دكوترو الوزول، دچرګانو او سپيانو جنګول څه حکم لري؟

پوښتنه: دكوترو الوزول، دچرګانو او سپيانو جنګول څه حکم لري؟
مسئله : دكوتورو  الوزول، دچرګانو، مرغانو، یادنوروحیواناتو  جنګول ناجائز اوحرام کار دي دکورد سرپرست  اومور پلار ذمه داري ده چي له دغه ډول  لوبو څخه  ماشومان  راوګرزوي  ،
في الحديث عن ابي هريرة رضي الله تعالى عنه ان رسول الله صلى الله عليه  وسلم  رآى رجلا يتبع حمامة فقال شيطان يتبع شيطانة.  ابوداود ۲\ ۱۹۴ مشکوة \ احسن  الفتاوي ۸ \ ۱۷۶
اودمرغانو په جنګولو  كي  دحرمت  لپاره  ډيرحديثونه شته لكه دترمذي  ابوداود په حديثونوكي  راغلي  دي :
نهى  النبي صلي الله عليه وسلم   عن التحريش  بين البهائم   الحديث
ژباړه   : پيغمبرصلي الله عليه وسلم  دحيواناتو له جنګولو څخه   خلك  منعه كول  .  ابوداود ۲\  باب  ۵۱  ترمذي باب ۳۰   الزواجر ۲\ ۱۱۸
په يوه بل   روايت كي  راغلي  :  ان الله تعالي لعن  من يحرش  بين البهائم  وقال  الحليمي  رح  هوحرام  لايؤذن  لاحد فيه  .
ژباړه : بي شكه  الله تعالي لعنت كوي  په  هغه  خلكو  چي  حيوانات جنګوي   علامه  حليمي رح  وايې  چي  دحيواناتو جنګول  هيڅ   چاته  نه ده جائز  .  حيواة الحيوان  ۲\۹۶
Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب