د ښځې او سړي برابروالی.. او که د هغې ضایع شوي حقوق؟!!

نن ورځ ښځه د ډېرو شیانو غوښتنه کوي او داسې ګومان کوي چې نوموړي شيان زما ضایع شوې حقوق دي، د هغې د اعاده کولو لپاره هلې ځلې کوي، دبېلګې په توګه: د سړي په څېر برابر حقوق غوښتل، د سړي په څېر آزادي مانا داچې ښځه باید هم د سړي په څیر په هر مجال کې کار وکړي؛ که هغه کار د شپې په آخره برخه کې هم وي، او یا ځانته (بې محرمه) سفر کول هر چېرته او هر وخت او…. ، د همدې حقوق د غوښتنې لپاره پروګرامونه او مجلسونه دایروي، او خپل د مظلومیت او بې وسۍ غږونه پورته کوي!! ، خو مګر… آیا دا دښځي حقوق دي چې ښځه يې غواړي او پلټنې ورپسې کوي؟، آیا دا نیکبختي ده چې یوه ښځه يې پلټي؟ ، آیا د سړي سره د هغه برابروالی عدل او انصاف دی او که ظلم او بې عدلي ده؟!!

هغه مېرمن چې د سړي سره د برابروالي خبري کوي، هغه په خپله په ځان پيټي او زحمتونه زیاتوي، ځکه مساوات او برابروالی خو دا مانا لري چې هغه د سړي په څېر په ځان خرچه وکړي او کار ته ولاړه شي، او هغه باید د سړي په څېر په بس (ګاډي) کې ودرېږي، دهغه په څېر سایکل او موټر سایکل وچلوي، دهغه په څېر شاقه او ستړي کارونه ترسره کړي..

آیا دا د ښځې پت او عزت دی ؛ او که د هغې او دهغې دعزت اهانت او سپکوالی دی، چې د سړي سره برابر حقوق غواړي، او د سړي په څېر هر رنګه شاقه او ستړي کارونو ته ځان اچوي؟ سره د دې چې دا پر دې مکلفه نده، او نوموړې ښځه د دې شاقه او ستړي کارونو سره یوځای د حمل، ماشوم پالنه، نفاس، رضاع، حیض، د ماشوم تربیت او د کور ترتیب او سازونه هم برداشت کوي، چې دغه تکلیفونه په سړي نه راځي، نو هغې اوس په ځان نور اضافه پیټي په خپله زیات کړل، او نوموړي په خپل ځان په خپله ظلم وکړ، که هغه پوهېږي او که نه؟!

که فکر وشي یقیناً د ښځو پر وړاندې ظلم او تیری ډېر زیات دی، او په رښتیا د هغې حقوق ضایع شوي دي، مګر دا تېر حقوق نه چې ښځه د مساوات او برابر والي خبري کوي، د هغې پر وړاندې ډېر داسې حقوق چې زمونږ سپېڅلي دین ذکر کړي دي خو نوموړي ترې محرومه او بې برخې ده، تاسو فکر وکړئ څومره لوڼي د پلرونو هغه سخت درېز ګالي چې د هغې د مشورې او اجازې پرته هغه بل یو ته په نکاح ورکوي! ، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: (کله چې یو سړی د خپلې لور بل یوته واده کول غواړي؛ نو له خپل لور څخه دې اجازه واخلي). همدارنګه په بل حدیث کې دي: کونډه د خپل سرپرست څخه زیاته حقداره ده چې خپله ځان واده کړي، او د پېغلې په واده کولو کې به د هغې څخه اجازه غوښتل کېږي، او دهغې چوپتیا د اجازې ورکولو مانا لري)، او کله به چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) خپله کوم لور په نکاح کوم یو صحابي ته ورکوله د خپل لور پړوني ته به کېښناسته او ورته به يې وویل: فلاني د فلانۍ یادونه کوله (د خپل ناستې لور نوم به یې واخیست، او هغه چا چې غوښتله د هغې نوم به يې هم واخیست)؛ نو کله به چې نوموړي چوپ شوه او څه به يې ونه ویل؛ نو دا د دې مانا لرله چې لور يې نوموړي شخص سره په واده کولو کې موافقه ده، نو د هغې چوپتیا د اجازې ورکولو مانا لرله.

ښاغلو! او که د ښځې د میراث حق ته راشو؛ نو زه خو دا وایم چې د هغوی دغه حق ډېر لږ خلک ادا کوي او په ځانګړي توګه دغه پديده په افغانستان او پاکستان هېوادونو کې ليدل کېږي، تاسو فکر وکړئ چې څومره خویندې او عمه ګانې (تروریانې) د میراث د حقوقو څخه بې برخې پاتي شوي دي، مګر داسې پلرونه هم شته چې خپلې لوڼې په خپل ژوند کې د میراث څخه بې برخي کړي دي!! تاسو به داسې پلرونه هم ليدلي وي چې خپل زامنو ته ښې ښې تحفې او هديې ډالۍ کوي، او خپلې لوڼې ترې محروموي، دا ډېر لوی ظلم او بې انصافي ده چې الله تعالی او د هغه رسول (صلی الله علیه وسلم) نا راضه کوي، نعمان بن بشیر څخه نقل دي، د هغې پلار هغه ته تحفه ډالۍ کړه، نو د هغې پلار بشیر وغوښتل چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) پرې ګواه کړي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) ترې وپوښته: آیا هر اولاد ته دې د نعمان په څېر تحفه ډالۍ کړي؟ هغه وویل: نه، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) وفرمایل: د اولاد پر تا داحق دی چې د هغوی ترمنځ انصاف او عدل وکړې، لکه چې ستا پر هغوې دا حق دی ترڅو هغوی تاسره نيکي وکړي.

ای پلرونو! که تاسو په رښتیا جنت غواړئ؛ نو د خپلو لوڼو په حق کې د الله څخه وويرېږئ، د هغو سره ښه چلند کوئ، په شریعت کې د ورکړل شوو حقوقو څخه يې مه بې برخې کوئ!

څومره وروڼه دي چې هغوی په خپلو خورګانو تجارت کوي، او رنګارنګه منکر او ناروا کارونه پرې ترسره کوي!! ، آیا دغه ورور د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) دا حدیث ندی اورېدلی: (د چا چې درې لوڼې یا درې خورګانې وي او په هغې کې د الله څخه ووېرېږي او دهغې سمه روزنه وکړي، هغه له ماسره په جنت کې دا رنګه یوځای دی، (رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د شهادت او درمیانه ګوتې ته اشاره وکړه).

ښاغلو! د هغه سخت زړو خاوندانو (مړونو) په هکله به څه ووايو چې د خپلو مېرمنو پر وړاندې يې ترسره کوي؟! ، د هغه په هکله چې خپله مېرمنه سپکوي او په ټيټه او دحقارت په سترګه ورته ګوري؟ هغه ښکنځي، او دهغې په مال يې خېټه اچولي وي، د پلار دکوره يې منع کوي، او دهغه خاوند په هکله به څه ووایو چې هغه خپله مېرمن په بې رحمه توګه وهي؟!! .

ای سړو ! که پلرونه یاستئ ، که مړونه او که ورونه! رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: (ښځې د سړو سکه خویندې دي)، همدارنګه په بل حدیث کې فرمايي: ( د دوه ضعیفو د حقوقو په هکله زه په حرج کې ولېږم، یتمیم او مېرمن).

نو د الله تعالی څخه ووېرېږئ، د مېرمنو څخه ظلمونه اوچت کړئ، او د مظلومانو د ښېراوو څخه ووېرېږئ، ځکه چې د هغوی او د الله تعالی تر منځ کوم حایل او پرده نه وي، رسول الله (صلی الله علیه وسلم) فرمايي: ( د مظلوم د ښېراوو څخه ووېرېږه، اګر که هغه کافر هم وي، ځکه چې د هغوی او د الله تعالی تر منځ کومه پرده او حایل نه وي).!

ای زموږ ربه! موږ ته حق حق وښايې، او د هغې د پیروۍ توفیق راکړې. او باطل راته باطل څرګند کړې، او هغې څخه د نجات توفیق او توان راکړې.

عمر الخراساني.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب