دغه خواړه مو د سر درد له منځه وړي

د سر درد یو له عامو ناروغیو څخه دی چې ۸۵ سلنه په بدن کې اوبو د کموالي له امله رامنځ ته کیږي. ځینې نور عوامل هم شته کوم چې په انسان کې د سر درد لامل ګرځي.

دلته مو له هغو خوړو سره اشنا کوو کوم چې د سر درد له منځه وړلو کې ډیره زیاته مرسته کوي او لږه موده کې اثر کوي:

۱- لږ غوړ لرونکی شیدې: څنګه چې مو مخکې هم یادونه وکړه د سر درد یو له سترو عواملو څخه په بدن کې د اوبو کموالی دی نو له همدې امله مایعات او سودیم لرونکي خواړه د بدن د اړتیا وړ اوبه پوره کولو سره د سر درد له منځه وړي. شیدې نه یوازې دا چې د اوبو کموالی له منځه وړي بلکه زیات شمیر منرالونه لکه کلسیم او پوتاشیم هم لري کوم چې بدن له مختلفو ناروغیو څخه ژغورلی شي. شیدې له نورو ډیرو ګټو سربیره د وینې لوړ فشار او شکر ناروغۍ لپاره ډیره ګټه لري او انسان له ذهني فشار او خفګان څخه ژغوري. خو باید کوښښ وشي چې لږ غوړ لرونکی شیدې استعمال شي.

۲- خټکی: دغه خواړه هم زیاته اندازه پوتاشیم او اوبه لري کوم چې په بدن کې د سودیم او اوبو د کموالی مخه نیسي. یوه درمیانه خټکی ۶۶ ملی ګرامه مګنیزیم لري کوم چې د بدن ۱۶ سلنه اړتیا پوره کولی شي. په وینه کې د شکر کموالی هم د سر درد لامل ګرځي خو مګنیزیم لرونکي خواړه د وینې شکر اندازه نورمال ساتلو سره سر درد له منځه وړي.

۳- کبان: د سر درد له منځه وړلو لپاره ویټامین بي ۶ (B6)، بي ۱۲ (B12) او فولک اسید (Folic Acid) ډیره زیاته ګټه لري او له همدې امله د سر درد له منځه وړلو لپاره ټونا (Tuna) او سالمن (Salmon) نومې کبان ډیره زیاته ګټه لري. یوازې سالمن نومې کب ستاسې د بدن ۲۵۰ سلنه د ویټامین بي ۱۲ اړتیا پوره کولی شي په دې معني چې یو کوچنی سالمن کب هم کولی شي ستاسې سر درد له منځه یوسي.

۴- کچالو: کچالو هم زیاته اندازه پوتاشیم لري او کولی شي د بدن ۳۵ سلنه د پوتاشیم اړتیا د یوې ورځې لپاره پوره کړي. کچالو خاصه اندازه ویټامین اې (A)، سي (C) او بي ۶ (B6) هم لري.

۵- اوبه: څنګه چې مخکې مو هم یادونه وکړه ۸۵ سلنه د سر درد په بدن کې اوبو د کموالي له امله رامنځ ته کیږي. د سر درد څخه خلاصون لپاره زیاته اندازه اوبه استعمال کړئ.

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب