تور مرچ مو له بلا ناروغیو ژغوري

د تورو مرچو ځینو ګټو سره مو آشنا کوو:

د هاضمې نظام ښه کوي:

تور مرچ په معده کې د هایډروکلوریک اسید جوړیدو لامل ګرځي. هایډروکلوریک اسید د پروتین او ځینو نورو قوي خوړو په هضمولو کې مرسته کوي.د هاضمې نظام ښه کیدو سره انسان د اسهال او قبض ناروغیو باندې نه اخته کیږي.

د سرطان مخنیوی کوي:

د مشیګان سرطان مرکز د یو تحقیق په اساس تور مرچ مو د سینې سرطان څخه ژغوري. تور مرچ د غټو کولمو سرطان په بدن کې د خپریدو مخه هم نیسې.

وزن کموي:

تور مرچ لومړي پرده داسې مواد لري چي له بدن څخه د مضرو غوړیو سلولونه له منځه وړي او اضافي وزن کموي.

اعصابو ساتنه کوي:

د څیړونکې د سپړنې په اساس د تور مرچ استعمال د کرکومن مرکب سره د عصبي سلولونو ساتنه کوي.

د پورتنیو ګټو سربیره تور مرچ د زړه تقویه کولو لپاره هم کارول کیږې

Wasiclinic YouTube Channel


Subscribe to Our YouTube Channel

Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل


چینل سبسکرایب او شریک کړئ

Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Atomic Habits
Back to top button
واسع ویب