حیاء؛ د شعيب عليه السلام لور

نو هره پاكلمنه او سپيڅلي مسلمانه چي خپل دين سره مينه لري خپل عزت ورباندي ګران دي د رب له عذاب څخه ويريږي او د رب د نعمتونو طمع لري بايد حياء ته مخه وكړي او د شعيب عليه السلام لور ځان لپاره د حياء او سپيڅلتيا نمونه او مثال وګرځوي ، چي د خپلي حياء  له امله الله تعالى په خپل سپيڅلي کتاب کې يادوي او قصه يى تل تر تله تر قيامته ژوندۍ پاتې ده، دا يواځي د شعيب عليه السلام لور نه ده بلكه هره يوه ښځه چي د هغي په رنګ، رنګ شي ګويا قران د هغي ذكر كړى.

الله تعالي فرمايي: فَجَاءَتْهُ إِحْدَاهُمَا تَمْشِي (القصص: ٢٥ آيت). ژباړه:له هغوي دواړو څخه يوه راغله چي ډيره په حياء كي ګرځيدله  ويې ويل.
او بعضي مفسرين ايت بیا له دى ځايه شروع كوي چې: عَلَى اسْتِحْيَاءٍ قَالَتْ،  يعني په ډيره حياء سره يى وويل.نو دا هغه انجلی وه چي د حياء له امله یی ذكر د تل لپاره ژوندي پاتي شو.
او په پایله كښي اي ګراني خوري !

حياء بايد ستا په ټولو سلوكياتو كي ظاهره شي او ستا د ژوند هر اړخ بايد له حياء او سپيڅلتيا څخه ډك وي تر څو ته هم نیکمرغه شي او نور خلک هم ستا له برکته نیکمرغه شی. ځكه كومه ښځه چی حياء نلري خپله هم ځان په هلاكت كي اچوي او څوك  يى چي شا او خوا كي وي د خپلي بدمرغی او ګمراهي له امله هغوي هم په بدمرغۍ اخته کوي ان تر دې چې ضرر یی  ټول امت ته رسیږی ځکه چې دغه بي حياء ښځه ډیرو ګناهونو ته لار هواروي او د ډیرو نيكيو او ښو کارونو د لاری خنډ ګرځي .

نو اى مسلمانې خورې له ځان څخه د خير، نیکمرغی او د نيكي د خپرولو سرچینه جوړه كړه نه د شر، فساد، بدمرغی. الله پاك دى مونږه او تاسو ټولو ته د خير او نيكي د خپرولو توفيق راكړي.امين

ساجده عبدالباقی

Atomic Habits
واسع ویب wasiweb wasiweb.com

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب