ملایان ساینس او ټیکنالوژۍ ته کفر وایي؟!

له ډیرو کلونو راهیسې زمونږ افغاني ټولنه کې دا اندیښنه څرګندیږي چې ملایان یا د دین علمائ کرام د ساینس سخت مخالفت کوي، او د کافرانو کار یې ګڼي، خپل ځانونه ترې لرې ساتي او نور هم ترې منع کوي. غواړم دې باندې رڼا واچوم چې ولې ملایان ساینس سره مخالف دي؟!

که لاندینیو دلایلو او حقیقتونو ته وګورو نو د علمائ کرامو اړوند دا اندیښنه ناسمه ده، علمائ کرام یا ملایان د ساینس بیخي مخالف نه دي، بلکې سخت یې شوقیان، خپله یې تر خپلې وسې لولي او نور هم ورته رابولي!

زمونږ وطن کې د مستقر اسلامي حکومت نشتوالي له کبله یو شمیر کسان راولاړیږي او د دین د علم دعوه کوي خو ټکی یې زده نه وي، او بیا داسې دین مخالفې څرګندونې کوي چې خلک هک حیران شي چې اسلام خو داسې دین نه څرنګه چې یې دغه د علم دعوه لرونکی خلکو ته وړاندې کوي. داسې خلک ریښتیا هم د ساینس او ټکنالوژۍ ضد څرګنونې کوي او زده کړه یې کفر ګڼي.

بل د دین ریښتینی علمائ کرام دي: ریښتیني علمائ کرام نه یواځې دا چې د ساینس مخالفت نه کوي، بلکې د ساینس اصلي موسسین دي، ابن سینا، فارابي، الجزري، ابن النفیس، البیروني، ابن البیطار، او…. دا ټول په لومړي قدم کې د دین علما ول، او بیا د ساینسي علومو. د ننۍ زمانې د مهمو ټکنالوژیو بنسټ همدغو علماوو ایښی دی، مثلا بریښنا کشف کول، باروت کشف کول، الجبر علم، باروت جوړول، جغرافیه او بیا په ځانګړي ډول د ټولې ځمکې ګزانه اندازه کول، جراحي عملیاتو کې مریض ته نشه ورکول، او بېشماره پرمختګونه د همدې علمای کرامو په لاس کشف کول.

راځو وطن ته

نن سبا که افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګلادیش او نورو ملکونو کې وګورو نو یوناني طبابت چې په ساینسي تجربو (کیمیا، فزیک، سایکالوجي) ولاړ دی د مولوی صاحبانو لخوا تطبقیږي، افغانستان کې هر یوناني طبیب خامخا مولوي هم دی. د پاکستان اکثر یوناني طبیبان هم مولوی صاحبان دي.

دا چې افغانستان جنګونو وځپه او هر شی یې صفر ته ورسول یوناني طبابت یې هم وځپل شو او مختګ یی ونکړ، خو ګاونډي پاکستان او هندوستان کې یوناني طبابت په مناسبه اندازه مختګ کړی دی، د قرشي، همدرد، بروکس، پال، سعودیه، او بیشماره نومونو لاندې لوی لوی شرکتونه یوناني طبابت عملی کوي. د پاکستان مشهور شربت روح افزا، جام شیرین، صندل، او نور ګڼ داسې شربتونه دي چې ګذمو وطنونو کې د روژه مات مهال ضرور څښل کیږي او دا شربت د ملایانو د یوناني طب لاسته راوړنه ده.

د ساینسي علومو یوه مهمه برخه فضایي علوم دي، فضا، سپوږمۍ او ستورو ته ختل، ددي علم مخکښان هم هم د دین علما ول، د علم نجوم او فلک نومو لاندې د افغانستان علمائ کرامو د ساینس دا مهمه برخه زده کوله او د خپل وس سره سم یې ترې کار اخیست.

د ټولنپوهنې علم موسس علامه ابن خلدون دی، انګریزي نړۍ ورته (سوسیالوجي) وایي، او عربي کې یې علم الاجتماع بولي. په دې علم کې د ابن خلدون رحمة الله علیه کتاب «المقدمة» تر نن پورې غرب کې لوستل کیږي، او څیړونکي ترې زده کړې کوي. او په لویو لویو مهمو مدرسو کې لوستل کیږي.

بل مهم علم نن سبا سایکالوجی ده چې دیني علما یې علم النفس بولي او ریشې یې زړې دي، مدرسو کې دا علم لوستل کیده او مخته بیول شوی دی. په عملي ډګر کې مونږ ګورو چې علمای کرام د خلکو په نفسیاتو/سایکالوژۍ ډیر ښه پوهیږي اوله دې کبله خو افغانستان کې له ملایانو زیات ولسي محبوبیت د بل هیچا نشته.

که د نن نړۍ ته راشو، او ګز او میدان خبره وکړو،

نو هم ویلی شو چې حقیقي علماوو د ساینس مخالفت نه دی کړی، مثلا:

(مثالونه بیشماره دي، دلته به یوه اسانه ګزو میدان والا راواخلو) د افغانستان د موجوده عالمانو یو وتلی ستوری مولوی شهاب الدین دلاور دی، دلاور صیب له غور نیکه څخه دیني عالم او د مدرسو په طرز مشهور منطقي ملا دی، شرعی علومو کې دومره مخکې دی چې د افغانستان د تمییز محکمې ریاست یې کړی دی، او د همدې عالم ځوی په طب پوهنځي کې طلایي مډال ګټلی دی، د خپل پلار په خوښه او هځونه طب پوهنځی لولي او د پلار په دعاګانو مخته روان دی.

نو ملایان ولې عصري ساینس نه زده کوي؟

پخوا به ترهغه یو کس ته د ملایي پګړۍ نه په سرکیدله ترڅو چې یې مروجه فنون ټول نه وه لوستلي، په فنونو کې د هغه وخت اکتشافاتو سره سم ساینسي مضامین هم لوستل کیدل، له هغه وروسته به د علم د فضیلت دستارو ورته تړل کیده، دغه وخته پورې به د مولوي صیب عمر ۴۰ څخه اووښتی وه. خو په اسلامي نړۍ د کفارو له یرغلونو وروسته کفارو هڅه وکړه چې د مسلمانانو له دنیایي علومو ګټه پورته کړي او د اسلامی علومو نښه او نښان له نړۍ ورک کړي.

همغه وه چې علمای کرام متوجه شول، او دا یې و انګیرله چې که د دین زده کړو لپاره ځانګړې توجه ونشي نو «علمِ دین» به له دې ملکونو بیخي له منځه لاړ شي، نتیجه کې یې په زاړه نصاب یې له سره کتنه وکړله او داسې لنډمهالی خالص دیني نصاب یې جوړ کړ چې باید له هرڅه مخکې د سوچه دیني مسائلو علوم خوندي او زده شي. بیا که امکان وه نور هم ورسره ځای شي. له دې کبله د مدارسو ننی نصاب تنها دیني علومو ته ځانګړی شو.

دا چې ولې له فراغت وروسته علمای کرام ساینس نه وایي لامل یې دا دی چې نن سبا علوم بې حده زیات پراخ شوي دي، او د تخصصونو یا «سپیشلایزیشن» دور دی، د تعلیم تربیې متخصصین په دې ترکیز کوي او ښه نتیجه یې اخیستې ده چې باید یو کس د پوهې په یوه څانګه کې پوره مهارت او بیخچنې زده کړې ترسره کړي او ټولو ژورو ته یې ځان ورسوي، نو لکه څنګه چې ډاکتران انجینري او پیلوټي او نورو څانګو کې ګوتې نه وهي، همدراز، د دین علما کوښښ کوي چې دین راټینګ کړي، او ساینسي علومو ته هم خلک ځانګړي کړي.

نو مسلمانان ولې وروسته پاتې دي؟

که څوک دا خبره کوې چې نن دنیا کې مسلمانان په دنیایي ژوندانه کې له کافرانو  شاته پاتې دي نو ددې مسولیت د دین علماوو په غاړه دی، نو دا هم ناسمه خبره ده، ځکه مسلمانان په یوه ورځ کې یو دم له کفارو وروسته نشول، بلکې دا د مسلمانانو د پیړیو پیړیو واکمنو د عیاشیو او بی غوریو نتیجه ده. زمونږ واکمنانو پیړیو راهیسې دولتی سرچینې او وړتیاوې په عیاشیو او اسرافونو لګولې، د حق غږ پورته کوونکي علما یې وژل، او ناپوهان او چاپړوسان یې خلکو ته د دین د علماوو په نوم ورمخته کول.

نتیجه کې کافران دومره مخته لاړل چې نن د هغه ساینس او پوهې په زور په مسلمانانو واکمني کوي کوم چې یې له مسلمانانو زده کړي ول.

نو د کفر ټاپې له کوم ځایه او د چا په ضد راځي؟

دا زمونږ د افغانانو خوار بخت دی چې کله زمونږ خلک غرب کې ساینسي علوم زده کړي نو ځان سره نه یواځې ساینس راوړي، بلکې غربي دین، کفري نظریات، او د اسلام ضد خبرې هم راوړي، او دلته په علمای کرامو نیوکو ته خپل کار ووایي، درنه ولسي جامه ایسته واچوي، پتلون، نکتایي، او دریشي حتا زنانه وو ته هم ور اغوندي، ستر او حیا ته شاتګ او شرم یې ګڼي، او لنډه دا چې اصلي موخه ترې پاتې او کفري اهداف پلي کولو ته کار ووایي. نتیجه کې هغه علمای کرام چې ددوی دا کړنې د سر په سترګو ګوري اړ کیږي چې نور ولس ددوی له شر څخه په امن کړي او پرینږدي چې د ساینس په پلمه افغان بچیان کافران شي، نو داسې مفصله او واضحه فتواګانې ورکړي چې په غربي طریقه زده کړې حرامې، کفر، او بې لاریتوب وګڼي، خو ساینس او ټکنالوژي کفر نه ګڼي. په دې حالت کې ملامتي د علمای کرامو نه ده، بلکې په اصطلاح زمونږ د موډرنو انجینرانو، ډاکترانو او ساینسپوهانو ده چې له غرب څخه د پوهې په ځای کفر خپل هیواد ته واردوي. په دې کې علما هیڅ نه شي ملامیتدلی.

لیکوال: انجینر عبدالکافي- کابل پوهنتون

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب