حضرت ابوهريرة رضی الله عنه د لوږي په حالت
حضرت ابوهريرة رضی الله عنه يو ځلي په بوسکي پزه پاکه کړه بيا يې ځان ته وويل: څه به وايي اې ابوهريرة! نن خو به بو سکي پزه پاکوې هغه وخت دي هېر دئ چي د نبي صلی الله علیه وسلم د منبر او کوټې تر منځ به دلوږي څخه بې هوښه پروت وې خلګو به ليونى ګڼلې او پښه به يې پر څټ درکښېښودل او حال داچي ليونتوب نه و بلکي لوږه وه.
فايده: يعني ابوهريرة رضی الله عنه به څو ورځي په نهاره تېرولې بيخي زيات به وږى وآن تر دې چي بې هوښه به سو خلګو به فکر کاوه چي ليونى سوى دئ. ويل سوي دي: چي د هغه وخت دا دود و چي څوک به ليونى سو نو دوى به پر څټ پښه ور ايښودله داددوى علاج (درملنه) وه حضرت ابوهريرة رضی الله عنه په خلګو کي زيات صابر اوعابد انسان و ورځي، ورځي به يې په نهاره باندي تېرولي.
د نبي صلی الله علیه وسلم دڅخه وروسته الله جل جلاله فتوحات مسلمانانو ته ور په برخه کړه شتمني راغلي خو ددې سره ــ سره بيا هم ابوهريرة رضی الله عنه لوى عابدو يوه کڅوڼه به ورسره وه د خرما دمندکو څخه به يې ډکه کړه تسبېح به يې پرې ويلي کله چي به خالي سوه نو مينځي به بيا ور ډکه کړه او ورته کښېښودل به يي دا دده مبارک عادت و چي شپه به يې درې حصې کړي وه ده ، دده ښځي او خادم به يې په وار سره عبادت پکښي کاوه ( يعني يوه حصه به ده عبادت کاوه يوه حصه به يې ښځي عبادت کاوه او يوه حصه به يې خادم عبادت کاوه).([1])
ما دخپل پلار صاحب څخه اورېدلي دي چي زما د نيکه هم تقريباً د ابوهريرة رضی الله عنه په څېر عادت وو پدې ډول چي اول به تريوې بجې پوري زما پلار په مطالعه اخته وو دوهم ځل به زما نيکه راپورته سو زما پلار به يې بيده کړى او خپله به يې د تهجد لمونځ وکړى دريم ځل به دسهار د لمانځه څخه درې پاوه مخکي زما اکا رحمه الله راپورته سو دتهجد لمونځ به يې وکړى زما نيکه به د سنت د اتباع په موخه ارام وکړي. اَللهُم ارزُقنِي اِتبَاعَهُم
مأخذ: د اصحابو قصي.