درد ارامونکي غذاوې او میوې
ډیر کله موږ د درد د ارامولو لپاره له ګولیو او درملو څخه استفاده کوو. خو یو شمیر میوې او غذاوې هم دا کار په ډيره اسانه کوي.
۱ـ ګیلاس: ګیلاس یا چیریز د عضلاتو درد اراموي. ګیلاس که همداسې وخوړل شي او که د ګیلاسو جوس وي، دواړه يې د درد په ارامولو کې مفیده ده.
۲ـ هوږه: هوږه د کلونو راهیسې د درد د ارامولو لپاره استعمالیږي. هوږه که په یو وړه کاشوغه د زیتونو غوړیو کې ګرمه شي او د بدن هغه ځای چې درد کوي، ورباندې غوړ شي؛ درد اراموي.
۳ـ وربشې: وربشې هم د درد د ارمولو لپاره ډیرې ګټورې دي، په خاص ډول د میرمنو سره د هغوې د خیض په دوره کې د درد د ارامولو سره مرسته کوي.
۴ـ انګور: انګور د ملا دردونه اراموي او د وینې جریان تیزوي.
۵ـ لونګ: لونګ د غاښونو د درد د ارامولو لپاره استعمالیږي.