ولې په الوتکه کې د الوت په حالت کې د ډېرو خوندورو خواړو خوند هم نه پاتې کيږي؟

کله چې تاسو په الوتکه کې سپرېږۍ او زرګونه متره د ځمکې نه ارتفاع نيسۍ، نو د خوراکي موادو په لذت کې فوق العاده تغيرات رامنځته کيږي، اما ولې رامنځته کيږي؟

کله چې الوتکه زرګونه متره د ځمکې د قشر نه ارتفاع ونيسي، د ارتفاع زياتوالى په خپله د ځينو جانبي تغيراتو سبب ګرځي. د انسان د بويولو او خوند حسونه هغه څه دي چې، پکې د پام وړ کموالى راځي. خواړه اصلاً ددغه ددوه خاصيتونو يو ترکيب دى.

چارلس اسپنس د اکسفورډ پوهنتون يو استاد او روان شناس په دې اړه د ځينو تجربو وروسته خپل نظر داسې بيانوي:

((خواړه، او څښونکي مواد، واقعاً د ځمکې په نسبت په الوتکه يعنې د ځمکې نه په يوه ارتفاع کې د ځمکې په نسبت جلا خوند لري، او په دې اړه ګڼ شمېر دلايل شتون لري لکه د رطوبت نشتوالى، دهوا د فشار کموالى، د الوتکې د ماشينو شور او داسې نور.))

کله چې په يوه الوتکه کې کیښني د الوتکې په خونه کې لومړى تاسو د بويولو حس له لاسه ورکوۍ، وروسته د ارتفاع په زياتېدو سره په الوتکه د هوا فشار کموالى کوي، چې د هوا د فشار کموالى په خپله د الوتکې د خونې په داخل کې د رطوبت د کموالي سبب ګرځي.

څېړنې ښايي چې په 9 کيلومتره ( 3000فوټه) ارتفاع کې د الوتکې د خونې داخلي رطوبت %12 څخه هم کم وي، چې دا رطوبت د يوې دښتې تر رطوبت هم کم دى.

همدا ډول د الماني فرانهوفر شرکت څېړنې، چې ددې هېواد د لوفتانزاى هوايي شرکت په امر ترسره کړې، نتايج يې دا ول چې د رطوبت نشتون او د هوا د فشار کموالى د انسان د خوند حس په غدو باندې مستقيماً اثر کوي، او 30 سلنه د خوند حس د لومړي حالت په نسبت کمزورى کوي.

ددې تر څنګ ددغو څېړنو بله پايله دا وه چې مونږ په فضا کې يواځې دوه حسونه له لاسه ورکوو مالګين او خوږوالى، خو تروشوالى، تريخوالى او نور تقريباً پرته له تغيره پاتې کيږي، البته دا حسونه مجموعاً د خوند په حس پسې مربوط دي. همدا ډول د بويولو حس د کمزوري کېدو بل علت هم دادى چې د الوتکې په داخل کې د هوا د رطوبت نشتوالى ددې سبب ګرځي چې د خواړو بوى مونږ ته ښه راونه رسيږي، چون وچه هوا د داسې شيانو د انتقال ښه وړتيا نلري.

نو پايله ترلاسه کوو چې د پورته تغيراتو په رامنځته کېدو سره په الوتکه کې د خواړو خوند او لذت د ځمکې په نسبت کم وي.

فضل محمد وقار

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب