تنظيمي انضباط
په ټينګار سره ويلاي شو چى ټولنيز كار چى له يوه څخه زيات وګړي پكى ديو يا څو موخو دلاس ته راوړلو لپاره كاركوي نو كله چى دا موخى ګڼې او يو له بل څخه په لري پرتو سيمو كې وي نو ددې هدفونو دلاس ته راوړل داسې قوي ټولنيز او منظم كار ته اړتيا لري چې داهدافو لاس ته راوړل باوري كړي.
د پيدايښت ځاي اوچاپيريال په فرد باندې اغيز لري ، كيداي شي دهرې سيمې خلك په بيلابيلو ځايونو كې مختلفې لارې په كار واچوي ، هر څوك ښاي ځانګړې تګلاره او جلا جلا ليد لورى ولري نو ددې لپاره چې په صف كې يو والى دهميشه لپاره پاتې شي ، او كارونه لا ښه پرمختګ وكړي ، او ټولنيزې ګټې په شخصي ګټو باندې برلاسې وي نو دعوت داسې قوانين، اصول اولوائح وضع كړيدي چې دلوۍ ښار څخه نيولې تر يو وړوكي كلي پورې تنظيمي جوړښتونه لاپسې تقويه او په سم لوري روان كړي او ددې قوانينو په پيروۍ دجماعت ټول غړي مكلف دي.
د تنظيمي انضباط مهم ټكي په لاندې ډول دي:
1 – هر فرد بايد دخپل بلنيز كار ډلې( حلقه) په مينځ كې په ورين تندي او لوړ همت عسكري ومني، تر څو هر راز مسؤليت په غاړه اخيستلو ته چمتو وي ،داسې نوي چې دصف په خلاف راپورته شي ا و يائي حوصله تنګه شي او حالت ئي بدل شي، او داسې هم بايد نوي چې د دندې دبدلون په صورت كې ئي دعوت ته وركړه كمه شي او په كارونو كې ئي سستي وليدل شي ، نو وئيلاي شو چې همدا فرد خپل كارونه په مخلصانه ډول سرته رسوي، څوك چې غصه كوي او يا دصف په خلاف را پورته كيږي نو ښكاره خبره ده چې دده په نيت او ريښتينولۍ كې خورا زيات كمى ليدل كيږي.
2 – ټول هغه قوانين او لوائح چې جماعت د كارونو دلاښه والي لپاره ټاكلي وي بايد په ورين تندي ومنل شي ، هيڅوك كه څه هم دحركت له خوا په ورسپارل شوو كارونو كې ډير بريالي وي دامتيازي چلند غوښتنه نشي كولاي اويا هم ښه نوښتګر اوپه ځان ډاډه وي چې يواځې همدى د كارونو لپاره ګټور دى.
3 – هغه افراد چې قيادي صفتونه لري او يائي هم رسنۍ د قيادتونو له ډلې څخه شميري كه څه هم نوي بايد په رسنيزو منبرونو او يا په خبري څرګندونو كې دجماعت فكر او نظريه څرګنده او وړاندې كړي، تر څودجماعت نظر په روښانه ډول خلكو ته څرګند او په صف كې داختلاف مخه نيول شوې و
او جماعت نورو ته داسې ښكاره نشي چې ګواكې دلته ډير زيات مخالفتونه او كشمكش موجود دى.
4 – دعوتي كار يو انساني كار دى كيداي شي كله ناكله ځينې اختلافات ښكاره شي خودا اختلافات بايد د عامه وګړو تر مينځ مطرح نشي او نه تاو تريخوالي ته ورسيږي ، بلكې ددې دحل لپاره به دټاكل شوو اصولو او قانوني لارو چارو څخه استفاده كوي، رسنيز منبر ته به نه پورته كيږي او نه به په شخصي نظر دومره ټينګار كوي چې دنورو نظرونوته پكې سپكاوى شوى وي.
بايد دجماعت نظم او لوائحو ته غاړه كيښودل شي او كومه كميټه چې د ستونزو دحل لپاره ټاكل شوې وي دهغې پريكړې بايد ومنل شي.
5 – كوم فقهي ليد لورى چې جماعت دشورى دپريكړو په ترڅ كې ټاكلى وي او دتنظيمي كار سره نيغې اړيكې لري بايد ومنل شي لكه دشورى دالزاميت او معلميت مسئله ، نو دشورى الزاميت دشورى دپريكړو په نتيجه منل شويدى همدغه فقهي ليد لوري جماعت غوره كړيدى دا بايد تطبيق شي او هيڅ ډول مخالفت ئي پدي دليل چې ځينې خلك دشورى په معلميت باور لري او يا دى ورباندې قانع ندى او له نظر سره ئي برابره پريكړه نده دا شخص چې په جماعت كې هر موقف ولري جواز نلري.
6 – په هغه كارونو كې چې ګناه نوي بايد په ټينګه دقيادت اطاعت وشي ، كوم ټولنيزكار چې افراد ئي منظم وي او دخپل قيادت اطاعت نكوي دا خورا ستر نا معقول كار دى، دجماعت موخې او اهداف هغه وخت لاس ته راوړل كيږي چې دافرادو او قيادت تر مينځ يو پر بل باندې پوره باور موجود وي او افراد بايد خپل مشر ته دهغه ستونزې په ښكاره ډول ور په ګوته كړي او مشر خپلو افرادو ته تر څو ددوۍ تر مينځ بيرته باور اعاده شي او قيادت به ددې لپاره پوره هلې ځلې كوي.
7 – دقيادت اطاعت په هرځاي او هرحالت كې دتنظيمي انضباط دضرورتونو څخه شميرل كيږي، په كوم جماعت كې چې اطاعت نوي هغه خپلو ټاكلو موخو ته نشي رسيدى ، افراد بايد دقيادت له لوري صادر شوو اوامرو ته په درنه سترګه وګوري ، هيخكله ئي په اړه شك ونلري او دخپلو قيادتونو سره تاورتريخوالي ته ونه رسيمږي ځكه چې داكار د دعوتي كارونو دپرمختګ په وړاندې خنډ ګرځي.
8 – د قيادت او مسؤلينو پوره ملاتړ بايد وشي ، دصف ديو والي د ټينګښت لپاره پوره هلې ځلې بايد په كار واچول شي، پدې دليل چې زه نوښتګر او يا هم د پرمختګ لپاره ډير وړ كارونه ترسره كولاي شم په صف كې بايد اختلافاتو پيدا كولوته لمن ونه وهي ، كه څوك دټاكلو اصولو او لوائحو سره سم نوښت كوي او پرمختګ را مينځته كوي دا كوم تاوان نلري خودا به دځان ښودنې لپاره نوي.
ستر خطر چې دجماعت وحدت تهديدوي دافرادو او قيادت تر مينځ بې باوري ده او ځينې هغه تقسيمونه دي چې دجماعت وحدت او يو والى له مينځه وړي او قوت ئي كمزورى كوي لكه دجماعت افراد په پخوانيو او اوسنيو ،ځوانان او سپين ږيرو، نارينه او ښځينه ؤ باندې ويشل چې ځينې عاطفي ځوانان ښاي دې كارته متوجه نوي.
9 – په ټولنيز كار كې بايد دقيادت او او افرادو ترمينځ ډيرې ټينګې اړيكې وي ، دوۍ دواړه بايد دعوت ته ډير مخلص وي داځكه چې دوۍ ديو فكر دانكشاف او پرمختګ او يو هدف دلاسته راوړلولپاره كاركوي، كله ناكله به ددوۍ ترمينځ اختلاف هم پيدا كيږي خو د دوۍ ترمينځ به ورورګلوي دائمي وي او دوۍ دواړه به دشورى دپريكړو په ټينګه پيروي كوي.
10 – هر نوښتګر بايد خپل نوي ابتكار او پرمختياي فكر او نوى پروګرام چې دجماعت په ګټه ئي بولي دخپلو ټاكلو اداري لارو چارو څخه قيادت ته وړاندې كړي، ځكه فرد حق لري چې خپل جوړونكي نظريات او افكار په آزادانه ډول وړاندې كړي او قيادت به ددې زمينه ورته برابروي، خو دنوي فكر څښتن به قيادت دهغه دفكر په منلو نه مجبوروي او نه به قيادت په داسې دوه لاري ودروي چې ورته ووائي چې يا به زما نظر منۍ او يا زه نور په جماعت كې نه يم، كه هر دفكر څښتن خپل فكر دجماعت لپاره ګټور شميري او څوك چې دده نظر ونه مني هغه په تنګ نظرۍ او استبداد تورنه وي او وائي چې دلته هيڅوك هم دابتكار سره موافق ندي زه له همدې له امله نور په جماعت كې نه پاتې كيږم نوهيڅكله به هم دځمكې پرمخ جماعت ونه وينۍ ځكه چې هر څوك به دخپلې نظرئي دبرلاسي كولو لپاره صف پريږدي.
11 – دجماعت ټول غړي به د جماعت په داخل كې دحزبي فركسيونو څخه په ټينګه ځان ساتي ، په اختلافي مسائلو كې به نه دخپلې نظرئي او نه دبل شخص دنظرئي لپاره تعصب كوي ، بلكې ټول به دشورى دپريكړوپيروي كوي، ځكه چې تعصب په صف كې ستونزې راولاړوي او دهغه دټوټه كيدو سبب ګرځي او دغه راز دكارونو دپرمختګ مخه نيسي.
12 – هر ورور بايد پدې پوه شي چې په جماعت كې دشورى لپاره بيلا بيل واحدونه موجود دي داضروري نده چې ټول كارونه دشورى هر ټيټ او لوړ واحد ته وړاندې شي بلكې ځينې كارونه لوړه شورى څيړي او حل اوفصل كوي ئي او كښته واحدونو ته يي دتنفيذ لپاره استوي نو پدې ځاي كې بايد اطاعت وشي او دبې ځايه دلائلو له وئيلو څخه ډډه وشي تر څو د وخت دضائع كيدو مخه ونيول شي.
13 – هر فرد بايد ټولو دعوتي فعاليتونو ته په خپل ټاكلي وخت ځان ورسوي ، دشرعي عذر پرته بايد هيڅ ډول مخالفت ونكړي نو په همدې ډول كار د دعوت دبرياليتوب تضمين كوي.
والله الموفق