د ماشوم وزن او قد او اسکليټی نمو ؟

د ماشوم لپاره بعضی هغه معیارونه چی کولای شوپوه شو چی ماشوم نارمل دی :

 وزن :

د ماشوم لپاره د وزن معلومول ډیرضروری دی ځکه ماشوم ته د درملو،مایعاتو او غذایی موادو توصیه ددوی د وزن مطابق توصیه کیږی.هر څومره چی ماشوم کوچنی وی په هغه اندازه سریع وزن اخلی.مثلا :په لمړی شپږمیاشتنی عمر کی ۷۰۰ګرامه په میاشت کی ،دوهمه شپږمیاشتنی کی ۳۰۰ ګرامه وزن په میاشت کی اخلی.ماشوم د زیږیدنی په وخت کی2.5 څخه تر3.2 کیلوګرامه پوری وی .استثنایی حالاتوکی ۴ کیلوګرامه هم کیدای شی.ماشوم په دری الی پنځمه میاشت کی دوه چنده (۶کیلووزن)،یوکلنی کی دری چنده (۹کیلووزن)اودوه کلنی کی څلورچنده(۱۲کیلووزن) ته رسیږی.د وزن زیاتوالی او یا کموالی په تغذیوی حالت یا خوړواو بعضی مرضی حالاتولکه :بعضی مکروبی حالات پوری اړه لری.

(وزن په کیلوګرام)Weight (Kg) (وزن په پونډ)Weight(Lb) Age(عمر)
3.5- 7 Birth
7 -14 Six months
10 -21- 1 year
12 -28- 2 year
15 -35- 3.5 year
22 -49- 7 year
32.5 -70 -10 year

کولای شو د لاندی فورملونو پواسطه د ماشوم وزن ځانته معلوم کړو :
Weight (kg)(وزن په کیلوګرام) Weight (lb)(وزن په پونډ) Age(عمر)
2.5-3.2 7 At birth
Age(mon)+9/2 Age(mon)+11 3-12 months
Age(year)X2+8 Age(year)X5+17 1-6 years
Age(year)X7-5/2 Age (year)X7+5 7-12 years

میاشت : Month  یا په لنډ ډول لیکل شوی Mon
کال : Year
د زیږیدنی په وخت :At birth

نوټ :- د لس کلني نه وروسته تر بلوغيت تر دوري پوري کوچنی٢.٢ کيلووزن په کال کي اخلي .

قد :-

د وزن د زياتيدو سره سم قد هم زياتيږي . اوسط قد د زيږيدني په مهال تقريبا ٥٠ سانتي متره وي چي تر يو کلني پوري ٧٥ سانتي متره ، تر ٢ کلني پوري ٨٥ سانتي متره ، او تر ٢ کلني وروسته د لاندي فورمول پواسطه تعين کولاي شو .
د قد اندازه ( سانتي متر ) = عمر په کلونو × ٥ سانتي متره + ٧٥ سانتي متره
د زيږيدني په وخت کي کښتني برخه نسبت پورتني برخي ته کمه وي وروسته  د ١٢ کلني عمر کي سره مساوي کيږي . د قد متاثره کيدل ډير عوامل لري مثلا : ارثي ، اندوکرايني ، تغذيوي ، فزيکي تمرين او امراض .
که چيري ماشوم ټيټ قد ولري خاصتا کښتني برخه ډيره لنډه وي بايد ( Achondroplasia  او Osteogenesis imperfect ته فکر وشي .

your ads

او که ماشوم داسي لنډ قد ولري چي تناسب يي صحيح نه وي نو ( Pituitary dwarf ) يي شايد تشخيص وي .
سر اندازه :- د زيږيدني په مهال٣٥ سانتي متره وي ،د ٦ مياشتني عمر کي ٤٤ سانتي متره ، يوکلني کي ٤٧سانتي متره ، دوه کلني کي ٤٩سانتي متره ، او پنځه کلني کي ٥١ سانتي متره ته رسيږي .
نوټ : پورتنی برخه د سر څخه تر نامه لاندی د وریښتانو د شنه کیدوترځایه پوری او کښتنی برخه د وریښتانو د شنه کیدود ځای نه بیا د پښوترتلو پوری ځخه عبارت دی .

Head circumference (cm) Age
35 -Birth
41- 3 months
44- 6 months
46- 9 months
47- 1 year
49 -2 year
50- 3 year
51 -5 year
جدول (١—-١ )
د سراندازه د دماغو د نشودنما سره نژدي ارتباط لري . کوچني سر کيداي شي په ( Microcephaly او Cerebral dysplasia  ) حالتو کي وليدل شي . که د سر اندازه ډيره په چټکي پرمخ ځي نو بايد د ( Hydrocephalus ) و طرفته فکر وشي .

اسکليټي نمو :-

د سر د کاسي نمو :- د سر داندازي دپاره د ( Fontanel) او د سر د کاسي درزونه ( Sature ) ډيرمهم دي . قدامي ( Fontanel ) د زيږيدني په وخت کي د ١.٥ څخه تر ٢ سانتي متره پوري  وي وروسته تر ٦ مياشتي يي اندازه کوچني کيږي . او بالاخره تړل کيږي . خلفي ( Fontanel) کوچني وي او ٦-٨ اوني پوري تړل کيږي . د سرد کاسي درزونه ( Cranial satures ) د ٣-٤ مياشتو پوري تړل کيږي . قدامي ( Fontanel) د کلنيک له نظره ډير اهميت لري که ژروتړل شي نو ( Microcephaly) او که په ځنډ وتړل شي نو (Rickets, Cretinism or Hydrocephalus) ته بايد فکر وشي . د قدامي ( Fontanel) غورځيدنه د قحف دداخلي فشار په وخت کي ليدل کيږي لکه د (Meningitis, Cerebral tumor, Encephalitis)
او لويدلي شکل يي په ډنګرو او ډيهايدريشن لرونکوماشومانو کي د ليدلو وړدي .

ډاکتر بشیراحمد (محبوبی)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب