ښه حاکم

گل باچا الفت.
هغه چې نه نفس لري نه نفسي خواهشات
نه يې په زړه کې ډار شته نه طمع.
نه له موقوفۍ وېرېږي نه د ترفېع پروا لري.
نه رشوت اخلي نه تنخواه.
نه له چا سره عناد لري ، نه د چا مراعات کوي.
نه دچا مخ ګوري نه دچا څټ.
نه د زورور پېژني نه غريب
نه يې څوک خپل دي او نه پردي
نه سپارش مني نه تملق اوري.
نه چاته خاندي نه چاته وچولى تريووي
پوهېږئ دا حاکم څوک دى؟
هو! قانون او عدالت.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

Editorial

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب