
جرمني (آلمان)
جرمني (آلمان) هیواد
د المان فدراتيو جمهوريت د لوديځې اروپا له هيوادونو څخه دى چې له ۱۹۸۹ كاله يعني د برلين د ديوال له منځه تګ وروسته هڅه كوي چې د مخ په زياتېدونكي پرمختيايي اقتصاد په وسيله خپله پخوا جبران كړي .
دغه هيواد په شمال كې له شمالي سمندر ، بالتيك او ډنمارك له سمندرګيو ، په ختيځ كې له پولينډ او چك جمهوريت ، په سوېل كې له اسټريا او سوئيس او په لويديځ كې له فرانسې ، لوكزامبورګ او هالنډ سره پولې لري .
ددغه هيواد زياتره اوسيدونكي مسيحيان دي . او ژوند ته هيله پكې په ښځو كې تر ۸۱ كلنۍ او په نارينه وو كې تر ۷۶ كلونو پورې ده .
د جرمني فډراتيو جمهوريت ۱۶ فډريشنونه لري . دغه فډريشنونه كولاى شي چې په ځينو مـسئلو كې خپلواك عمل وكړي .
بادن وورتمبرګ، بايرن، برلين، براندنبورګ، برمن، هامبورګ، هسن، مكلنبورګ-فورپومرن، نيدرزاكسن، نوردراين-وستفالن، راينلاند-فالټز، زارلاند، زاكسن-آنهالت، اشلسويګ-هولشتاين او تورينګن ددغه هيواد ۱۶ فډريشنونه دي .
د المان پلازمينه او د حكومت مركز برلين دى . دغه هيواد د ملګرو ملتونو ، ناټو، G8 ، اروپايي اتحاديې او 5+1 په څير سازمانونو غړى هم دى .
له دوهم نړيوال جنګ وروسته چې جرمني يې پرانستونكى وو دغه هيواد په دوه برخو لويديځ او ختيځ وويشل شو او د برلين ديوال د برلين ښار په دوه برخو يعني ختيځ او لويديځ وويشلو .
د ختيځ جرمني خلكو چې د شوروي تر څارنې لاندې يې ژوند كاوه ښه اقتصادي وضعيت يې نه درلوده .
د برلين د ديوال په منځه تللو سره د المان اقتصاد وغوړېده او د څو كلونو په اوږدو كې دغه هيواد هم د امريكا او جاپان ترڅنګ د اقتصاد له نظره د نړۍ په لومړيو هيوادونو كې راغى .
اقتصاد:
المان د داخلي ناخالص توليد له نظره د نړۍ دريم هيواد دى او د عايد له نظره د كاليو ستر صادروونكى او په نړۍ كې د كاليو د ورادوونكو هيوادونو په دوهمه درجه كې راځي .
د نړيوالې سوداګرۍ د سازمان د احصائې په اساس په ۲۰۰۶ ميلادي كال كې د آلمان د صادراتو كچه ۱.۱۳۳ تريليونه ډالره وو . لدې سره سره د المان په لويديځه نيمايي كې ژوند د هغه د ختيځې نيمايي برخې په نسبت ډير ښه كيفيت لري .
په آلمان كې زيات صنايع فعال دي . لكه د الكترونيكي ، ميخانيكي ، كيمياوي موادو ، منسوجاتو خوراكي او نقليه وسايطو په څير صنايع . د بنز ، بي ام او فالكس واګون په څير د موټر جوړونې كارخانې يې هم خپل محصولات ټولې نړۍ ته وړاندې كوي .
ددغه هيواد مهم صادرات د ليږد راليږد وسيلې او الكترونيكي وسايل جوړوي .
په ۲۰۰۲ ميلادي كال كې آلمان په نړۍ كې د انرژۍ پنځم مصرفوونكى هيواد وو او دغه هيواد ته د لومړنۍ انرژۍ د دريو برخو څخه دوه برخې واردېدلې . په همدې كال آلمان په اروپايي هيوادونو كې د بريښنا تر ټولو ستر مصرفوونكى هيواد هم وو .
په همدې كال كې د المان واكوالانو د خپل هيواد له تجديدونكې انرژۍ څخه د مصرفي انرژۍ د نيمايي برخې تامين د خپل كار په اجنډا كې راووست .
آلمان په زياتو ډبرو سكرو سربېره د اوسپنې ، بوكيسټ ، مسو ، نېكل ، قلعي ، سپينو زرو ، پټاسو او مالګې په څير نسبتاً كوچنۍ طبيعي زيرمې هم لري .
بانكوالي او مالي چارې د بهرنيو اسعارو د عايد مهمې سرچينې دي او فرانكفورت په نړۍ كې د مالي او سوداګريزو چارو يو اصلي مركز ګڼل كيږي .
په دغه هيواد كې د بېكارۍ كچه ۷.۱ سلنه ده چې همدا چاره ددغه هيواد د سياستوالانو په وړاندې يوه مهمه ستونزه ده .
سياست :
په المان كې د تصميم نيونې مبنا ددغه هيواد اساسي قانون دى چې پكې ددغه هيواد په ډيموكراټيك اوسېدو ټينګار شوى دى . د دغه هيواد د حكومت په مشرتابه كې ولسمشر دى چې زياتره سمبوليك رول لري او مهم تصميمونه زياتره د حكومت د مشر په غاړه دي چې هغه لومړى وزير يا صدر اعظم دى .
په آلمان كې لوى او واړه ګوندونه هم فعاليت لري چې پكې مسیحی ډيموكراټيك (CDU)، سوسیال مسیحي (CSU)، سوشيل دموکراټ (SPD)، لیبرال (FDP)، د شنو ۹۰ فيصدي اتحاد (Bündnis 90/Die Grünen) او چپ ګوند (Die Linke) زيات قدرت لري .
آلمان او فرانسه له ډېر پخوا څخه سياسي نږدېوالى لري چې دغه موضوع په آلمان كې د هلموت كهل او په فرانسه كې د فرانسيس ميتيران د لومړيو وزارتونو په مهال لازياتوالى وموند .
اړيكتيايي چارې :
۳۷۳ ټلويژني چينلونه په دغه هيواد كې پروګرامونه خپروي او ۳۸ ميليونه او شپږ لكه انټرنيټي كاروونكي لري .
دغه هيواد له اړيكتيايي نظره په پرمختللو هيوادونو كې راځي . په دغه هيواد كې ۵۴ ميليونه ثابتې ټلفوني كرښې شته او څه دپاسه ۸۴ ميليونه مبايل كرښې هم پكې په فعاليت بوختې دي .
۱۶ ميليونه او څلور لكه او ۹۴ زره اينټرنيټي كوربانه لري او انټرنيټي كود يې هم de دى .
آلمان په يو لنډ نظر كې :
|