خوب تعبیر په زبور کې

خوب تعبیر په زبور کې

په زبور کې خوب لکه مړینه یوه پدیده  بلل شوې ده سام ۱۳:۳ : «مه مې پریږده د مرګ په خوب ویده شم»په زبور کې راغلی چې خدای (ج)زموږ ساتنه کوی هغه نه ویدیږي
سام ۱۲۱:«هغه نه ویدیږي»
سام ۱۲۱:۴  : «چې موږ ویده شو خدای مو  ویني»
خوب د لټ په مانا هم راغلې ده
سام ۴۴:۲۳-  «ای خدایه ویښ  شه ولي ویده  يې  !»

په زبور کې راغلی چې خوب د خدای یو نعمت دی
سام ۱۲۷:۲  :  «دا ګټه نلری چې سهار وختي راویښیږی اویا د شپې ناوخته ویدیږي او د زحمت ډوډي خوری،  هغه خپل محبوبانو ته خوب ډالۍ کړی  دی»
کله کله په خوب کې زیرۍ وینو چې هغه د خدای نعمت دی چی موږ له هغه مخکې خبروي

سام ۴:۸ : «خوب کله کله  موږ ته د خدای دیو ښه نعمت په ډول راځي»
دانیا ل نبی په کتاب کې یوسف (ع) و دانیال نبی د خوب دوه مفسرین دی چې خدای (ج)  هغوی ته  د خوب تعبیرولو علم ډالۍ کړي دی  په لرغونودینی  کتابونو کې خوبونو یوازې د راتلونکی پيښو ته نغوته کړې ده چې ټوله سمبولیک  دي او تعبیر غواړي.

دانیال  د بابل د پاچا« نبوآدنصر» په چوپر کې خوب تعبیر ونکی و.

د بابل پاچا وايي ما خوب ولید: (7:1-14(

«یو لوی دریاب  د باد په اثر توپاني شو  او له هغه څخه څلور عجیب ځیناوران راووتل. یو يې لکه زمری و مګر د عقاب وزرونه يې لرله، چې هغه ته مې وکتل وزرونه یې ولویدل او لکه انسان په دوو پښو  ودرید او د انسان عقل ورکړ شو؛ دویم ځیناور لکه یږ و په پښوبرید ته تیار ولاړ و،درې غاښه يې لرله ؛درېیم یې لکه پړانګ و چې لکه الوتونکي څلور وزرونه    او څلور سره يې لرله اوڅلورم ځیناور ډیر ویروونکی او زورور وو. هغه خپل قربانیان په خپلو وسپنیزو غټو غاښو  ټوټه ټوټه کول او بیا یې تر پښو لاندې کول دې ځیناور له  نورو څخه توپير درلود هغه لس ښکره لرله نا ببره یو بل ښکر  له هغوله مینځه راووت  او درې ښکرونه  یې له ریښې مات شول دې نوی  ښکر لکه د انسان سترګې لرلې او له کبره ډکي خبرې یې کولې
بیا داوري(حساب اوکتاب) تخت جوړ شو یو سپین کالی ازلي موجود چې  لکه واوره سپين  او وېښته يې لکه خالصی وړۍ وې پر تخت کیناست  دا تخت  پر اور ولاړ و  اود اور دریاب يې تر لاندې بهیدی.
زرو خلکو دهغه چوپر کوی او میلونونه خلک  يې مخي ته ولاړ وه
هغه څلورم ځیناور په اور کې وسو ځکه هغه  کبري خبرې کولې او ددرو نورو ځیناورو څخه یې واک واخیست او اجازه یې ورکړه ژوندي پاته شي .
بیا مې یو انسان ته ورته یو موجو ولید چې پر اوریځو سپور راغی هغه ته جلال او ازلی سلطنت ورکړ شو»

د هغه خوب دانیال داسی تعبیر کړی:

«څلور ځیناوره څلور پاچاهان  دی چې پر مځکې حکومت کوی او بیا د خدای غوره شوي  تر ابده پاچاهي کوي .و څلورم   پاچا به ډیر ظالم وې ټوله دنیا به ټوټه ټوټه او تر پښو لاندې کړي
او د هغه دکورنۍ لس پاچاهان  واک  ته رسیږی چې لسم به  يې د خدای پر ضد خبری کوی او خدای غوره شوي به درې نیم کاله د هغه تر سلطی لاندې وي بیا به سپيناوی( داوری ) پيل شي او پاچا به بې واکه شي او د ټولي دنیا د پاچاهی واک به د خدای  (ج) شي»

«نبوآدنصر » پاچا خوب ولید
«یوه لوړه ونه د مځکې په منځ کې شنه شوې وه د هغې ونې څانګې اسمان ته رسیدې او د د نیا ټولو خلکو هغه لیدله ، پاڼې یې تر او تازه او ښاخونه يې له   میوې ډک وه او ټولو خلکو ته يې کافي میوې درلودې، د دښتو ځیناوران یې  تر سیوري لاندې  پراته وه او الوتونکویې پر ښاخونو ځالې جوړکړي وي او ددنیا ټولو خلکو د هغه میوه خوړله
بیا یوه  مقدسه ملایکه له اسمانه مځکې ته راغله او په لوړ ږغ يې ویل دا ونه پرې کړئ  اوښاخونه یې مات کړئ چې میوې او پاڼې یې توی شي  چې د هغه لاندې ځیناور او پاسه الوتونکي ولاړی شي  مګر په مځکه د هغه ریښه  او کنده پرېږدی او هغه په وسپنیزو او ژیړو په زنځیرونو وتړۍ او پریږدي د حیوانانو سره ژوند وکړی  اوواښه وخوري اوپرخه نم پرې وکړي  هغه اوه کاله پریږدی چې دهغه انساني عقل په حیواني عقل بدل شي»

دانیال دا خوب د بابل پاچا ته  داسې تعبیر کړ

هغه پاچا ته ویل:
«هغه لوړه  د میوې ډکه ونه چې ټوله دنیا هغه ویني ته يې چې عظمت دی ټوله دنیا ویني   ته به له انسانو څخه اووه کاله  وشړل شې د دښتې له ځیناورو سره به اوسې اولکه غوا واښه به خور ې  اوپرخه به دي اوبه وي  او اووه کاله به داسې تیر کړې. چې عقل دی سر ته راشي او دنیا د خدای په واک کې وبولې او ومنې  چې خدا (ج) هر چا ته چې وغواړي هغه ته  پاچاهي وربښي اوستا ریښې چې په مځکه کې پاته دی د ستاد پوهیدو وروسته به بیرته پاچا شې»

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe



ترنم یوتیوب چینل

نوې ویدیو هره ورځ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب