حکیمانه خبرې
۱- یو ځوان یو حکیم ته راغي او ورته یې وویل: ما سره زما په نفس کې دوه لېوان په جنګ دي، یو مې خیر ته رابلي او بل مې شرته رابلي.
حکیم ورته وویل: دې دواړو کې به هغه یو برې مومي کوم چې ته مړوې او پالنه یې کوې.
۲- یو عالم وایي: هغه خلکو ته تعجب وړی یم چې نیمایي حدیث یې اوریدلې وي او په څلورمه برخه د حدیث پوهېږي اوخبرې په حدیث کي څو چنده کوي.
۳- په مدرسو کې مونږ لومړی زده کړه کوو بیا په امتحاناتو تېرېږو خو په ژوند کې لومړی په امتحاناتو تېرېږو بیازده کړه کوو.
۴- د سرو زرو کته له خره څخه آس نه شي جوړولاي لکه ځینې خلک چې هرڅومره ډولي لباس واغوندي بیا هم بې عقله او جاهل وي.
۵- عبد الله ابن مبارک رحمه الله فرمایي: د يو چا لپاره همدومره مصیبت کافي دی چې په ځان کې کمی او تقصیر وویني او بیا یې هم د اصلاح کوشش نه کوي.
۶- یو عالم وایي : بد خلک د خلکو په بدیو پسې ګرځې او په نیکیو یې سترګي پټوي لکه مچان چې په جسد کې ګنده او ناولي ځای پسې ګرځي او روغ ځای پرېږدي.
۷- درې مفلسان:
۱/ د ښکار سپی، چې ځان ستړي کړي، منډې ووهي خو ښکار یې نورو ته ځي.
۲/ بخیل سړي، مال او دنیا جمعه کړې خو هرڅه نورو ته پاتي شي.
۳/ غیبت کوونکی ، د خلکو غیبت کوي او نیکیانې يې نوروته ځي.
ټولونه او ترتیب: عاطف صاحبزاده