داعيان د انبياوو وارثان دي

وروڼو! زه له مقدمې پرته خبره لدې نه پيل كوم چې الله جل جلاله د محمد صلى الله عليه وسلم امت د دې لپاره ټاكلى دى چې په نيكۍ به حكم كوي او له بدۍ نه به منع كوي او د الله جل جلاله دين به د دنيا هرې حصې ته رسوي او په ځمكه به د الله جل جلاله كلمه اوچتوي، قرآن كريم كې الله جل جلاله فرمايي:
(كنتم خير امة اخرجت للناس تأمرون بالمعروف و تنهون عن المنكر و تړمنون بالله)
تاسې غوره امت ياست، الله جل جلاله د دې لپاره مامور كړي يئ، چې په نيكۍ به امر كوئ او له بديو نه به خلك منع كوئ او په الله جل جلاله به ايمان ساتئ.
اسلامي امت بارسالته امت دى، دا امت الله جل جلاله له يوه مشن او مقصد سره ليږلى دى، له نبي عليه السلام نه وړاندې به الله جل جلاله پيغمبران رااستول، په هريو قوم كې به په يوه وخت دوه، درې يا څلور پيغمبران موجودوو، په نبى صلى الله عليه وسلم باندې الله جل جلاله د رسالت كار ختم كړ، د نبوت او پيغمبرۍ سلسله يې ورباندې ختمه كړه، د پيغمبرۍ كار، درسالت او نبوت كار يې دغه امت ته وسپاره او دنبي صلى الله عليه وسلم او انبياوو په منصبي فرايضو او مسئوليتونو كې الله جل جلاله دا شامل كړي وو چې د الله جل جلاله پيغامونه به خلكو ته رسوي، نبي صلى الله عليه وسلم ته الله جل جلاله په قرآن كريم كې فرمايلي دي:

(ياايها الرسول بلغ ما انزل اليك من ربك وان لم تفعل فما بلغت رسالته والله يعصمك من الناس)
ژباړه: (اې پيغمبره ! دالله جل جلاله د طرف نه چې څه تا ته نازليږي هغه خلكو ته ورسوه او كه ته د الله جل جلاله پيغامونه او حكمونه خلكو ته ونه رسوې نو بيا تا د الله جل جلاله لخوا در سپارل شوې دنده او مسئوليت ندى ادا كړى او په دې لاره چې ته روان يې، چې د الله جل جلاله پيغامونه او حكمونه خلكو ته رسوې، نو الله جل جلاله به تا د خلكو نه ساتي، الله جل جلاله به د دښمنانو نه ستا حفاظت كوي).
د دې آيت په تفسير كې علماوو ليكلي دي چې څوك د دعوت الى الله كار كوي، الله جل جلاله ته خلك رابولي، د دين تبليغ كوي، دين خپروي، د اسلام خپراوى كوي، هغه به الله جل جلاله د دښمنانو د شر او فتنې نه ساتي، ځكه چې د داعي الى الله په زړه كې خير وي، زړه يې دخير نه ډك وي، د هرچا لپاره خير غواړي، نو چې كله دهغه په زړه كې خير وي، او خلك خير ته رابولي، په خير باندې خلك راټولوي، په نيكيو باندې خلك راټولوي او دهرانسان لپاره په زړه كې د خيرخواهي جذبه ساتي، نو الله جل جلاله د خپل نيت پراساس دهغه حفاظت او ساتنه كوي او د انبياوو كرامو او زمونږ د ګران پيغمبر صلى الله عليه وسلم په منصبي فرايضو كې دا هم شامل وو چې هغوى به خلكو ته ددين تعليم وركوي:mawlana saboor
(هوالذى بعث فى الاميين رسولا منهم يتلوا عليهم آياته و يزكيهم و يعلمهم الكتب والحكمة و ان كانوا من قبل لفى ضلال مبين)
ژباړه: (الله جل جلاله هغه ذات دى چې په امي او بې سواده قوم كې يې دهغوى نه پيغمبر وليږه، چې په خلكو باندې د الله جل جلاله آيتونه لولي، دخلكو د اخلاقو تزكيه كوي، خلكو ته د كتاب او حكمت تعليم وركوي، كه څه هم چې خلك ترهغوى وړاندې په څرګنده ګمراهي او بې لارۍ كې اخته وو).
دا د نبى صلى الله عليه وسلم كاردى، دا د پيغمبرانو كار دى، په رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې رسالت ختم شوى دى، نور پيغمبران نه راځي، د انبياوو كار الله تاسې ته سپارلى دى، د پيغمبرانو وظيفه الله جل جلاله تاسې ته سپارلې ده او له تاسې نه به يې پوښتنه كوي، الله پاك فرمايي:
(وكذالك جعلناكم امة وسطا لتكونوا شهداء على الناس و يكون الرسول عليكم شهيدا)
ژباړه: (دغه راز الله تاسې غوره امت ګرځولي ياست ترڅو په خلكو باندې ګواهان اوسئ)
د دې ګواهي معنا داده چې خللكو ته حق بيان كړئ، په حق باندې ګواهي او شاهدي وركړئ، لكه يو چا چې حق ليدلى وي او په محكمه كې يې په اړه شاهدي وايي، نو تاسې د حق شاهدان ياست، هغه حق چې تاسې ته معلوم شوى دى، هغه حق چې د قرآن او سنت په رڼا كې تاسې ته څرګند شوى دى، هغه دنيا ته بيان كړئ او هغه خلكوته څرګند كړئ.

جمعيت اصلاح د دعوت الى الله په چوپړ كې دى

جمعيت اصلاح په افغانستان كې همدغه كار كوي، تاسې د جمعيت اصلاح ټول فعاليتونه وليدل، دعوت الى الله، د دين تبليغ، د قرآن تعليم، د نبي صلى الله عليه وسلم د حديثو تعليم، د پوهنتون قيام، دليسو جوړول، دمكتب تشكيل، د مدرسې جوړول، دفهم قرآن دوره، دنبي صلى الله عليه وسلم په سيرت باندې خلك پوهول، په اسلامي فقه باندې خلك پوهول، ديني كتابونه چاپول، د راديو په وسيله خلك پوهول، د اخبار په وسيله خلك پوهول، د مجلو او چاپي رسنيو په وسيله، د بريښنايي ميډيا په وسيله خلك پوهول، لنډه دا چې جمعيت اصلاح هره وسيله او هره ذريعه كاروي ترڅو د الله جل جلاله پيغام عام شي او دالله جل جلاله دين خپور شي، نو دا دپيغمبرانو كار وو خو چې د رسول الله صلى الله عليه وسلم نه وروسته بل پيغمبر نه راځي نو دغه دنده او مسئوليت دغه امت ته وسپارل شو.
پدې امت كې بيا استعدادونه بيل بيل دي، ځينې خلك به اهل دعوت وي، اهل علم به وي، هغه به د علم كار كوي، ددعوت كار به كوي، دتعليم دنده به پرمخ بيايي، د تزكيې كار به كوي، خپل خلك به مثبت لوري ته بيايي.

په جمعيت اصلاح كې د تنظيمونو ويش نشته

جمعيت اصلاح د منفي ګرا خلكو ډله نده، دا مثبت لور ته حركت دى، مونږ د دين سالمه تربيه وركوو، مونږ د دين سالم تعليم وركوو، مونږ ددين هغه تعليم وركوو چې هغه د دې ملت او هيواد د وحدت ضامن وي، مونږ پښتون او تاجك ته دورورولۍ درس وركوو، د مينې او محبت تعليم وركوو، مونږ هزاره، پښتون، تاجك، ازبك، تركمن، پشه يي او بلوچ ته وايو چې تاسې په خپلو مينځونو كې سره وروڼه ياست، قرآن كريم فرمايي:
(انما المومنون اخوه)  (مومنان سره وروڼه دي)
مونږ د اخوت او ورورلۍ درس وركوو، مونږ خلك په قرآن باندې راجمع كوو، درسول الله صلى الله عليه وسلم په سنتو يې راجمع كوو، مونږ مسلمانانو ته دا وايو چې تاسې ديو لوى او عظيم امت برخه ياست، مونږ افغانستان د امت مسلمه سره تړو، په تورخم، اسلام قلعه اوحيرتان باندې يې نه ختموو بلكې مونږ دغه ولس له اسلامي امت سره تړو.
په جمعيت اصلاح كې مونږ دا تصور هم ختم كړى دى چې دا په دغه تنظيم كې وو او دغه په هغه تنظيم كې، فلانى په هغه ډله كې او فلانى په دغه بله ډله كې وو، د ټولو ډلو خلك مونږ راټول كړي دي، د ټولو تنظيمونو خلك مو را جمع كړي دي، دټولو ژبو خلك مو راجمع كړي دي، د ټولو ولايتونو او قومونو خلك مو را يوځاى كړي دي، په حق باندې مو راټول كړي دي، په حق باندې مو متحد كړي دي او همدغه اتحاد او يو والى په افغانستان كې د امن ضامن هم دى او د سوكالۍ هم، او همدغه پيغام او دعوت چې له جمعيت اصلاح سره دى په هيواد كې د خوشحالۍ او كراري ضامن هم دى.
جمعيت اصلاح ژوندى پيغام لري، د اسلام ويښ او بيداره پيغام ورسره دى، جمعيت اصلاح په افغانستان كې اسلامي بيداري او ويښتابه پيدا كوي، او په مسلمانانو كې د وحدت او يو والي تصور بيدا كوي، په قرآن او سنت باندې مسلمانان يو كوي، په دين باندې مسلمانان يو كوي، او همدغه پدې وطن كې د خير او نيكمرغۍ ضمانت كوي، كه زمونږ ديني مدرسې دي مونږ هغو كې باكيفيته درس او تعليم وركوو، مونږ په هغو كې داسې تربيه او روزنه وركوو چې په نتيجه كې به يې دې وطن ته خير او خوشحالي راځي، كړكيچ به ورباندې ختميږي، د هغې په نتيجه كې به په دې وطن كې مذهبي اختلاف پاى ته رسيږي، دشيعه او سني اختلاف به ختميږي، د وهابي او حنفي اختلاف به ختميږي، يووالى او وحدت به پيداكيږي، مونږ ملي او مذهبي وحدت ته خلك رابولو، د هر ډول اختلاف سره چې دلته د فساد، جګړې او تفرقې باعث ګرځي مخالف يو، مونږ د هغه په خلاف تعليم وركوو، دخير داعيان يو او په خير باندې خلك راټولوو.

اهل دعوت او اهل ثروت، ګډ رسالت :

تاسې مونږ دلته راغونډ كړي ياست، مونږ اهل دعوت يو، له مونږ سره قلم دى، مونږ سره ژبه ده، مونږ سره علم دى، دا مونږ د خپل ولس مخې ته ږدو، دغه علم، دغه قلم، دغه دعوت او دغه خير باندې چې مونږ خپل ملت راټولوو، د دې لپاره د مال او پيسو ضرورت دى او تاسې مونږ اهل مال راټول كړي ياست، لكه څنګه چې په اهل علم باندې فرض دي چې كار به كوي او خپل علم به د خپل وطن او ملت په خير باندې استعمالوي، اهل قلم به خپل قلم د خپل ملت په خدمت كې استعمالوي، همدغه شان په اهل مال او اهل تجارت باندې الله جل جلاله دا فرض كړي دي چې د خپل مال او شتمنۍ يوه برخه به د دين، هيواد او ملت د خدمت او ستونزو د حل او د خير او ښيګڼې د كارونو لپاره استعمالوي، دا په تاسې باندې فرض دي.
قرآن كريم كې الله جل جلاله فرمايلي دي:
(يايهاالذين آمنوا هل ادلكم على تجارة تنجيكم من عذاب اليم تؤمنون بالله ورسوله وتجاهدون فى سبيل الله باموالكم وانفسكم ذالكم خير لكم ان كنتم تعلمون يغفرلكم ذنوبكم ويدخلكم جنات تجرى من تحتها الانهر ومسكن طيبة فى جنات عدن واخرى تحبونها نصر من الله وفتح قريب و بشر المؤمنين).

غوره تجارت :

اې د ايمان خاوندانو! آيا تاسې ته زه هغه تجارت ونه ښيم چې دالله جل جلاله د دردناك عذاب نه به تاسې خلاص كړي، په الله جل جلاله او دهغه په رسول صلى الله عليه وسلم باندې قوي ايمان ولرئ او د الله جل جلاله په لار كې په خپل مال او نفس باندې جهاد كوئ، معنا داده چې ددين په لاركې، د خلكو د خدمت په لار كې، ددين د اشاعت او سرلوړۍ په لار كې، د الله جل جلاله د كلمې د حاكميت په لاركې، نفس باندې جدوجهد او كوښښ كول ودهغه لپاره مال استعمالول، دا ستاسې لپاره غوره او بهتره ده كه وهيږئ، پوښتنه داده چې كه تاسې د الله جل جلاله په لار كې او ددين په كار كې ستړي شئ او د دين، هيواد او ملت په خدمت كې ستاسې پيسې و لګيږي، نو دا ولې درته بهتره ده؟ بهتري يې په څه كې ده؟ ځكه غوره او بهتره ده چې الله جل جلاله به د دې په بدل كې ستاسې ګناهونه معاف كړي، كه له تاسې نه كوم ګناهونه شوې وي نو هغه به درته الله جل جلاله وبښي، او الله جل جلاله به تاسې هغه جنتونو ته داخل كړي چې دهغو د ونو او ماڼيو لاندې به نهرونه او ويالې روانې وي او د عدن او هميشوالي په جنت كې به مو ښايسته ښايسته كورونو ته ننباسي او دا ستر فضل او لويه كاميابي ده او د دې مالي انفاق، پيسو لګولو او د الله جل جلاله په لار كې د ځان ستړي كولو په نتيجه كې به الله پاك په دنيا كې يوبل څه دركړي:
(واخرى تحبونها نصرمن الله وفتح قريب)
يو بل شى به الله دركړي چې هغه ستاسې خوښ دى او هغه د الله پاك نصرت، فتحه او برى دى.
هغه ملت چې علماء يې ويښ شي، تعليم يافته خلك يې بيدار شي، ځوانان او محصلين يې بيدار شي، سپين ږيري او ملكان يې بيدار شي، تاجران يې بيدار شي، اهل ثروت او اهل مال خلك يې بيدار شي، او ددغې بيداري په نتيجه كې هغوى خپل مالونه غلط ځاى نه لګوي، په نارواوو كې خپلې پيسې نه لګوي، نو هغه قوم ته الله جل جلاله فتحه وركوي، الله پاك كاميابي وركوي، دغه ولس الله (پاك) سرلوړى كوي.

ولې بې ګټې لګښتونه كوو؟

نن زمونږ په هيواد كې ډير ناوړه حالت روان دى، په ودونو باندې خلك لكونه پيسې لګوي، په رسمونو او رواجونو خلك لكونه پيسې لګوي، بې ځايه مصرفونه كوي، خو چې كله د يوه مثبت كار لپاره، يوې تعليمي پروژې لپاره، ددين د كار لپاره، د خير د كار لپاره او پدې وطن كې د مينې او محبت خورولو لپاره او پدې وطن كې د اتحاد او اتفاق راوستلو او د اخوت فضا قايمولو لپاره د مال لګولو په اړه غوښتنه وشي، نو بيا هيڅوك هم جيب ته لاس نه وړي، بيا هغې كې څوك مصرف نه كوي، نو كوم قوم او ملت چې د خير او نيكۍ په كار كې پيسې نه لګوي، د مثبتو كارونو لپاره لګښت نه وركوي، بې ځايه او بې ګټې مال مصرفوي، نو په هغه قوم به الله پاك څه رحم وكړي، الله پاك فرمايي:
(ان الله لايغير ما بقوم حتى يغيروا ما بانفسهم)
الله پاك ترهغه پورې د يو قوم حالت نه بدلوي ترڅو پورې دغه قوم د خپل نفس حالت بدل نكړي.
مونږ سياسي جماعت نه يو، مونږ سياسي ډله نه يو، مونږ هيڅ سياسي جماعت او ډلې سره تعلق او ارتباط نلرو، مونږ داعي الى الله ډله يو، د الله لورته بلنه كوو، قرآن لور ته بلنه كوو، د علم او تعليم خبره راسره ده، د اخلاقو خبره راسره ده، او د دې ملت د وحدت، اتفاق او اتحاد خبره راسره ده، هيڅ ډلې سره تړاو نلرو، نه د پښتنو استازيتوب كوو، نه د تاجكو، نه د ازبكو نمايندګي كوواو نه د تركمنو، بلكې د ټولو افغانانو استازيتوب او نمايندګي كوو، د دې ملت نمايندګي كوو، ددين په استازيتوب خبره كوو، مونږ سياسي جريان او سياسي ډله نه يو، مونږ سياسي اهداف نلرو، پدې وطن كې د خير لپاره كار كوو.
زه خو وايم چې راځئ! د همدې جمعيت اصلاح نه راتاوشئ، راځئ! همدا كلكه كړو، همدا مزبوته كړو، دا دخير يوه ډله ده، دا دخير يوه ټولنه ده، دا دخير يو اجتماعي تنظيم دى، يوه اجتماعي ډله ده، راځئ! چې له همدې سره مونږ خپله منډه شريكه كړو، دوعا ورته وكړو، همدردي ورسره وكړو، او دخپل مال يوه برخه پدې لاره كې ولګوو انشاءالله دا به په افغانستان كې د بدلون پيل شي، اجتماعي بدلون، د اخلاقو بدلون، علمي بدلون، د تفكير بدلون ترڅو زمونږ فكر سم او صحيح شي، اخلاق مو صحيح شي، تفكير مو له منفي نقطې نه مثبتې نقطې ته راواوړي، دا دحق يو كمزورى آواز دى.

وروستى چانس

او كه نه نو دا درباندې دالله پاك آخري امتحان دى، دا د الله پاك وروستى آزميښت دى، كله چې داعي الى الله په يوه ځاى كې پاڅيږي او دحق آواز اوچت كړي، او دهغه ژوند هم پاك وي، او دهغه لاسونه هم د چا په وينو سره نه وي، او له هغه سره هيڅ ډول تعصب نه وي، دحق لپاره پاڅيږي، د خپل وطن او خپل ملت د ګټې لپاره پاڅيږي، دخپل دين د ګټې لپاره پاڅيږي، د حق داعي وي، قرآن يې په لاس كې وي، دنبي صلى الله عليه وسلم پيغام يې په لاس كې وي، نو كوم قوم چې دغه د حق دعوت رد كړي، هغه بابيزه وګڼي، د حق دعوت ته په سپكه سترګه وګوري، او دحق د دعوت قدر ونكړي نو الله دغه قوم سپك او ذليل كړي، ستاسې لپاره د عزت دغه يوه لاره پاتې ده، چې د حق دعوت ومنئ، مرسته يې وكړئ او تاييد يې كړئ.
نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي:
(اتقوا النار ولو بشق تمرة)
د دوزخ د اورنه ځان وژغورئ ولو كه په نيمه خرما هم وي، د الله په لار كې  انفاق وكړئ، د الله په لار كې وركړه وكړئ، كه په نيمه خرما هم وي د جهنم د اورنه ځان وساتئ، نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي (هر سهار، دوه ملايكې له آسمان نه كوزيږي، او آواز كوي:
(اللهم اعط منفقا خلفا اللهم اعط ممسكا تلفا)
اې الله، چې څوك ستا په لاركې څه وركوي، هغه ته اجر او بدل وركړې او څوك چې بخل كوي دهغه نه مال واخلې، هغه چاته دوعا كوي څوك چې د الله جل جلاله په لار كې مال لګوي، په خپل وطن، ملت، كونډو او يتيمانو باندې رحم كوي، په هغه ماشومانورحم كوي چې په ډيرانونو ګرځي، تاسې دلته ناست ياست، ستاسې بچيان په ډيرانونو ټيمان ټولوي، كاغذونه ټولوي، كباړ ټولوي، په بهرنيو ورځپاڼو كې يې عكسونه او انځورونه راځي، د ماشومانو به د كاغذونو او ټيمانو بورۍ په شا وي او لاندې يې شعر ورته ليكلى وي ځار دې شم وطنه د لالونو خزانې زما، دا تا ژړوي او كه نه؟
راځئ! چې د وحدت او اتفاق لاسونه سره وركړو، اجتماعي ټولنې مزبوتې كړو، د خير ټولنې مزبوتې كړو، چې څوك د خير كار كوي ملاتړ يې وكړو، د هغوى مراقبت، څارنه او سربرستي وكړو، يبل بيل مه كيږئ، جدا جدا مه اوسئ، په بيلتون او جدايي كې خير نشته.

په خپل ولس زړه وخوږوئ

نو راځئ وروڼو! په دې خپل وطن رحم وكړئ، پدې خپل ملت زړه وخوږوئ، په خپلو بچيانو رحم وكړئ، د خپل هيواد په حالاتو زړه وخوږوئ، پرديو موسسو ته وازه خوله مه كينئ، نبي صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: (ارحموا من فى الارض يرحمكم من فى السماء)
د ځمكې په اوسيدونكو رحم وكړئ نو الله به د آسمان نه په تاسې رحم وكړي
بل ځاى كې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي:
(الراحمون يرحمهم الرحمن)
څوك چې د الله په بندګانو رحم كوي رحمان الله پاك به په هغوى باندې رحم وكړي، له هغوى سره به مرسته او مدد وكړي.
نو كوم قوم چې ددعوت الى الله سره مرسته كوي، ددين د كار مرسته كوي، د تعليم د كار سره مرسته كوي، د يتيمانو او كونډو سره مرسته كوي، له مونږ سره د يتيمانو څانګه هم شته، زمونږ مدرسو كې يتيمان شته، زمونږ په ليسو كې يتيم ماشومان درسونه وايي، دهغوى كفالت ته اړتيا ده، نو دا چې څوك كوي، الله پاك دهغه په مال كې بركت اچوي، هغه وطن باندې الله پاك رحمتونه او بركتونه نازلوي او دكوم قوم چې زړونه سخت شي، قسى القلب شي، سنګ دل شي، يوبل باندې نه مهربانيږي، يو بل باندې يې زړه نه نرميږي، چې د كوم ملت په خپلو كې په يو او بل باندې زړه نه نرميږي نو الله په هغوى باندې رحم نه كوي.
كه مونږ غواړو چې د الله د رحم جوګه شو، دالله درحم وړ او مستحق شو، نو راځئ ! چې يو بل باندې رحم وكړو، راځئ! چې يو بل سره مينه وكړو، راځئ! چې يوبل سره محبت وكړو، راځئ! چې يوبل سره مدد وكړو.
دايو څو خبرې د الله په لاركې د انفاق، دجمعيت اصلاح دكار او ددغه كار د اهميت په باره كې ما ستاسې په مخ كې وړاندې كړې، الله پاك دې مونږ او تاسې ته پرې د عمل كولو توفيق راكړي، هر هر ورور دې له ځان سره دا فيصله وكړي، چې زه به په كال كې په خپل زكات او صد قاتو كې، په مياشت كې دومره پيسې جمعيت اصلاح سره مرسته او تعاون كوم، انشاءالله دا به په افغانستان كې د خير او بركت باعث وګرځي، ستاسې د بچيانو په تربيت، ښوونې، روزنې او ستاسې په وطن كې دمينې، محبت او اخوت د فضا قايمولو كې به ډير لوى تاثير وكړي.
انشاء الله.
وآخر دعوانا ان الحمد لله رب العلمين
والسلام عليكم ورحمت الله وبركاته

د ښوونکي لارښود کتابونه
Atomic Habits

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب