حجاب او اسلام

 

کفار او د نړۍ ستر طاغتوي قوتونه همدا هڅه کوي چې پر اسلامي حجاب بندیز ولګوي، ځینې کفري او د بشر ضد هیوادونه لکه فرانسه او بلجیم …په دې بریالي هم شول چې حجاب منع اعلان کړي. ورسره یې اعلان وکړ چې که چا حجاب وکارولو نو پر هغوی به له ۱۵ څخه ۲۵ یورو جرمانه راځي او حتی د زندان ګواښ یې هم ورته وکړ. دا خبره لا خپل ځای ته نه وه رسېدلې چې د هالنډ کفري هیواد یوه ښوونځي (کاټولیک فرقې پورې اړوند) اعلان وکړ چې حجاب باید ونه کارول شي.

زه خو حیران په دې یم چې دا خلک د بشر حقوق د بشر حقوق او ډول ډول چیغې وهي او نوره نړۍ په دغو خبرو غولوي چې تاسو د بشر د حقوقو خیال نه ساتئ خو خپله یې داسې کارونو ته ملاتړلې چې ټول د بشر د حقوقو خلاف او ټوله کړنه یې د بشر پر ضد ده. د نړۍ تر ټول ستر ظلمونه همدوی کوی، په سوریه، افغانستان، عراق، لیبیا او نورو ځایو کې تر ټولو ډیر دوی بیګناه خلک ووژل او داسې سیمې او ځایونه یې بمبار کړل چې هلته ټول ملکي وګړي اوسیدل او حتی ډیرۍ یې ماشومان او ښځې په کې ووژل. دا نو د بشر کوم حقوق شول او کوم عدل او انصاف!!

اوس راځو دېته چې حجاب څه ته وایي؟

حجاب یو عربي لفظ ده چې د پردې یا پوښ په معنی راځي او حجاب کارول د یوې مسلمانې ښځې لپاره خوښ کړل شې فریضه ده. د حجاب کارول ډیرې ګټې لري چې ځینې یې په لاندې ډول دي:

حجاب له زنا څخه مانع ګرځي. حجاب له فواحشو څخه خلک ساتي. حجاب کارول په ټولنه کې اخلاقي فساد لمنځه وړي، حجاب کارول یوه مسلمانه خور له هر ډول خطرونو او د پردیو له بد نظر څخه ژغوري، حجاب کارول انسان له فضول لګښتونو او حتی هغه نارینه چې د پردیو ښځو سره د ناروا خیالونو او فکرو په سمندر ډوب وي له هغوی ممانعت کوي او ددې کارول له ډیرو ناروا لګښتونو څخه مخه نیسي، همداسې د حجاب په لسګونې نورې ګټې هم شته لکه همدغې فرانسه کې یو وخت داسې خبر هم ورکړل شوی وو او ډیرو طبي پوهانو دا خبره په ثبوت رسولې ده چې د حجاب کارول ښځې له جلدي یا د پوستکي له ناروغیو ځنې ژغوري. الحمد لله….

د حجاب یو ستر حکمت دادی چې حجاب لکه مثال د پوښ داسې دی که هغه د میوې پوښ وي، یا د بل شي، دا نه پرېږدي چې د ننه شی ځنې خراب شي او یا هغه شي ته ضرر ورسي همداسې د حجاب مثال هم ده چې ښځې ډول ډول خطرونو څخه ساتي.

ډاکټر ذاکر نایک په دې هکله داسې وایي:

په اسلام کې د ښځې موقف او مقام اکثره وخت د بى دينه (Secular) خبري رسنيو لخوا ترحملې لاندې راغلى دى. حجاب يا د ښځې لپاره اسلامي لباس د خلکو لخوا د اسلامي قانون په واسطه د ښځو د محکوميت د يوې بيلګې په ډول وړاندې کيږي.

مخکې تردې چې ديني پردې په اړه دلايل وړاندى کړم اجازه راکړئ چې لومړى د اسلام له راتګ څخه مخکنيو ټولنو او تمدنونو کې د ښځې په موقف او مقام باندې رڼا واچوم .

١- له اسلام څخه وړاندې ښځې ډېرى ذلېلې او د ټېټې مرتبې خاوندانې وې.

لانديني تاريخي مثالونه په پراخ ډول دا واقعيت روښانه کوي چې د ښځې موقف له اسلام څخه ترمخه په مختلفو مدنيتونو کې تر دومره حده ښکته وه چې آن د ښځو له انسانې کرامت څخه هم خلک منکر وو.
الف :- د بابليانو مدنيت: د بابليانو د قانون له مخې ښځې د ډيرې ټېټې مرتبې لرونکې وې او نږدې له خپلو ټولو حقوقو څخه محرومې وې. د نوموړي قانون له مخې که چيرته به يو سړي کومه
ښځه ووژله نو ددې پر ځاى چې پخپله سړى جزا وویني د هغه ښځه به په مرګ محکومېده.

ب :- يوناني مدنيت: که څه هم يوناني تمدن ته د پخوانيو تمدنونو ترمنځ د يوه باعزته او شريف مدنيت په سترګه کتل کيږي خو بياهم په يوناني مدنيت کې ښځې له خپلو ټولو حقوقو څخه بې برخې وې ورته په ټېټه سترګه کتل کېدل .

په يوناني کیسو او افسانو کې د ټول انسانيت د بدبختيو ريښه د Pandora په نامه يوه خيالي او افسانوي ښځه ګڼل کيږي. يونانيانو ښځې نه يوازې دا چې له نرانو ښکته او ټېټې ګڼلي بلکې کله خو يې حتى انسانان هم نه دي ګڼلې. که څه هم په لومړيو کې د يونانيانو ترمنځ د ښځو عفت او پاکي ډير ارزښت درلوده او ښځو ته په لوړه سترګه کتل کيده خو په وروستيو کې يونانيان د ځاني غوښتنو او جنسي بېلارۍ په څپو کې داسې ډوب شول چې زنا او فحشا د يوناني ټولنې په ټولو طبقو کې يو عادي عمل وګرځيده .

ج : – رومي مدنيت: په هغه وخت کې چې رومي تمدن او مدنيت د خپل شان او شوکت په اوج کې وو يوه سړي حق درلود چې خپله ښځه ووژني. زنا، فحشا او لوڅ لپړ توب د روميانو ترمنځ يو عادي کار وو. .
د:- مصرى مدنيت: مصريانو ښځه د يوه ناوړه، خراب او بد څيز او د شيطان د يوې نښې په حيث پيژندله.
هـ :- له اسلام څخه ترمخه عربي ټولنه:  په عربو کې د اسلام له خپرېدو څخه تر مخه عربانو ښځو ته په ډيره ټېټه سترګه کتل آن تردې چې کله به يې په کور کې کومه ښځینه ماشومه پيدا شوه نو هغه به يې ژوندۍ ښخوله.

٢- اسلام د ښځو موقف او مقام لوړ کړ، هغوی ته يې مساوات ور وباښه او له ښځو څخه د خپل دغه باعزته موقف د ساتنې اميد لري: ١٤٠٠ کاله وړاندې د اسلام مقدس دين په ټولنه کې د ښځو مقام لوړ کړ او د هغوى قانوني او حقه حقوق يې تضمين کړل. اسلام له ښځو څخه د خپل دغه ورکړل شوي باوقاره موقف او حيثيت د ساتنې غوښتنه کوي.

د سړيو لپاره حجاب او پرده :- معمولاً خلک د حجاب کلمه د ښځو په اړه څيړي او فکر کوي چې يوازې ښځې په حجاب کولو مجبورې دي خو الله ج د نارينه و لپاره حجاب له ښځو څخه ترمخه ذکر کړى دى لکه چې الله ج د قرآن عظيم الشان په النور سورت کې فرمايي:  قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِم …

((اى پيغمبره ص مومنانو ته ووايه چې خپلې سترګې ټېټې او د شرم ځايونه پټ وساتۍ، دا ددى لپاره پاکه کړنلاره ده، الله ج يې له ټولو کړنو ښه خبر دى)) النور سورة –٣٠ آيت شريف.

له آيت شريف څخه په ډاګه معلوميږي چې کله د يو سړي نظر په يوې ښځې ولږيږي او هر ډول سپين سترګى، بې باکه، او بې شرمه فکر يې ذهن ته راشې نو بايد چې سمدلاسه ښکته وګوري .

Atomic Habits
د ښوونکي لارښود کتابونه
د نصاب کتابونه

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب