ته خبر يې چې پیاز ستا په غوږ څه کوي؟

 

دیخ په موسم کي دغوږونو ناروغي زياته وي او زیاتره وخت دشپې لخوا زمونږ تنکي ګلان ماشومان ددې ناروغي ښکار کېږي او په کلېوالي سيمو کي چېرته چي ډاکټر او درملتون ته لاس رسی ستونزمن وي مور او پلار لالهانده او پرېشانه کوي.

اوس هغوی کولای شي چي دپیاز په وسیله د غوږ د ناروغانو درملنه وکړي .

نویو څېړنو جوته کړي چي پیاز دغوږونو په درملنه او د درد په کمولو کي رغنده رول لري دحيرانتيا ځای خو دادی چي پیاز به څه ډول د غوږ ددرد لپاره کاروې؟

پیاز به وړې وړې ټوټې کړې او په يوه ټوکر کي به يې واچوې او بيا به يې په بخار تاوده کړې او په غوږ به يې کېږدې.

بله طريقه يې داده چي دپیاز دمنځ برخه به وړه ټوټه له تودولو وروسته دغوږ دسوري په اندازه کاټ کې او تر وېده کېدلو دمخه به يې ناروغ ته دغوږ په سوري کي ور کېږدې لکه چي په انځور کي ښودل شوي .

تجربې ښودلي چي په یاد شویو طريقو پیاز دغوږ په دننه کي د سرېښ لرونکي مادې پنډوالي نرموي او له همدې لاري دغوږ په دننه کي هغه التهاب چي د غوږ د درد لامل جوړېږي له منځه وړي.

تاسو کولای شي دا عمليه تر هغه وخته تکرار کړئ ترڅو چي دغوږ درد بشپړ ختم شي او بیا را ونه ګرزي.

(ددعا په تمه)

ليکوال: محمد قدوسي

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب