یواځې اسلام دښځې د نیکمرغۍ ضامن دی

د ليكوال پېژندنه
په نننۍ نړۍ كې چې الله جل جلاله كومو عالمانو ته ښه پوهه وركړې ده، او هغوى چې په ډېره ښه توګه د اسلام لارښوونه كوي له هغو څخه يو هم ډاكټر عبدالكريم ذاكر (ناېك) دى.
ډاكټر ناېك د اوسمهال له مشهورو ديني عالمانو څخه ګڼل كېږي، ډاكټر ناېك په ۱۸ اكتوبر ۱۹۶۵ عيسوي كال د هندوستان په ممبيي ښار كې نړۍ ته سترګې غړولي دي.

د ډاكټر ناېك كوچنيتوب او ځواني دواړه د هندوستان په همدې ايالت كې تېر كړي دي، كوم چې د هندي فلمونو د جوړولو او نورو ناوړه كارونو مركز ګڼل كېږي. خو ددې ښار مستۍ هغه له خپل دين (اسلام) څخه لرې نه كړاى شو او نه د هغه ځاى فرهنګ پرې بريالى شو چې د ځينو مسلمانانو په څېر يې بې لارې كړي.

ډاكټر ناېك (پينټ پيټر سينټ) ښوونځي كې زده كړه شروع كړه، په دې ښوونځي كې د زده كړې تر بشپړېدو وروسته ډاكټر ناېك د (كشن چند) په (چيلارام) پوهنتون كې داخل شو، تر دې وروسته د ممبيي د روغتون سره تړلى طب پوهنځي نه يې طبي زده كړې ترسره كړي، همدارنګه نوموړي ته د ډاكټرۍ (M.B.B.S) سند وركړاى شو، ډاكټر ناېك له طبي زده كړو څخه پرته ديني علومو سره هم زياته مينه وه، له دې پرته نوموړي په ډېرو خيريه كارونو كې هم ونډه اخيستې، ډاكټر ناېك د اسلام په اړه ډېر استدلال او تفصيل سره وعظ كوي، او د هر څه ښه صحيح حواله هم له قرآن، حديثو او نورو عصري علومو څخه د يو نابغه په ډول وركوي.

ډاكټر ناېك د منطق مناظرې، عصري او ساينسي علومو باندې هم برلاسى دى. د نوموړي په وېنا كې يو ډول زړه راښكونكى اثر پروت دى چې په مقابل لوري ژور اغېز كوي، ډاكټر ناېك د وېنا نه وروسته د پوښتنو ځوابونه وركوي. ډاكټر ناېك تر دا مهاله له ۱۰۰۰ څخه په زياتو غونډو او مناظرو كې ويناوې كړي چې ددې ويناو په وجه زيات شمېر كفارو او ځينو مسلمانانو له زړونو څخه شك او شبهې لرې شوي دي.
له دې پرته يې زيات شمېر د نورو اديانو له علماو سره مناظرې هم كړي دي او تقريرونه يې كړي دي، نه يوازې په هندوستان كې بلكې په امريكا، انګلستان، كاناډا، سعودي عربستان، كوېټ، قطر، جنوبي افريقا، ماليزيا، استراليا، سينګاپور، چين، تايلنډ او داسې نورو كفري او مسلمانو ممالكو كې يې مختلفو غونډو او مناظرو ته ويناوې كړي دي.
ډاكټر ناېك د پاكستان او افغانستان د تبليغيانو په څېر يوازې د شپږ نمبرو تبليغ نه كوي، بلكه د بشپړ دين دعوت كوي. ډاكټر نه يوازې په خپله د دعوت اسلام كار كوي بلكې زيات شمېر تربيتي وركشاپونه يې هم جوړ كړي دي په كومو كې چې زيات شمېر ځوانانو ته يې پوره لارښوونه كړې ده، تر څو نورو خلكو ته د اسلام پېغام او دعوت په ښه شان ورسوي، دا پروګرامونه ډېر زيات مشهور شول، زيات شمېر ځوانانو دلته علم زده كړو او ښه مبلغ او دعوت كوونكي جوړ شوي.

ډاكټر ناېك اوس وخت كې د درېوو تنظيمونو مشر دى چې په لاندې ډول دي:
1: Islamic Research Foundation.
2: I.R.F Education Trust.
3: Islamic Dimensions.
كه دې ته وګورو نوموړى په انګليسي او نورو غربي ژبو، انټرنېټ او Peace (سوله) چينل په څېر عصري وسايلو په واسطه د اسلام پېغام نورو ته رسوي چې دا كار په ټولو عالمانو باندې فرض دى، چې د ناېك په څېر ټول خلك د اسلام له لارښوونو څخه خبر كړي.
د ډاكټر ناېك داسې كارونه د ستاينې وړ دي، په ځانګړي توګه په تبليغيانو دا فرض دي چې دوې پوره اسلام تر ټولې نړۍ ورسوي. يوزازې په شپږو نمبرو كار نه كېږي او نه اسلام د شپږو نمبرو دين دى، اسلام د امن او ورورولۍ دين دى، اسلام هر چاته په ځانګړي ډول ښځو ته حقوق وركړي، اسلام چې ښځو ته كوم حقوق وركړي هغه تر دا مهاله يو دين هم نه دي وركړي او نه به يې وركړي، موږ هوډ كړى چې د ناېك دا لاندې ټول اثار ستاسو تر ګوتو در ورسوو. انشاء الله
۱: قرآن او ساينس.
۲: په اسلام كې د ښځو حقوق.
۳: مسلمانه ښځه (همدا اثر).
۴: اسلام ترهګري كه نړۍ واله ورورولي (چاپ)
۵: ايا قرآن كريم د الله جل جلاله كلام دى؟
۶: غوښې خوړل روا كه ناروا؟
۷: په بېلابېلو اديانو كې د الله جل جلاله تصور (چاپ شوى)
۸: د الله جل جلاله تصور، د غير مسلمو (۲۰) سوالونه او د هغې ځوابونه.
نصير الله (مومند)
ليكوال: ډاكتر ذاكر (نائيك)
ژباړه: نصير الله (مومند)

Advertisement | Why Ads? | Advertise here

پوهنتون چینل

پوهنتون چینل درسره سبسکرایب او شریک کړئ

سبسکرایب Subscribe


Editorial Team

د واسع ویب د لیکوالۍ او خپرونکي ټیم لخوا. که مطالب مو خوښ شوي وي، له نورو سره یې هم شریکه کړئ. تاسو هم کولی شئ خپلې لیکنې د خپرولو لپاره موږ ته راولېږئ. #مننه_چې_یاستئ

خپل نظر مو دلته ولیکئ

wasiclinic.com
Back to top button
واسع ویب