره نشي کاميابه کېدی،اونه يوازي وينافائده ورکوي  ځکه که يوعجمي کافرله چا لااله الاالله واوري دی هم داالفاظ ووايې نوپه دې سره ترهغه پوري نشي مسلمانېدی ترڅوئې چي په معنی پوه نشي اوعقيده ورباندي ونلري .

الله جل جلاله  فرمائلي دي (( فَاعْلَمْ أَنَّهُ لا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ ))  (سورۀ محمد:19) يعني په دې خبره ځان پوه کړه چي په زمکه اواسمان کي دعبادت حقدارله الله جل جلاله  پرته بل څوک نشته . په بل ځای کي فرمايې : ((ولايملک الذين يدعون من دونه الشفاعة   إِلَّا مَنْ شَهِدَ بِالْحَقِّ وَهُمْ يَعْلَمُونَ)) (الزخرف 86){هغه کسان چي دوی ئې له الله تعالی پرته رابولي،واک دسفارش نلري   مګرهغه څوک(به سفارش  کولی شي)  چي دحق اقرارئې کړی وي اودوی پوهيږي}مطلب داچي که څوک په حق شاهدي ورکړي اوورباندي پوه هم وي نوبيابه فائده ورته کوي که داسي نوي نوبيافائده نه ورته کوي .

your ads

امام قرطبي ددې آيت په تفسيرکي ليکلي دي چي  دکلمي داسي لوستل فائده نه کوي چي لوستونکی ئې په معنی نه  پوهيږي
په حديث کي راغلي  دي :من مات وهويعلم انه  لااله الاالله دخل الجنة (رواه مسلم)څوک چي په داسي حال کي مړشي چي په دې پوهيږي چي له الله پرته بل څوک دعبادت اوبندګئ حقدارنشته نودابه جنت ته داخليږي .

په دې ټولونصوصوکي داخبره په څرګنده  ذکرشوې چي دايمان لپاره دکلمي په معنی ځان پوه کول اړين اوضروري دي
{دويم}دکلمې په معنی باندي داسي يقين لرل  چي دشک سره منافي او ټکروي ،زړه ئې پردې مطمئن وي اوهيڅ ډول شک ئې په زړه کي نوي.الله جل جلاله دمؤمنانوصفت داسي بيان کړی:

: (( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ الَّذِينَ آمَنُوا بِاللَّهِ وَرَسُولِهِ ثُمَّ لَمْ يَرْتَابُوا)) (الحجرات:
15) .{يقينامؤمنان هغه څوک دي چي پرالله تعالی اودهغه پررسول ئې ايمان راوړی اوبيائې شک ندی کړی}دمنافقانوپه هکله فرمايې:(( وَارْتَابَتْ قُلُوبُهُمْ فَهُمْ فِي رَيْبِهِمْ يَتَرَدَّدُونَ)) (التوبة: من الآية45))

{ ددوی زړونو شک کړی ،نودوی په خپل شک کي حيران دي}
رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمائلي دي: (( أشهد أن لا إله إلا الله وأني رسول الله لا يلقى الله بهما عبد غير شاك فيهما إلا دخل الجنة ))  (رواه مسلم)

زه ددې خبري شاهدي ورکوم چي له الله تعالی پرته څوک دعبادت اوبندګی حقدارنشته اوزه دالله رسول اوپيغمبريم،په دې عقيده چي څوک دالله تعالی سره په داسي حال کي ملاقات وکړي چي په زړه کي ئې په دې هکله  شک اوشبهه نوي  نوخامخابه جنت ته ننوزي .

يعني  تلفظ کفايت نکوي ترڅوچي يقين ورسره ملګری  نوي ، که يقين نوي نودېته منافقت ويل کيږي .
{دريم} قبول،که ددې کلمي په معنی څوک پوهيږي اويقين ئې هم ورباندي وي خودعناداوتکبرله امله کلمه نه لولي  نوداايمان مقبول نه دی  لکه دیهودواحبار(ملايان)چي دهغوی په هکله الله تعالی فرمايې: (( وَدَّ كَثِيرٌ مِنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُمْ مِنْ بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَداً مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِهِمْ مِنْ بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ)) (البقرة: 109) .

غواړي(په طريقه دارمان)ډېرله کتابيانوڅخه چي تاسو ستاسوله ايمانه وروسته کافران کړي،له دې امله چي ددوی په زړونوکي کينه اوحسددی،وروسته تردې(داکارکوي) چي دوی ته حق ښکاره شو}

دمشرکينودمشرانوهم داعقيده وه چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  رښتينئ دی خوددې سره ئې دحق له قبلولوانکارکوی،ددوی په هکله الله تعالی فرمايې:

(( إِنَّهُمْ كَانُوا إِذَا قِيلَ لَهُمْ لا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ يَسْتَكْبِرُونَ)) (الصافات:35)
{يقينادامشرکين داسي ووکله به چي ورته وويل شول چي له الله تعالی پرته بل څوک دعبادت اوبندګی حقداراوجوګه نشته  نودوی به تکبراولويې کوله}

په بل ځای کي فرمايې : ((قدنعلم انه ليحزنک الذي يقولون  فَإِنَّهُمْ لا يُكَذِّبُونَكَ وَلَكِنَّ الظَّالِمِينَ بِآيَاتِ اللَّهِ يَجْحَدُونَ)) (الأنعام: 33) .
{يقيناموږپوهيږوچي تاهغه خبري چي دوی ئې کوي خفه کوي،دوی تادرواغجن نه ګڼي ليکن داظالمان دالله له آياتونوڅخه انکارکوي}

{څلورم} دالله تعالی احکاماتوته انقياد،غاړه اېښودل اوهغوته تسليمېدل: الله تعالی فرمايې((وانيبُوالی ربّکم واسلمواله))(الزمر:54)

{دخپل رب په لوري وګرزئ(په توبه کولوسره)اودهغه دحکمونوتابع شئ}په بل ځای کي فرمايې:
: (( وَمَنْ يُسْلِمْ وَجْهَهُ إِلَى اللَّهِ وَهُوَ مُحْسِنٌ فَقَدِ اسْتَمْسَكَ بِالْعُرْوَةِ الْوُثْقَى)) (لقمان: 22) .
{چاچي الله تعالی ته خپل مخ تابع کړواودی وونيکي  کوونکی نويقيناده مضبوطه کړئ کلکه ونيوله}

{پنځم}په دې کليمې باندي داسي  تصديق چي دتکذيب سره منافي اوټکروي .

که ئې څوک ولولي  او تصديق ورباندي ونلري نو دالوستل ئې قبول نه  دي
الله تعالی فرمايې (( فَلَيَعْلَمَنَّ اللَّهُ الَّذِينَ صَدَقُوا وَلَيَعْلَمَنَّ الْكَاذِبِينَ)) (العنكبوت: 3){خامخابه الله تعالی رښتيني اودُورواغجن معلوموي} په بل ځای کي فرمايې: (( وَالَّذِي جَاءَ بِالصِّدْقِ وَصَدَّقَ بِهِ أُولَئِكَ هُمُ الْمُتَّقُونَ)) (الزمر:33)

{هغه څوک چي رښتيائې راوړی دی اودهغه تصديق ئې وکړو،دغه کسان متقيان دي} ابن عباس رضي الله عنهمادصدق په تفسيرکي فرمايې:  ” من جاء بلا إله إلا الله ”

{له رښتياڅخه مراد دلااله الاالله کلمه ده}
دمنافقانوحالت په قرآن کريم کي داسي بيان شوی چي دوی په ظاهره کلمه لولي خوپه زړه کي ورباندي تصديق نلري .

نودمؤمن تګلاره  بايد دمنافق له تګلاري مخالفه وي بيابه ئې ايمان صحيح اوقبول وي .
{ شپږم }اخلاص: دبل چاله شريکولواودشرک له ټولوشوائبو دعمل صفاکول، اخلاص دېته ويل کيږي چي عبادت يوازي دالله تعالی لپاره وکړي، دبل چالپاره به ئې  نه کوي،نواخلاص وايې  دنيت په سمولوسره له هرډول شرکه خپل عمل خلاصول،که ښکاره شرک وي اوکه پټ،کوم خلګ چي لااله الاالله لولي اوبياهم دقبرونوطوافونه کوي،دهغوعبادت کوي،هغوی دحاجتونودحلولولپاره رابولي اوهغوی ته  ئې داسي صفات ورکړي چي هغه دالله لپاره خاص دي نوداسي ايمان قبول نه دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايې:
(( فَادْعُوا اللَّهَ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ))  (غافر:14)
{حاجتونه غواړه له الله تعالی څخه،خالص کوونکی يې دهغه لپاره دبلني،که څه هم داکارکافران بدګڼي}په بل ځای کي فرمايې:

(( فَاعْبُدِ اللَّهَ مُخْلِصاً لَهُ الدِّينَ ، أَلا لِلَّهِ الدِّينُ الْخَالِصُ ))  (الزمر: 2 ، 3)
{عبادت کوه دالله لپاره،خالص کړه دهغه لپاره بندګي،خبرشئ:خاص دالله تعالی لپاره دين(عبادت)خالص دی}يعني بل څوک ورسره شريک نشته ؛

ابو هريره  رضي الله عنه له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه چي ستادشفاعت ډېروړاولائق څوک دی؟
رسول الله صلی الله عليه وسلم ورته وفرمايل:زمادشفاعت زيات لائق هغه څوک دی من قال : ” لا إله إلا الله خالصاً من قلبه )) [1] .څوک چي داکلمه په دزړه له اخلاصه ووايې(بخاري)
په حديث قدسي کي راغلي دي الله تعالى فرمايې : (( أنا أغنى الشركاء عن الشرك من عمل عملاً أشرك فيه معي غيري تركته وشركه )) [2] .
زه په ټولوشريکانوکي له شراکت څخه ډېروېزاره يم،څوک چي يوعمل وکړي په هغه کي راسره بل څوک شريک کړي نودی اوشريک به سره پرېږدم(مسلم)

{ اوم}ددې کليمې سره محبت اومينه لرل،مسلمان به دالله تعالی اودهغه درسول صلی الله عليه وسلم سره مينه لري،که څوک کلمه  ولولي اوله کليمې څخه نفرت و لري اودکوموکارونوغوښتنه چي کلمه  کوي له  هغوسره مينه نلري نوداايمان اعتبارنلري الله تعالى فرمايې : (( فَسَوْفَ يَأْتِي اللَّهُ بِقَوْمٍ يُحِبُّهُمْ وَيُحِبُّونَهُ )) (المائدة: 54)
{زردی رابه ولي الله تعالی داسي قوم چي الله تعالی به ددوی سره مينه کوي اودوی به له الله تعالی سره مينه کوي}

له انس رضی الله عنه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل:
درې داسي کارونه دي په چاکي چي موجودشول،دهغوله امله به دايمان خوندمحسوس کړي:چي الله اودهغه رسول تربل هرچاورته محبوب وي، له چاسره محبت يوازي دالله لپاره کوي اوچي له کفرڅخه دوتلووروسته بيابيرته ورګرزېدل داسي بدګڼي لکه   څنګه چي په اورکي لوېدل بدګڼي (بخاري اومسلم)

(اتم)پر طاغوت باندي کفرکول:
طاغوت هرهغه څوک دی چي له الله پرته ئې عبادت کيږي الله جل جلاله  فرمايې {فمن يکفُربالطاغوت ويؤمن بالله فقداستمسک بالعروة الوثقی لاانفصام لها}(البقرة:256){څوک چي پر طاغوت باندي کفروکړي اوپرالله تعالی ايمان راوړي،نويقينامضبوطه کړئ ئې ونيوله،چي دهغې پرېکېدل نشته}
په حديث کي راغلي دي:څوک چي لااله الاالله ووايې اوله الله پرته چي دچاعبادت کيږي په هغه باندي کفر(انکار)وکړي نودده مال اووينه حرامه اوعزتمنه شوه(مسلم)يعني داسړی مسلمان شو،که څوک داکارونکړي نوهغه مسلمان نه دی .

دااته شرائط که په چاکي موجودشول نوهغه رښتينئ مسلمان دی،که چاکلمه لوستلي وي ددې سره دبل چالپاره عبادت کوي،دبل چالپاره نذرمني اويائې دالله دقانون په خلاف بل قانون خوښ کړی وي په هغه باندپرېکړي  کوي نو دده دکليمې لوستل  قبول نه دي اوده ته  فائده نه ورکوي ځکه ده دکليمې شرطونه نه دي پرځای کړي .وصلی الله علی نبينامحمدوعلی آله وصحبه اجمعين

عصمت الله عزام

Afghan School Textbooks

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب