تلویزون ته ډیره ناسته ماشومان د ویني په لوړ فشار اخته کولای شي

په نویو طبي څېړنو کې څرګنده شوې، هغه ماشومان چې په ورځ کې تر دوه ساعته زیات تلویزون ته کيني، د هغو ماشومانو په پرتله زيات د وينې په لوړ فشار اخته کېدای شي، چې تلويزون ته ډېر نه کيني.

په دغه څېړنه کې ویل شوي، چې په ورځ کې تر دوه ساعته زیات د تلویزون مخته د ماشوم ناسته هغه تر نورو هغو ماشومانو چي تلویزون دومره وخت نه ګوري، ۳۰ سلنه زیات د وينې لوړ فشار له ناروغۍ سره مخ کولای شي او زیاتوي چې د ماشومانو د بدني ورزش کمښت هم په هغوی کې د ویني د لوړ فشار ناروغي ۵۰ سلنه زیاته وي.

دغه څېړنه په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې توګه د اوروپا په ۸ هیوادونو کې په ۵۲۲۱ ماشومانو تر سره شوې ده.

د څېړونکو په وینا د ماشومانو د ویني فشار په غټوالي کې د نورو لویو ناروغیو لامل هم کیدای شي. د ساري په توګه د زړه د والونو بندیدل، دماغي سکته، او د زړه تر اپریشنه هم ناروغي غځیدای شي.

په دې څیړنه کې ویل شوي چې د هر ۱۰۰۰ ماشومانو څخه ۱۱۰ یې د ویني د لوړ فشار په ناروغي اخته وه.

Wasiclinic YouTube Channel

Youtube video

Subscribe to Our YouTube Channel
Subscribe

پوهنتون تعلیمي یوتیوب چینل

Youtube video

چینل سبسکرایب او شریک کړئ
Subscribe

خپل نظر مو دلته ولیکئ

Back to top button
واسع ویب