نياوکوونکی ( قضايي) قوه څه ته وايي؟

نياوکوونکی ځواک له قاضي القضات او د هيواد له ټولې قضايي ډلې څخه جوړ شوی دی چې په ټول هيواد کې  نیاومنې چارې پر مخ بيایې . د قاضي القضات، مرستیالان، د لوړې محکمې اوپه هيواد کې د نورو قاضيانو ګومارل په ډیرو هیوادونو کې له يوه، بل سره توپير لري خو په هر ځای کې د نياوکوونکي ځواک د خپلواکۍ بشپړ درناوی کيږي او قضایي ځواک پر ټولو هيوادوالو باندې په خپلواکه توګه د قانون د پلي کولو واک لري .

 د نياوکوونکي ځواک ستره او هر اړخيزه دنده په دعوو، دنګلو او ناندريو باندې قضاوت کول دي چې په هغه کې د دولت په ګډون رښتيني حقوقي يا حکمي اړخونه د مدعي او مدعي علیه په توګه شتون ولري او د قانوني څانګې له خوا محکمي ته ورسپارل شوي وي . دواړه خواوې په خپله او يا د ټاکلي وکيل له لارې په محکمو کې له خپل ځان څخه د خپلواکې دفاع حق لري . محکمې قانوني پرېکړې کوي او دنده لري چې په خپله پرېکړه کې قانوني حکمونه ولیکي .

 په عمومي ډول د محکمې غونډې ښکاره او پرېکړې یې هم په څرګند ډول اعلانیږي . د محکمې پرېکړې له قانون سره سمې پرېکوني دي  . خود وړ عدالت تر لاسه کولو لپاره کيدای شي چې څوپړاويزې محکمې هم ترسره شي اوددعوې لوري د غوښتنليک له مخې دعوا تر لوړې  محکمې پورې هم  غزيدلی او هلته پرې نیاو ( عدالت ) کيدای  شي .که چيرې د دعوې يوه لوري د محکمې ژبه نه وي زده؛ کولای شي چې ځان ته ژباړونکی وټاکي او په محکمه کې له ځان  څخه په خپله مورنۍ ژبه دفاع وکړي . دا به ډیره غوره وي چې محکمه په رښتوني ډول « د عدالت » کور وي . »

 ـ  يو غلط حکم د څو ګناهونو او څو برباديو مور ده . ځکه چې ګناهونه ژوند چټلوي او نا حق حکم د ژوند سرچینه چټلوي .  « فرانسیس  بايکون »

مېرزاعلم حميدي – هالنډ

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب