سر ولې درد کوي ؟

د سر درد چې د ډېرو لاملونو څخه رامنځ ته کیږي، یو څو لاملونه یې دلته درته په دغه لیکنه کې څرګنديږي.

لومړی خو سر درد د خپله ناروغي نه ده بلکې د یوې وجې له کبله رامنځ ته شي.

۱ . کله چې معده خالي شي یعنې ولږه غلبه وکړي، نو په سر باندې درد راشي.

۲ . دا چې په ننني عصر کې د کمپيوټر، موبائيل، تلوېزون استعمال او کارونه زیات شوې او ډېرو وخت يې استعمالوي که چېرې دغو څېزونو ته زیات وخت وکتل شي نو د انسان په دماغو بوج راشي او سربېره پردې چې سر ورسره درد کوي ، سترګې هم ورسره کمزورې کیږي او د سترګو درد هم .  نو چې کله کپيوټر، موبائيل، تلوېزون  ته کښېنئ له اړخ نه یې مه ګورئ باید ۱۰۰ ٪ فیصده مخامخ ورته وکتل شي.

۳ . د زیات خوب له وجې هم سر درد کوي، هر انسان چې عمر یې له ۱۸ کالونو پورته وي باید ۶ یا ۷ ساعته خوب وکړي.

your ads

۴ .  د کم خوب یعنې بې خوبي له وجې هم په سر درد راځي. که د دې له وجې مو په سر درد وه نو لږ ارام یا ستراحت وکړئ.

۵ . د خفګان له وجې هم په سر درد راتلی شي.  مثلاً : یو څوک داسې خبره واوري چې د زغم نه وي . د سر درد لامل یې ګرځي.

۶ .  د وينې لوړ فشار او د وينې ټيټ فشار له دواړو وجو سره  په سر درد کیږي.

۷ . د زیاتې ژړا او د ډېرې خندا له امله هم په سر درد راځي.

۸ . د ډېرو خبرو کولو له کبله هم په سر باندې درد غلبه کوي.

۹ . د غاښ درد له وجې هم په سر باندې درد راځي.

۱۰ . په اوبو کې د زیات وخت لمبلو له امله هم د سر درد منځ ته راځي.

۱۱ .  والګی : یعنې د زکام له وجې هم په سر درد راځي.

۱۲ . د زیاتې مطالعې او زیات وخت خط لیکلو سره هم د سر درد لامل کيږي.

۱۳ . د زیاتې رڼا له وړانګو سره هم د سر درد لامل کېږي.

۱۴ . د زیاتې ستړيا او ستومانۍ له وجې هم په سر درد راځي.

۱۵ . د زړه تنګي له وجې هم د سر درد لامل کيږي.

یادونه : کله مو چې په سر درد وه په دسمال یې مه تړۍ له دې سره به درد لا هم زیات شي .

شین چای به درسره د سر په درملنه کې مرسته وکړي، ځکه په شین چای کې کافين ماده شتون لري، چې د سر درد مخنیوي کوي.

 

your ads

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب