که غواړئ ماشومان مو له ناروغیو وژغورئ؛ ډیره مالګه مه استعمالوئ

که غواړئ ماشومان مو له ناروغیو وژغورئ؛ ډیره مالګه مه استعمالوئ

د نوې څیړنې پر بنسټ د مالګې زیات استعمال نه یوازې دا چې د ماشومانو د بلوغ مرحله له ځنډ سره مخامخ کوي بلکه په راتلونکي کې د هغوي تولیدي نظام هم زیانمنولی شي.

د دغې څیړنې پر بنسټ په ماشومانو کې د ټاکل شوي اندازې څخه درې یا څلور چنده زیاته مالګه استعمالول په ماشومانو کې د څو مهلکو ناروغیو لامل ګرځي او ماشومان په ژور خپګان هم اخته کولی شي.

د ایرلینډ په ډبلن ښار کې یورپین کانګریس اف اینډوکراینالوجي برخې ته وړاندې کیدوونکی دغه څیړنه چې د لومړۍ ځل لپاره ترسره شوې پر بنسټ موږکانو ته د مالګې مختلفې اندازې ورکړل شوې او کله چې د مالګې اندازه درې یا څلور چنده زیاته شوه نو تر څیړنې لاندې موږکانو کې د بلوغ د مرحلې د ځنډیدو لامل شو.

په دغه څیړنه کې د څیړونکو په وینا تر ټولو جالبه خبره دا ده چې هغو موږکانو ته چې مالګه بیخي نه وه ورکړل شوې هم په ځنډ سره د بلوغ مرحلې ته ورسیدل.

روغتیايي کارپوهانو په وینا د مالګې زیاته اندازه استعمال له یاد شوی زیان پرته د انسان تولیدي نظام هم زیانمنوي او د اولاد پیدا کولو پر وړتیا منفي اغیز لري.

د روغتیا د نړیوالې ادارې په وینا هر انسان باید د ورځې یوازې پنځه ګرامه مالګه استعمال کړي چې له دې زیاته اندازه نه یوازې مشران بلکه ماشومان هم په مهلکو ناروغیو اخته کولی شي.

نن ټکی اسیا (۱۳۹۴ل)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب