د مخ روښانه کوونکی سوداګریز کریمونه (غیرطبی) دی

په دی ورستیو کی د مخ روښانه کوونکی غیرطبی تجارتی کریمونو بازار ښه ګرم دی معمولاً د مختلفو غیر طبی کریمونو اعلانونه د رسنیو له خوا کیږی چه ګویا دغه ډول کریمونه له کمالاتو ډک دی او ټولی ستونزی به لکه د معجزی پشان له منځه یوسی

ددغه ډول کریمونو ښه والی په دی ډول اعلانیږی چه خلکو توجه ځانته جلبوی او هغه داسی چه ویل کیږی چه یاد کریمونه هر ډول ستونزه یواځی د ۵ ورځو په جریان کی له منځه وړی او نور به تاسو د مخ د ځوانک دانو ، د مخ توری ټاپی او د داغونو له ستونزی سره نه مخ کیږی خو پوښتنه داده چه آیا رشتیا هم دغه ډول کریمونه موثر دی؟ آیا جانبی عوارض به بیخی نه لری؟

په رشتیا هم چه داډ‌ول کریمونه به په لومړیو کی ډیر په زړه پوری تاثیر وکړی او جلد به روښانه کړی او په ځوانک دانو باندی به هم په لومړیو کی ښه تاثیر وکړی او ورک به یی کړی خو وروسته به یی له بد نه بدتر کړی.

دغه راز به د پوستکی د غونجیدو سبب هم ورګرځی

دغه ډول کریمونه په لوړه کچه د هایدروکینون، سیماب ، سرب او کورتیکوستروییدونو درلودونکی دی چه کولی شی د جلد د شفاف کیدو سبب شی خو دا چه په دغو کریمونو کی د یادو کیمیاوی موادو اندازه زیاته ده نو نه جبرانیدونکی جانبی عوارض منځ ته راوړی

your ads

لکه: سوروالی، د بدن شدیده سوزش، ځوانک دانو زیاتیدل، اضافی ویښتان پیدا کیدل، د جلد نازک کیدل، او د دغه ډول کریمونو له استعمال سره روږدی کیدل. چون یاد کریمونه د لوړ غلظت روښانوونکو دواګانو لرونکی دی چه په طب کی په دومر غلظت سره استعمال منع ښودل شوی دی

تاسو دغه دواګانی د اړونده ډاکتر له دواګانو څخه به یی موثر ووینی خو جانبی عوارض یی چه مخکی تری یادونه وشوه ډیر او زورونکی دی

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب