
دفتري کارونه او چاغښت، څنګه ترې ځان وساتو؟
دفتري کارونه نه یوازې د وخت په تېریدو سره ستاسې په موقف، امتیازاتو او شخصیت کې بدلون راولي؛ بلکې د وزن وضعیت هم در بدلوي.
یوه لویه برخه دفتري کارمندان، په خاص ډول هغوی چې پرلهپسې ناست وي، د وزن له زیاتوالي ځوریږي.
نظر پوښتنه:
په ۲۰۱۷ کې د ۳ زرو چاغو کسانو ترمنځ د شوې نظرپوښتنې پایلو ښودلې، چې د دوی ۴۱ سلنه کسان د دفترونو د ناستې د کارونو له وجې د وزن له زیاتوالي سره مخ دي.
په دغو کسانو کې اکثره یې د دفترونو د مشرانو سکرتران، ټایپ کوونکي او اداري کارمندان دي.
لاملونه:
د وزن زیاتېدو ګڼ لاملونه دي، چې په دفترونو کې د پرلهپسې ناستې اړوند کارونه هم پکې راځي.
د نیویارک د تغذیې د برخې یو متخصص ډاکټر کاترین تریون وایي، د دندې مقیدوالی د بدن پر فعالیت او جوړښت د پام وړ اغېز لري.
دلته به پر چاغوالي د ډېرې ناستې او دفتري کارونو اغېزې بحث کړو.
ساعتونه، ساعتونه کېناستل
د دفتري کارونو پر وخت د وزن زیاتېدو یو لوی دلیل په پرلهپسې ډول ساعتونه – ساعتونه کېناستل او په دې بڼه کار کول دي.
دفتري کارمندان مجبور دي څو د کارونو د سرته رسولو لپاره ساعتونه – ساعتونه د مېزونو شاته کېني او خپل کارونه وکړي.
په ترسره شویو څېړنو کې د دفتري چارو له وجې د چاغوالي تر ټولو لوی دلیل د مېزونو شاته د دوی پرلهپسې ناسته ښودل شوې ده.
له دې ستونزې د خلاصون لپاره یوه ښه لاره دا ښودل شوې، چې دفتري کارمندان د امکان تر حده له خپلو څوکیو ډېر پاڅي او وګرځي.
دا ګرځېدل کېدای شي پر ټلیفون د خبرو په وخت کې وشي، یا کوم مهم مېلمه او دوست سره د بدرګې په دود چې هغه ته درناوی هم شوی وي.
د دې ترڅنګ، که دفتر مو په څووم پوړ کې وي او لیفټ هم ولري، ښه ده چې د لیفټ پر ځای پلي لاړ شئ.
اوږده سواره مزلونه
په موټرو کې اوږده مزلونه هم د وزن زیاتېدو یو لوی دلیل دی. د څېړنو له مخې، هغه دفتري کارمندان چې په خپلو شخصي موټرو کې دفترونو ته راشهدرشه لري، د هغو په پرتله چې له عامه ټرانسپورټ لکه بسونو، میټرو او نورو استفاده کوي، د وزن زیاتېدو له ستونزې ډېر ځوریږي.
رواني نارامي
د دفتري کارونو یوه بله ستونزه، چې د انسان ذهن ناراموي او په دې ډول یې د وزن زیاتېدو سبب ګرځي، د هغه رواني نارامي ده.
ډېر ځله دفتري کارمندان د دې لپاره چې څنګه نوی آمر ځان نه خوشاله وساتي، تر سخت رواني فشار لاندې وي.
دغه نارامي د دوی په وجود کې د وازدې او قند د زیاتېدو سبب کیږي.
د رواني نارامیو له کبله، ډېر ځله پر وخت ډوډۍ، ورزش، تفریح او نور لازم کارونه انسان نه ترسره کوي.
له دې نارامۍ د خلاصون ښه لاره دا ده، چې همېشه منطقي فکر وکړئ، اداره او چارې یې د ژوند یوه برخه وګڼئ، نه ټول ژوند.
پر دې فکر وکړئ چې ادارې ته تله راتله مو د ژوند د هوساینې لپاره شروع کړي، نه د نارامولو لپاره.
هڅه وکړئ، چې خپله ذهني سلامتي او صحت د کار قرباني نه کړئ او هر څه پر خپل وخت سرته ورسېږي.
کم خوبي
هغه کسان چې په یوه یا څو دفترونو کې په کار بوخت دي او تر ناوخته ویښ پاتې کیږي او کافي خوب نه شي کولای، د کافي خوب لرونکو په پرتله یې د چاغېدو ګراف لوړ دی.
څېړنو ښودلې، کوم کسان چې پرلهپسې ۵ شپې تر ۴ ساعتونو خوب لري، تر هغو ۲ برابره زیات چاغیږي، چې د خوب سطحه یې نارمل یعنې د شپې ۸ ساعته ده.
که دفتري کارونه لرئ، ښه ده چې خپل ۸ ساعته خوب هم پوره کړئ.
په کم خوبي کې ډېر نور تاوانونه هم ستاسې صحت او روان ته رسي.
د سهارنۍ انتخاب
د هغو کسانو چې دفترونه له کورونو زیات لیرې دي، مجبور دي چې اوږده ساعتونه موټر وچلوي، یا د بل موټر سپرلۍ شي او زیات وزن واخلي.
دوی د کور د لیرې والي له وجې سهار معمولا کور کې چای نه څښي، یا داسې یې نه څښي چې لازم ورته.
دوی ته ضرور ده، چې د سهارنۍ په مناسب انتخاب کې دقت وکړي، ځکه سهارنۍ د وزن په زیاتوالي او صحت مستقیم اغېز لري.








