د سهار اذان څه وخت كول په كار دي؟
سوال: بعضې خلك دسهار اذان په څلور بجو كوي ،دسهار اذان په كوم وخت كښې كول پكار دى؟
جواب: دسهارد اذان وخت د رښتيني سبا د ختلو وروسته شروع كيږي ،په اوسني وخت كښې رښتيني سباپه پنځه بجې راخيژي،له دې نه مخكې اذان كول پكارنه دي،دوخت نه مخكې اذان نه كيږي كه د وخت نه مخكې اذان وكړاى شي نو را ودې ګرځول شي ، ځكه چه په در مختار كې راغلي دي
(فيعاد اذان وقع قبله الخ ج ۱ ص ۴۰۰ شامي(3) )
او همدا ډول په درمختاركې راغلي دي ،
(وانما يستحق ثواب المؤذن اذا كان عالما بالسنة والاوقات (4))
يعني داذان ثواب به ورته هغه وخت حاصليږيچه اذان دسنت طريقې برابروشي او وخت وپيژني .
(3) الدرالمختار على هامش ردالمحتار ،باب الاذان ج ۱ ص ۳۵۸ ،ظفير
(4) ايضا ج۱ ص ۳۶۴ ،ظفير