خوب لیدل د ساه پوهانو له نظره

تر اوسه پورې سا پیژندونکو، فیلاسوفانو او فیزیولوژیستانو د خوب لیدولو مکانیزم نه دی مالوم کړی هغه څه چې د خوب په اړه ویل شوی دی  ډیر سطحی او شخصي تجربې دي.
خوب او وېښتیا د ژوند  دوه عملونه دی چې خوب داستراحت لپاره او استراحت د ستړیا له منځه وړولو لپاره دی، اود ستړیا له منځه وړل بیا  د سلولونو د بیا رغونې او قوت لپاره دی.

خوب د ساه پوهنې له دیده:

زموږیو پر درېمه برخه ژوند په خوب کې تیریږي، انسان ډیر  واقعیتونو په خوب کې درکوي او ټوله انسانان ددې د راز ډکي دنیا سره اشنا دي.

د ساه پيژندنکو مهمې نظریې :
د «زیگموند فروید » په اند  عموما دانسان هغه  له منځه تلی امیال چې  انسان د هغه خبر نه وي په سمبولیک ډول په خوب کې راځي  د«یونگ »په اند خوب د خپله    ناخبره  ذهن افشاګر دی یاني د راتلونکو پیښو  وړاندوینه کوي  .اوبله نظریه  دا ده چې د الکتریکي بارونه په وسیله  د  مغز د حافظې د اړوندو برخو له  هڅولو څخه خوب پيدا کیږي  .

د ساه پوهانو څیړنې: 
دساه پوهنې ډاکټر «رابین رویستون»  پرتر دوو سوو   زیاتو  خلکو چې ظاهرا ًيې روغتیايي ستونزې درلودې  پر خوبونه  باندې څیړنې وکړيٍ:

یو سړي خوب لیدلی و، چې دوو تورو پړانګانو هغه پسې اخیستی او یو پړانګ خپله داړه د هغه پر شا ولګوله، هغه څو میاشتی وروسته  په  یوه خطرناکه ناروغی اخته شو او د شا په هغه ځای  کې یې چې پړانګ  په خوب کې داړه لګولې وه  یو تور خال پيدا شو، هغه وایي داسې مالومیږي چې خوبونه د مهمو مسایلو الهامي مالومات دی  لکه «ککوله» د بنزین کاشف چې دبنزین د فارمول په لټه کښې و دشپې يې  په خوب  کې  دمارانو یوه کړۍ ولیده چې د یو بل لکۍ یې په خوله کې نیولې وې ددې خوب په پایله کې هغه  د بنزین کیمیاوی  ساختمان کشف کړ  ، یانی خوب هغه ته وښوله چې د بنزین  کیمیاوی ساختمان حلقوي دی نه خطي  دساه پوه «حسین ابراهیمي» په اند چې مغز په خوب کې استراحت نه کوی بلکی لا ډیر فعالیت کوي.

ماشومان په یوه شواروز کې( ۲۲-۲۰ )ساعته خوب ته اړتیا لري، چې دا اړتیا  د عمر په زیاتیدو  سره کرار کرار لږیږي او به بلوغ کې اته ساعتو ته رسیږي او د لویانو لپاره دا خوب  اوه نیم ساعته دی چې البته دا  یوعمومي عدد دی.
څیړنو ښوولې ده ، چې د ښځو خوبونه سریالي دی یانې  په یوه شپه کې د خوب څو برخې ویني یا څو شپی پرله پسې  دیو خوب پاتي برخې ویني اونارینه یوه برخه خوبونه ویني چې عموما لنډ وي .
ستړی  او خپه خلک مړی ، هدیره  او تیاره ځایونه په خوب کې ویني ، ځوانان جنسی او شهوانی خوبونه ویني، نارام خلک ګډوډ خوبونه  ویني…
څیړونو  ښوولې ده چې محیطی خوبونه  هم لیدل کیږي  لکه یو سړی په خوب کې ویني چې په واورې کې بند وي چې له خوبه راکښېنی   ویني تلتک  ترې لوېیدلی اویا کړکۍ خلاصه وی او یخني يې کیږي.

سا پيژندونکی وایي امکان لري د محیط په تغییر او یا تلقین سره خوب کنترول شي.
په یوه څیړنه کې  یو سړ ی ته  څو ساعته د خوب  تر مخه سرې عینکې په سترګو شوی  نوهغه په خوب کې  هر شی سور لیدی   په یو بله څیړنه کې له  څیړنې لاندې خلکو څخه وغوښتل شوه چې د خپل دوست په ځانګړتیاو خوب وویني

تر څیړنې لاندې  ډیروخلکو اقلا په  خوب کې د خپل دوست یو صفت لیدلی و
څیړنو دا ښوولې ده چې د خوب فضا خالي نه  وي  خوب لیدونکي د فضا دوه پر درې خلک  پيژني.
«رابرتو کاساتی » وایي د خوب محتوا  اکثراً د ذهن جوړشوی شیان وي.
یوې بلی څیړنی وښووله چې ړانده خلک خوب وینی خو خوب يي لکه دبینا سړی  خوب  شفاف نه وي ،د هغو خوبونه تور او سپين وي.

له   یوې څیړنې څخه  جوته شوې ده چې په لومړی پېنځو دقیقو وروسته له ویښيدو  نیم خوب  او لس دقیقو وروسته  ( ۹۰ )په سلو کې خوبونه  هیریږي او د خورخور په وخت کې خوب نه لیدل کیږي.
تر دری کلني پورې ماشومان د ځان په هکله خوب نه ویني په اووه او اته کلني کې ماشومان  ویرونکي خوبونه ویني.
که څوک ناببره  له  لنډه خوب  وروسته را ویښ شی اخیر خوب  یې  د ټولو شپې تر خوبه ښه په یاد پاته کیږي.
اوس جوته شوې ده چې ټول خلک خوب ویني او خوب لکه ساه ایستل انسان ته  ضروری دی ان دا هم ثابته شوی ده چې حیوانات هم خوب ویني.

د خوب ډولونه: 

۱ -حکاکی خوب: چې یوازې پېښې (حوادث) انسان ته ښيي لکه ویره ، خښم،کرکه یا هغه صفات چې دانسان دننه پټ دی
۲-ارضايي خوب: چې یوازې د اقناع او ارضا ، یا  د ژوند  دهیلو او امیالو لپاره دي.
۳-غیبی خوب:  چې یوازې  راتلونکي پیښې ښيي.

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب