جمهوریت ولي سقوط کوي؟

د ملت په خوښه یا د ملت په رایي سره رامینځته کیدوونکي حکومت ته جمهوریت وايي، چې ډیموکراسي یا Self-governance هم ورته ویل کیږي. دا چې ولې ملت پخپله رایه حکومت رامینځته کوی؟ په دې معنا چې ملت پرمختګ، تعلیم، صحت، امنیت او د هیواد ابادۍ  ته اړتیا لری، تر څو حکومت د ملت په رایه انکشافي فعالیتونه ترسره کړي، په جمهوریت کې د ملت رایې ته احترام کیږي، په دې معنا چې Individualism یا فردي ازادي پکې شتون لری.

په نولسمه او شلمه پیړۍ کې جمهوریت انکشاف وکړ، په هغه وخت کې عام خلک په دې نظریه ول چې مونږ ملت یاستو، نو باید حکومت هم زمونږ اووسې، او جمهوریت لپاره یې مبارزې پیل کړي، تر څو داسې حکومت رامینځته کړی، چې د خلکو لپاره، د خلکو څخه او د خلکو پواسطه حکومتداري ترسره شي، چې همدا د جمهوریت اصل دی.

په جمهوریت کې د حکومت دوه مفاهم شته، صداراتي حکومت او پارلماني حکومت مفهوم روښانه کوی، ددې څخه مخکي پادشاهي نظامونه موجود ول، اوس پوښنته دا ده، چې پادشاهي حکومت په جمهوریت څنګه بدل شو؟ ددې ځواب په تیوریو کې روښانه کوم، ریالیزم په دې نظر دی چې انسان فطرتآ بد دي، جنګ خوښوی، له زوره کار اخلي، نو ددې لپاره چې دا حالت کنترول شي، نو حکومت ته ضرورت دی. اما بل طرف ته لیبرالیزم په دې اند دی چې انسان فطرتآ امن پرست دي، سوله خوښوی او ازادي خوښوونکي دی، جمهوریت او انفرادیت خوښوی، نو څنګه چې انسان فطرتآ ښه دي نو ددې لپاره حکومت ته ضرورت دی، چې سهولتونه رامینځته کړي. ریالیزم مکتب په دې اند وه، چې انسان فطرتآ خراب دی، نو ددې اصلاح کولو لپاره حکومت ته اړتیا ده، چې انسان اصلاح کړي، بل طرف ته لیبرالیزم په دې اند وه، چې انسان فطرتآ ښه دي، نو د انسان د پرمختګ لپاره حکومت ته اړتیا ده.

په شمله پیړۍ کې انفرادیت ډير انکشاف وکړ، او هر انسان په دې فکر کې شو، چې ازادي زما اساسي حق دي، نو د Collectivism څخه Individualism ته انسان مایل کیږي، نو پخ جمهوریت کې یو یو رایه مهمه ده، ددې معنا دا ده چې یو یو شخص مهم دی، نو کله چې یو یو شخص مهم شو نو همدا یو یو شخص حکومت رامینځته کوی، بالاخره ویلي شو چې جمهوریت د عوامو څخه جوړیږی او عوام حکومت رامینځته کوی.

د جمهوریت په هکله د سقراط نظر داسې دی، چې اکثریت یا عوام هغه څوک انتخابوی کوم چې د دوی په مابین کې مشهور وی، او اقلیت په اساس لیډر نه انتخابیږي، او اکثریت دومره نه پوهیږی ، چې پوه او تعلیم بافته شخص انتخاب کړی، ځکه داسې ټولنه کې پوه خلک کم وی، ددې ښه مثال د پاکستان صدراعظم عمران خان او پخواني ولسمشر اشرف عني هم د اقلیت په اساس منتخب شوی وو. په جمهوریت کې اکثریت د مشهورتیا په اساس رایه ترلاسه کوی، اقلیت ته څوک دومره ارزښت نه ورکوی، د اکثریت په نسبت اقلیت ډير هوښیار دی. د ښه جمهوریت ځانګړني یا هغه موارد چې جمهوریت ورسره پایښت مومي په دې ډول دی.

سهولتونه: حکومت یا د جمهوریت کار دا دي، چې ملت ته سهولتونه رامینځته کړي، ځکه حکومت د ملت په اساس رامینځته شوی دی، او باید ملت ته سهولتونه رامینځته کړي، اما په عمل کې فقط څو کسان د جمهوریت په داخل کې مزې کوی، او د ملت په کیسه کې نه وي.

تعلیم یافته خلک: مخکې مو وویل چې سقراط په دې نظر وه، چې بې سیواده خلک خپل رهبر نه شي ټاکلې، هغوی دومره ذهنې بلوغیت نلري، نو د جمهوریت لپاره تعلیم یافته خلکو ضرورت دي، تر څو د هیواد چارو لپاره رهبر وټاکې، که په عمل کې وګورو اتلس کلن هیوادوال هم رایه کاروی، حالانکي هغه ذهنې بلوغیت نلري. تعلیم شعور رامینځته کوي، او تعلیم یافته ولس د نوماند شخص په لنډ مهاله او اوږد مهاله پلانونو پوهیږي.

انتخاباتو خپلواک کمیسیون: د شفافو انتخاباتو لپاره خپلواک کمیسیون ته اړتیا ده، تر څو د ملت رایو احترام وشي، او دا کمیسیون شفافو انتخاباتو ته زمینه سازي وکړای شي، د افغانستان په تیر شل کلن جمهوریت کې همداسې وشول، د پخواني ولسمشر اشرف غني په دوو انتخاباتي دورو کې په پراخه اندازه درغلي موجوده وه. چې په لومړۍ دوره کې ملي یووالي حکومت چې د قانون خلاق اجرایيه ریاست ایجاد شو، او په دوهمه دوره کې د جنجالونو وروسته د سولي شورا رامینځته شوه.

اپوزیسیون رول:  هیواد په داخل کې اپوزیسیونونه او ګوندونه موجود وي، چې داخلي سیاست کې دوی باید په مثبت رول ادا کړي، په حکومت دې مثبتې نیوکي وکړی، د خپلو شخصي منافعو لپاره دې مبارزه نه کوي، د هیواد ملي ګټو لپاره دي پر حکومت او روان سیستم نیوکې او نظریات وړاندې کړی، خو په اصلاحي شکل سره، په افغانستان کې مقابل اپوزیسیونونو د تیر شل کلن جمهوریت پر وړاندې منفي رول ولوباوو، هماغه وو، چې جمهوریت سقوط شو.

د رسنۍ رول: د جمهوریت لپاره د رسنۍ رول ډیر مهم دي، ځکه که هر اپوزیسیون خپل چینل ولري، او هر یو خبل لورې غږوی، نو په داخل هیواد کې به هم منفی او هم مثبته پروپاګنډه جریان لري، جمهوریت کې رسنۍ باید مثبت رول ولوبوی، رسنۍ دې حقایق وړاندې کړی، خپلواکي دي اووسې د اپوزیسیون لپاره دي کار نه کوي.

اصلاحي نیوکه: ملت، رسنۍ، تعلیم یافته قشر او اپوزیسیونونه دې پر جمهوریت اصلاحي نیوکې وکړی، د هرې ستونزي لپاره دي د حل لاره وړاندیز کړی، تر څو جمهوریت دوام وکړی.

قضایه قوه: په هیواد کې دي، د قضاء بخش خپلواک او قدرمند اووسې، تر څو د قوانینو له مخې پرکړي ترسره کړی، که شل کلن جمهوریت ته کتنه وکړو، د قضاء برخې ستره نیمګړتیا همدا وه، چې پریکړي د قانون په اساس نه بلکې د روابطو او پيسو په اساس کیدلای.

انتخاباتو دوام: د انتخاباتو ته زمینه سازي، دوام او شفافیت رامینځته کول، د جمهوریت ژوندي ساتلو ذریعه ده، ځکه جمهوریت بار بار پریکټس سره دوام پيدا کوي، او بالاخره خلکو سره شعور پيدا کیږي، لکه څنګه چې ماشوم د ګرځیدو لپاره تمرین ته ضرورت لري، او اهسته اهسته غټیږي او د شعور حالت ځې.

محلي حکومت: په جمهوریت کې محلی حکومتونه قدرمتد اووسې، جمهوریت معنا دا ده، چې  ملتي حکومت یا د عوامو حکومت چې دلته باید د عوامو د لیول په اساس حکومتداری ترسره شي. په محلي سطحه د عوامو ستونزو ته رسیده ګې ترسره شي، او ملت ته د سهولتونه رامنیځته کړی. په تیر شل کلن جمهوریت کې دا ستونزه ډیره موجوده وه، تر دې چې په محلي سطحه ملت له ډير ستونزو سره لاس و ګریوان وه.

رښتینې مسوولیت: په حکومتدارۍ کې په هره اندازه او په هر ځای کې مسوولیت موجود دی، ددې ښه مثال د حصرت عمر رض په خلافت مې لیدلي شو، چې د هغه خلافت د حکومتدارۍ بهترین مثال دی، نو هر چارواکي باید ځان رښتینې مسوول وګڼې، او په تیر شل کلن جمهوریت کې وکیلان وټاکل شول، مګر د ملت ستونزو ته هیڅ کتنه ونه شوه، هیڅ چارواکي ځان مسوول نه ګڼلوو.

د حقوقو ساتنه: په جمهوریت کې اصل همدا دی، چې د ملت اساسي حقوقو ساتنه وشي، د هر وګړي حقوق ته پاملرنه وشي. او د حکومت ملت ازادۍ او حقوقو بنسټونه وساتي او اساسي حقوق ورته ورکړی، بلکې مثبته ازادي ورکړل شي، د منفي ازادۍ څخه منع کړای شي.

ازاده سوداګري: د جمهوریت په داخل کې ازاده سوداګري ترسره شی، لکه څنګه چې لیبرالیزم د ازادی سوداګرۍ طرفداري کوي، ولې د جمهوریت د دوام لپاره نیمه کنترول ازاده سوداګري بهتره ده، تر څو اقتصادي انحصار رامینځته نه شي.

Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ
wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب