د حج سنتونه کوم دي؟
(۱) دحجر اسود نه طواف شروع كول سنت دى او واجب دى په نزد دبعضو.
(۲) په اتمه دذوالحجې چې يوم ترويه ورته وائي منٰى ته تلل.
(۳) دذوالحجې نهمه شپه په منٰى كې تيرول.
(۴)حركت له منٰى نه په طرف دعرفات بعد له طلوع دلمر نه په نهمه ورځ د ذوالحجې .
(۵ ) دعرفات وقوف دپاره غسل كول .
(۶) په مزدلفه كې شپه تيرول.
(۷) حركت كول له مزدلفې نه مخكې له طلوع دلمرنه په لسم د ذى الحجې.
(۸) دايام نحر ټولې شپې په منٰى كې تيرول.
(۹) طواف قدوم لپاره دحج مفرد او حج قران دسنتو پرترك سره دم نه واجبيږي دملامتى سبب او احياناً گناه كار هم گرځي .