داعي هر چاته کافر او ګمراه نه وايي!

داعي بايد د دعوت دورکولو په وخت کې د خلکو دذهنى چمتوالى لحاظ وکړي هغه وخت خلکو ته دعوت وړاندې کړي چې د دوى زړه او دماغ دهغه خبره واوري ،فکر او غور کولو ته تيار وي،په داسې وخت کې بايد هغه چا ته ددعوت لپاره ورنشي چې هغوی دعوت اوريدل نه غواړي.

د الله جل جلاله د دين څخه پرته بل داسې شي نشته چې په هغه سره د خلکو زړونو ته ډاډ او آرام پيدا شي څوک چې د الله
جل جلاله له دين څخه بې برخې وي نو دده په ژوند کې ډير داسې حالت راځي چې دا سړی په دې ښه پوهيږي چې په کوم شي کې هغه اطمنان او ډاډ لټوي هغه ټول شيان باطل او د اعتبار وړ نه دي. داعي ته پکار دي چې پدغسي وخت کې په پوره حکمت سره خپل دعوت وروړاندې کړي،په داسې وخت کې بايدداعي د دعوت ښه طريقه غوره کړې ځکه چې پداسې وخت کې د دعوت منلو ډير امکانات شته،څرنګه چې د ځينو افرادو په ژوند کې داسې حالات راځي چې ددين دعوت په خپلو غوږونو اوريدلی شي .په هم دې توگه ځيني دالله پاک څخه نا خبره قومونه او ډلې هم له داسې حالاتو سره مخامخ کېږي چې د دين صحيح دعوت اوريدلی شي له داسې وخت څخه ګټه نه اخستل لويه سهوه ده داسې موقع بايد داعي له لاسه ورنه کړي اوتل بايد دداسى وختونوپه لټه کې وي.

چا ته ګمراه او کافر ونه وايي
داعى دبې شميره بې لارې خلکو په منځ کې د دعوت کار کوي او که چېرې هغوی ته فاسق،ګمراه او کافر ووايي نو په حقيقت کې دغه الفاظ غلط نه دي خوهېخ فايده د دغو ټکو له استعمال څخه نه ترلاسه کېږي بلکه د يوه ديني مصلحت اوضرورت په خاطر بايد له داسې ويلو څخه ځان وساتل شي ځکه دا دانسان دفطرت او طبيعت دي چې کله ورته کافر يا فاسق وويل شي دا په خپل ځان باندې لوی تهمت ګڼي ددې له امله ويره شته که داعي دغه الفاظ استعمال کړي نو د اوريدونکوجاهلي تعصب به راوپاريږي او ددعوت د اوريدلو څخه به انکار وکړي.

د تکبر او امرکولو څخه ځان ساتل
داعي بايد د نورو انسانانو څخه دداعى اومصلح په حيث ځان اوچت اوپورته ونه ګڼي او نه په داعي کې بايددخپل غوروالى فکرپيداشى ځکه چې دغه شيان داعي له ناکامي سره مخامخ کوي،کبر او غرور داسې اخلاقي ناپاکی ده چې ترلرې واټن پورى بد بويي خپروي اود هر روغ طبيعت خاوند متکبر سړي ته نژديوالی نه خوښوي،داعي بايد په دې خبره پوه وي چې په دعوت سره خپل مسئوليت پوره کوي، په دنيا کې د الله جل جلاله له دين څخه غافل او بې خبره خلک ډير شته نو داعي ته چې دا مقام اومرتبه ورکړل شوې دا د الله جل جلاله له لوري لوی احسان وګڼي او که چېرې داعي په صحيح معنا سره دا احسان وپيژني نو د الله جل جلاله شکر د اداء کولو په خاطر به تواضع اوعاجزى غوره اواختيار کړي.

داعي بايد خلکو ته امراوحکم په طريقه وينا ونه کړي ځکه چې حکم عموماً هغه چا ته کېږي چې هغه د لاس لاندې وي ،دداعي لپاره د يوه تن دين قبلول د دنيا او څه چې په دنيا کې دي له هغه څخه هم غوره دي، دا په حقيقت کې ډير لوی دولت دی او دا دولت هر څوک نشي ترلاسه کولايي بلکه هغه نيک بخت او دغوره قسمت خلکو ته په نصيب کېږي چې د هغوی په دعوت کې اخلاص ،زړه سوی،نرمي او رښتيا ويل موجود وي او د اجتماع او ټولني د اصلاح فکر ورسره وي.

غوره اوښه اخلاق درلودل
داعي بايد ډير لوړ او ښـه اخلاق ولري او د اوريدونکې لپاره داسې لاره غوره نکړي چې په ليدلو سره يې وتښتي اويامخالفت پيل کړي، خلک دده خبره واوري او دهغه لوري ته راټول شي، په عمومي توګه هغه خلک چې د دين خدمت کوونکي ګڼل کېږي په بد اخلاقۍ او تنګ نظري باندې مشهور وي، حال دا چې دغه کسان بايد ډير د ښو اخلاقو خاوندان وای ځکه چې دين د ښو اخلاقو تعليم ورکوي، داعي چې په ټولنه کې کومه بدي وويني ددغې بدي يا بد اعمالي د ختمولو لپاره بايد ډير ناکراره وي، خرابو انسانانو څخه کرکه کول او هغوی ته په سپکه کتل بايد ونلري، دا بايد له هغو کارونو څخه لرې اوکرکه کوونکې وي کوم چې دده په چاپيريال کې سرته رسيږي خو دا له دې کسانو سره بي اړيکو نه شي ځکه چې څوک د بد کارو انسانانو د اصلاح لپاره راوالاړ شوی وي بايدله هغوى سره اړيکې ولري ترڅودهغوى داصلاح اوسمون کوښښ وکړي اوکه داسې وي نو څوک به ددوى اصلاح وکړي،نو بيا په ګناه کې پريوځي.

دا بايد داعي له ياده ونه باسي کله چې فساد په ټولنه کې عام اوخپورشي د تقوا او نيکي لور ته د خلکو رغبت نه وي نو بيا په خرابو او غلطو لارو باندې تلل د انسانانو لپاره آسانيږي اوهغوى پکې معذوروي.داعي بايد ددغسي خلکو د عمل په لړ کې غصه ونه کړي بلکه د خير غوښتنې په بنسټ له دوى سره لاره ونيسى او که چېرې داعي دداسې غلطيو په مقابل کې د سړي سپکاوی وکړي نو ددې ويره شته چې ددې گنهگارجاهلي تعصب راوپاريږي او په خپله غلطي کلک پاتې شي، داعي ته پکار ده چې دخرابې او تيزې لهجې په بدل کې د نيک هدف لپاره خوږه لهجه او ژبه استعمال کړي تيزى بايد ونه کړي.

په دې باره کې آخرى اومهمه خبره داده چې داعي بايد تيزي ونه کړي ځکه چې سخت او تيز طبيعته سړی د دعوت حق نه شي پوره کولی او داسې نيک بخته روحونه ډير لږ وي چې د دعوت ورکولو سره سمدستي اصلاح شي او دعوت ومني او که داسې نه وي نو داعي به ټول عمر په دعوت کې تير کړي خو ددې دعوت په سبب به په خلکو کې هېخ بدلون را نه شي. نوکه داعي د خپل دعوت فايده او حاصل ژر ليدل غواړي نو پکار ده چې صبر وکړي،نا اميده نه شي او تل ددعوت کار وکړي تر دې پورې چې د الله جل جلاله دين په ټولنه کې عام شي او ياداچې داعي په دې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د اسلامي تحريک دعوت د الله جل جلاله بنده ګان د الله بندګۍته رابلل دي چې دابندګي څه عادت،لمانځنه او رسم نه دی بلکه د ژوند له ټولولاروچارو او اړخونو سره تړاو لري چې دهغې اطاعت کول په انسان لازم دي اودژوندپه ټولوچاروباندې چې کله له الله څخه پرته دبل چاواکمني اوبرلاسي وي نوبياد اسلامي تحريک مسئوليت دادی چې د انسانانو د ژوند د اصلاح لپاره داسې لارې چارې ولټوي اوډير زيات کوښښ وکړي چې په ټولنه کې د بل چا واک، اختيارات او غلبه ختمه شي او د يو الله جل جلاله واک قايم شي، همدادده دعوت اوبلنه ده اوهمدا ددې ټولوهلوځلو او کوښښونو مرکز او محوردی.
ـــــــــــــــــــــ
دعوت او تنظیم له کتاب څخه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب

واسع ویب فیسبوک پاڼه لایک کړئ

زموږ فیسبوک پاڼه لایک او له نورو سره شریکه کړئ

#مننه_چې_یاستئ